کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز برید کې د وژل شوو کورنۍ: له پاکستانه باید د "دغه جنایت" پوښتنه وشي

    • Author, یوګیتا لېمای
    • دنده, د افغانستان او جنوبي اسیا برخې خبریاله
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

خبرداری: د دغه رپوټ محتوا خواشينوونکې ده.

په یوه باراني ورځ او ساړه سهار مسعوده د کابل په شمال لوېدیځ کې پر غونډۍ جوړې هدیرې کې د خپل کشري ورور میرویس قبر ته دعا ته ور روانه ده.

میرویس له هغو لږترلږه ۲۶۹ کسانو و چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ووژل شول.

مسعوده د دې وژل شوو د ډله‌ييز قبر پر ژۍ ولاړه ده. داسې لوی قبر چې پر وړو سپينو ډبرو پوښل شوی او خړې شناختې پرې وړلاې دي خو مسعوده نه پوهېږي چې ورور یې په کومه خوا کې خښ دی.

په دې اړه هم کره معلومات نه شته چې په اصل کې په دغه قبر کې ټول څومره کسان خاورو ته سپارل شوي دي. ځکه چې د ۲۴ کلن میرویس غوندې دغلته داسې کسان د مرګي په خوب وېده دي چې یا یې د بدن یوازې څو غړي روغ پاتې وو او یا هم دومره سخت سوځېدلي وو چې په ډېره سختۍ پېژندل کېدای شوای.

د میرویس خور ۲۷ کلنې مسعودې په غریو نیولي غږ بي‌بي‌سي ته وویل، "ورور مې ټوټه ټوټه شوی و. یوازې تنه یې روغه پاتې وه، سر او پښې لاسونه یې نه وو. د زېږون له وخته پاتې په یوه داغ مې هغه وپېژانده چې میرویس دی".

په کابل کې د امید په نوم پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر دغه مرکز برید د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو وژونکی برید بلل شوی. ان په وروستیو ۲۰ کلونو کې یې هم ساری نه شته چې په دغه هېواد کې د وخت حکومتي ځواکونو، ناټو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د تېرې سې‌شنبې په ورځ په خپاره شوي رپوټ کې په دغه برید کې د لږترلږه ۲۶۹ کسانو وژل کېدل تایید کړل خو ویې ویل چې کره یا اصلي شمېر یې ښايي تر دې ډېر لوړه وي.

اوس دا غوښتنې کېږي چې دغه برید باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له میاشتو کړکېچ او ترینګلتیا روانه ده چې سلګونه کسان پکې تر ډېره د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورنوي چې ګواکې په خپله خاوره کې هغو وسله‌والو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې دننه بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت په وار وار دا خبره رد کړې ده او ټينګار یې کړی چې هېچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په تاوان وکاروي.

خو هم ملګري ملتونو او هم د بي‌بي‌سي افغانستان څانګه چې دغه روغتیايي مرکز ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې، تاییدوي چې د پاکستان په دغه برید کې هغه ملکي کسان وژل شوي چې دغلته یې درملنه روانه وه.

د بشري حقونو څار سازمان دا "یو ناقانونه برید او احتمالي جنګي جنایت" بللی دی. خو پاکستان یې نه مني چې ملکي خلک دې یې په نښه کړي وي.

د بي‌بي‌سي د پوښتنې په ځواب کې پاکستان ویلي، په دغه برید کې "هېڅ روغتون، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې کوم مرکز او یا هېڅ ډول ملکي ودانۍ نه ده په نښه شوې" او دعوه یې کړې چې ګواکې هلته یې "پوځي او ترهګریز هدفونه ویشتي دي".

خو مسعوده د پاکستان دې ادعا په غوسه کړې ده. دا زیاتوي، "پاکستان دروغ وايي. ما دا مرکز لیدلی و او هلته هېڅ کوم پوځي ځای نه و. هلته هغه کسان بېرته خپل عادي ژوند او کورنیو ته د ورستنېدو لپاره درملل کېدل چې په نشو روږدي وو."

یوازې مسعوده دا خبره نه کوي بلکې بي‌بي‌سي تر ۳۰ ډېرو هغو کورنیو سره خبرې کړې دي چې خپل عزیزان یې د پاکستان په دغه خونړي برید کې وژل شوي دي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې هلته یې درملنه روانه ده او د امید مرکز کارکوونکي هم دي. دوی ټول په یوه خوله همدا خبره کوي او د پاکستان ادعاوې ردوي.

