هندي کمپنۍ افغانستان سره د صادراتو او ورداتو معیاري کولو کې مرسته کوي

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت له یوې خصوصي هندۍ کمپنۍ سره د واردېدونکو او په کور دننه تولیدېدونکو توکو د معیار او کیفیت برخه کې د څه د پاسه ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې دا هندۍ کمپنۍ به په نهو بندرونو او کابل کې معیاري لابراتوارونه جوړوي.

د طالبانو حکومت د معیار او کیفیت ادارې مشر هیله ښودلې چې سوداګر د لوړ کیفیت توکي تولید او له نورو هېوادونو هم ښه کیفیت لرونکي توکي افغانستان ته راوارد کړي.

دا په افغانستان کې دننه پر تولیدېدونکو توکو او له بهره پر واردېدونکو توکو د ټاکلو معیارونو د پلي کولو برخه کې یوه له نسبتا لویو پانګونو بلل کېږي.

دا تړون د یوې هندۍ کمپنۍ ټي سي آر سي او د طالبانو حکومت د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

د دې کمپنۍ په ویب پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا یوه نړۍ واله کمپنۍ ده چې د څو لسیزو فعالیت مخینه او د صادراتو او وارداتو د تحلیل برخه کې تجربه لري.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر هم د دې تړون د لاسلیک مراسمو کې ګډون کړی وو.

کابل کې د معیار او کیفیت ادارې مشر ملا فیض الله تمیم دې تړون ته په اشارې وویل چې دا کمپنۍ به د معیارونو د تطبیق لپاره لابراتوارونه جوړوي.

دا تړون څه د پاسه ۴۶ میلیونه ډالره ارزښت لري او د پنځو کلونو لپاره دی. د دې تړون له مخې هندۍ کمپنۍ ژمنه کړې چې د یادې ادارې کارکوونکو ته به مسلکي روزنه هم ورکوي.

د معیار او کیفیت ادارې مشر ملا فیض الله تمیم پر سوداګرو غږ وکړ چې د لوړ کیفیت توکي تولید او وارد کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت د معیاري توکو د واردولو برخه کې د ځینو لاسته راوړنو خبره کوي او څو ځله ایران ته د بې کیفیته تیلو بېرته ستنول یې ښې بیلګې یادوي، خو له کلونو راهیسې افغانستان ته د واردېدونکو توکو د کیفیت په اړه اندېښنې او شکایتونه کېږي، په ځانګړې توګه د درملو، خوړو او سوند توکو برخو کې چې مخامخ د خلکو له روغتیا سره تړاو لري.

په کوردننه د تولید شویو توکو د کیفیت په اړه هم اندېښنې او شکایتونه شته.

د افغان صنعتکارانو د ټولنې مشر عبد الجبار صافی وايي دا تړون افغانستان کې د بې کیفیته توکو د تولید مخنیوي کې مثبت ګام دی.

دی زیاتوي "دا به نه یواځې دتوکو د معیار ښه کولو بلکې په نړیواله کچه د افغان توکو په اړه دخلکو د باورپه غښتلي کولو کې هم مرسته وکړي او د افغانستان اقتصاد لپاره به ډېر ګټور ثابت شي".

په عمومي ډول افغانستان یو مصرفي هېواد دی او ډېر توکي له بهره واردوي، یو د پام وړ شمېر توکي په کور دننه هم تولیدیږي، خو د برېښنا کموالی او له بهرنیو توکو سره سیالۍ کولو په برخه کې ستونزې د افغان صنعت پر وړاندې لویې ننګونې بلل کیږي.