د عکسونو البوم: د فوټبال نړیوال جام کې د اسپانیا اتلولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د اسپانیا لوبغاړو نړیوال جام پورته کړید خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام اسپانیا وګاټه. دا دویم ځل شو چې دغه هېواد د فوټبال نړیواله اتلولي ګټي.
دغه هېواد په پایلوبه کې ارجنټاین ته چې سږکال یې د خپلې اتلولۍ دفاع کوله، یو - صفر ماته ورکړه.
دلته د دې سیالۍ له پای وروسته شېبو کې په لوبغالي کې ځینې اخیستل شوي عکسونه ګورئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، دا دویم ځل شو چې اسپانیا نړیوال جام ګټي - لومړی نړیوال جام یې په ۲۰۱۰ کال کې ګټلی و
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، اسپانیا لپاره د بریا یوازنی ګول فېران توریس په ۱۰۶مه دقیقه کې وواهه
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د اسپانیا ۱۹ کلن ستوري لامین یامال له پېلې او جورپې بېرګومي وروسته درېیم تر ټولو کم عمر کس شو د نړیوال جام پایلوبه کې لوبېږي
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزه (زرین توپ) د اسپانیا کپتان رودري ورکړ شوه
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د طلايي دسکشې جایزه د اسپانیا ګول ساتونکي اونای سیمون ترلاسه کړه 
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، دلته ښکاري چې یامال د اتلولۍ له ګتلو وروسته خپل کوچنۍ ورور غږ کې نیولی 
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د ارجنټاین له مشهور ستوري لیونل مېسي سره د یامال کتنې او غاړې ورکولو ډ ډېر پام ځان ته واړاوه
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې دلته د فیفا له رییس سره ښکاري، تر پایلوبې وروسته لوبغاړو ته مډالونه او د اسپانیا لوبډلې ته نړیوال جام ورکړ
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د اسپانیا د ملي لوبډلې منځدګری ګاوي نړیوال جام ښکلوي 
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د ارجنټاین لوبغاړي د پایلوبې له بایللو وروسته 
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د ارجنټاین کپتان لیونل مېسي په داسې حال کې له میدانه ووت چې سترګې یې نمجنې وې 
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، کمرو د اسپانیا او ارجنڼاین د لوبغاړو ترمنځ د ټېل ما ټېل صحنې هم ثبت کړې