سمه ده چې پر نشو د روږدو کسانو د درملنې دا مرکز به د فېنېکس په نوم له هغه پخواني پوځي روزنیز مرکز سره په څنګ کې وي چې پخوا امریکا او ناټو ځواکونو کاراوه خو له نوې ودانۍ یې لرې دی.

په پلازمېنه کابل کې امید مرکز په ۲۰۱۶ کې پرانیستل شو چې په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله مخکې امریکا پرېښی و. د روږدو کسانو د درملنې مرکزاړول شوی دا ځای ډېر ښه پېژندل شوی و ځکه چې کورنیو او نړیوالو رسنیو ګڼ رپوټونه پرې جوړ کړي وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر وايي، "دا [امید مرکز] د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتره شاوخوا یو کیلومتر لرې دی. د ملګرو ملتونو ګڼې څانګې ډېرې ښې ورسره بلدې دي ځکه چې هلته ناروغانو ته مرستې رسوي".

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه خلک پر ځينو نشه‌يي توکو روږدي دي او د مسعودې ورور میرویس هم د دوی له ډلې و چې تازه په امید مرکز کې بستر شوی و.

مسعوده وايي چې د مور او پلار تر مرګ وروسته یې دغه کشری ورور د خپل زوی غوندې راستر کړی و. دا زیاتوي چې هغه غوښتل د فارمسۍ پوهنځی ولولي خو پر "تابلېټ-کا" نشې عادت شو.

مسعوده وايي، "هغه ډېر ساده هلک و. نه پوهېږم چې څنګه یې دا بدعمل پیل کړ. په امید روغتون کې یې ایله ۱۰ ورځې هم نه وې تېرې چې برید پرې وشو".

د کابل-جلال اباد لویې لارې ته څېرمه پراته دغه مرکز باندې د تېرې مارچ میاشتې پر ۱۶ نېټه ځايي وخت ماخوستن ۲۰ کم نهه بجې برید وشو.

یو ډاکټر چې هغه ورځ په امید مرکز کې پر خپله دنده بوخت و، بي‌بي‌سي ته د برید د شېبې کیسه کړې. خو نه غواړي چې په رپوټ کې یې نوم یا پېژندګلوي په ډاګه شي ځکه چې د طالبانو حکومت له رسنیو سره د خبرو اجازه نه ده ورکړې.

دغه ډاکټر وايي، "په یوه برید کې هغه تالار ډوله ځای وویشتل شو چې تازه راغلي ناروغان پکې بستر وو. په دوو نورو بمونو هغه کانټېنرونه او لرګین بلاکونه ولګېدل چې روږدي کسان پکې اوسېدل، خوړنځي او د مرکز اداري او د امنیتي خوندیتوب څانګې پکې وې".

دی وايي چې په خپل ژوند کې یې هم "داسې ډاروونکې صحنه" نه وه لیدلې او زیاتوي، "زه د مړو په منځ کې ګرځېدم چې که کوم څوک ژوندی پاتې وي او مرستې ته اړتیا ولري. هرې خوا ته د سوځېدلې غوښې بوی و".

د ملګرو ملتونو استازې فیونا فریزر وايي چې په دغه برید کې "د روغتون دننه د مسلکي زدکړو هغه خونې هم په نښه شوې دي چې له لرګیو جوړې وې او هماغه هلته د سخت اور لګېدو لامل شوې دي".

تر برید وروسته ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې هم یادونه وکړه چې د مړو او ژوبلو پر بدن له ټپونو داسې ښکاري چې "ډېره مرګ‌ژوبله پر چرو د هغوی د لګېدو او د سوځېدو له امله رامنځ‌ته شوې ده". په رپوټ کې همداراز ویل شوو وو چې، "سخته سوځېدنه او د وژل شوو د بدن ټوټه ټوټه کېدل هغه لامل و چې د ډېریو مړو پېژندګلوي سخته وه".

یو بل کابل مېشتی صدیق ولي‌زاده د برید په وخت په خپل کور کې و چې موبایل ته یې زنګ راغی.

یوه خپلوان یې ورته وویل چې امید مرکز باندې بمبار شوی دی.

له همدغه زنګ سره په یوه خونړي برید کې د صدیق د ۳۵ کلن ورور محمد انور ولي‌زاده دردوونکې پلټنه پیل شوه. محمد انور ایله څلور ورځې مخکې په دغه درملنځي کې بستر شوی و.

دی هم د میرویس غوندې پر ټابلېټ-کا روږدی شوی و او غوښتل یې چې ځان ترې خلاص کړي. داسې نشه‌يي توکی چې د افغانستان په ځينو ښارونو کې کارول کېږي.

