BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
نورستان کې سېلابونه: ملګري ملتونه وایي، تر دې دمه څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي
ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۳" کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.
پر ایران د امریکا د بریدونو یوولسمه شپه؛ تهران کې د هوايي دفاع سیستم فعال شوی
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) وايي پر یوولسمه پرلهپسې شپه یې هم ایران کې پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه کړي دي. دا بریدونه تر ډېره د ایران د سویل ساحلي ښارونو کې کېږي، خو د چارشنبې سهار وختي پلازمېنه تهران کې هم د هوايي دفاع سیستم د فعالیدو خبر ورکړ شوی دی. پر دې سربېره تبریز ښار کې هم یو ځل بیا بریدونه شوي.
د ملي لوبډلې له کپتانۍ د حشمتالله شهيدي استعفا؛ د لوبډلمشر په توګه یې څه لاسته راوړنې لرلې؟
حشمتالله شهیدي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ټېست او یو ورځنیو سیالیو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه. هغه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دا یې شخصي پرېکړې ده. شهیدي څه باندې پنځه کاله مخکې (د ۲۰۲۱ کال می میاشت کې) د اصغر افغان پر ځای د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و.
د مولانا فضل الرحمان نیوکې او د پاکستاني چارواکو توند غبرګون
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ او حکومت په تړاو وینا کړې چې جنجالي شوې او غبرګونونه یې پارولې دي. د يکشنبې په ورځ مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند وکيلانو ته د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د خپلې وينا په تړاو به بخښنه ونه غواړي، بلکې هغه کسان بايد بخښنه وغواړي چې د ده په وينا يې د هغه پر ضد ''تبليغاتي کمپاین'' چلولی دی.
نورستان کې سېلابونه: د انځورونو په دې البوم کې د سېلابونو ویجاړۍ وګورئ
د افغانستان په ختيځ نورستان ولایت کې دوشنبې مازديګر (۲۰ جولای) د سختو سېلابونو له کبله درنه مرګژوبله اوښتې وه او د دې تر څنګ یې ګڼ مالي زيان یې هم اړولی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د سېلابونو راوتو پر وخت څه وکړو؟
په وروستیو ورځو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او درانه مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.
ولې انګلنډ پر تنکو ځوانانو د انرژي څښاک پلور بندوي؟
د انګلنډ حکومت ویلي چې د راتلونکي کال له اپرېله به په دغه هېواد کې له ۱۶ کلونو په کم عمره ماشومانو د ډېرې اندازې کافین لرونکو انرژۍ څښاکتوکو پلورل منع شي. د دغه محدودیت تر پلیتابه وروسته به په دوکانونو، رستورانتونو، چایخونو، د خرڅلاو اتومات ماشینونو او ان په انلاین بڼه پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د داسې څښاکتوکو پلورل غیرقانوني وي، چې په هر لیټر کې له ۱۵۰ میلی ګرامه زیات کافین لري.
د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې
څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې. د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي. هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.
د روسیې او اوکرایین جګړه: پر کیېف "تر ټولو لوی او پراخ بالسټیکي برید" شوی
روسیې د اوکرایین پر پلازمېنې کیېف د بالسټیک توغندیو او ډرونونو په وسیله پراخ بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر کیېف «تر ټولو لوی بالسټیکي برید» بللی دی. د اوکرایین چارواکو په وینا، د شپې لخوا د کیېف او د دې ښار د شاوخوا سیمو ځینې برخې په نښه شوې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۲ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۱ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