صدیق وايي چې پر ګڼو روغتونونو وګرځېد خو خپل ورور یې و نه موند او زیاتوي، "مړي بېخي ډېر وو خو پېژندل یې سخت وو ځکه چې ټوټې ټوټې وو. ما ویل، ښايي هغه به تښتېدلی وي او ژوندی به وي".

ملګري ملتونه وايي چې په امید مرکز کې د بستر کسانو نوملړ یا لېست هم د اور لمبو خوراک شوی و او دې د صدیق غوندې کسانو ته د خپلو عزیزانو موندل سخت کړي وو.

څلور ورځې وروسته چې خلکو کوچنی اختر لمانځه، هغه یو ټوټه شوی بدن له ځینو نښو نښانو وپېژانده چې ورور یې دی.

صدیق په ژړغوني او رېږدېدونکي غږ وویل چې دا ورته ډېره سخته وه چې ګومان یې کاوه ورور به یې ژوندی وي خو هغه مړ و. خو دی وايي، "دا هم یو تسکین و چې مړی مو یې پيدا کړ. ځينو کورنیو خو هېڅ خپل خپلوان پیدا نه کړل ځکه چې په بمبار کې یې وجودونه بېخي سوي او له منځه تللي وو".

د محد انور تره عبدالوحید وايي چې وراره یې له مستۍ پر نشو نه و راغلی بلکې په افغانستان کې بېکارۍ لار ترې ورکه کړې وه. هغه ستونزه چې نن سبا ګڼ افغانان ورسره مخامخ دي.

عبدالوحید زیاتوي، "وراره مې په کار پسې ډېر لالهانده شو خو بېکاره پاتې شو او غریبۍ پر نشو راوست".

د برید ښکار شوو کسانو کورنۍ پوښتنه کوي چې ولې پر دغه مرکز برید وشو.

د وحید سېلاني په نوم یو کس چې ورور یې په دغه برید کې وژل شوی، پوښتي چې "پاکستان ولې داسې وکړل؟ ولې یې پر بې‌ګناه خلکو بمباري وکړه؟"

یوازې پر نشو روږدي کسان په دغه برید کې نه دي وژل شوي بلکې په دغه مرکز کې ګڼ نور هغه کسان هم وژل شوي چې په بېلابېلو دندو پکې بوخت وو.

د هدایت الله ورور ایمل عبدالمالک هم د خپل مرګ تر شېبو پورې په امید مرکز کې کار کاوه.

هدایت الله وايي، "هغه د روغتون په اشپزخانه کې کار کاوه او ناروغانو ته به یې ډوډۍ پخوله. هلته ټول ناروغان بستر وو، بل هېڅوک هم نه وو".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، "بې‌ګناه ملکی وګړي په نښه کول یو جنګي جرم دی. نړیوال سازمانونه باید د پېښې پلټنه وکړي او مسؤلان یې باید محاکمه شي".

پاکستان که یو خوا دا نه مني چې ملکي افغانان دې یې په نښه کړي وي نو بلخوا له تېر کال راهیسې په خپل هېواد کې په بریدونو کې د سلګونو ملکي کسانو د وژنې پړه هم پر افغانستان اچوي.

پاکستان ادعا کوي چې د دغو بریدونو تر شا د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او د بلوچ ازادي غوښتونکو (بي‌اېل‌اې) وسله‌والې ډلې دي چې د دوی د دعوې له مخې، "د طالبانو حکومت پناه ورکړې".

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هر ځل دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان کې مېشتې ټولې ډلې تازه نه دي راپیدا شوې بلکې له پخوا وې او دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده چې باید په خپله یې حل کړي.

خو د افغان پلازمېنې په زړه کې داسې یو برید د نسبي سولې هغه احساس چې افغانان په ۲۰۲۱ کې د جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته ورو ورو ورسره په بلدېدو وو، په مړاوي کېدو دی او دغه هېواد ته بېرته د تاوتریخوالي د ورګرځېدو وېره په ډېرېدو ده.

د پاکستان په دغه برید کې د وژل شوو کسانو کورنۍ ناهیلې دي او وايي، له دې یې تمه پرې ده چې د دوی د مړو پوښتنه به وشي او له مسؤلانو سره به یې حساب وشي. خو د یوه وژل شوي کس ورور وايي، "موږ بې‌چاره خلک یو. له چا د غچ اخیستو وس نه لرو. موږ باندې ظلم شوی او خدای پاک دې په خپله له ظالمانو سره حساب وکړي".