فیفا ولې د نړیوال جام اصلي ټرافي بېرته اخلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, د بيبيسي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د فیفا د نړیوال جام اصلي ټرافي چې د یکشنبې په ورځ به په نیو جرسي کې پورته شي، د لندن د ونډو بازار د شننې له مخې شاوخوا ۷۱۳ زره امریکايي ډالر ارزښت لري. په دې جام کې ۴.۹۳ کیلوګرامه ۱۸ قیراطه سره زر کارول شوي او د نړۍ تر ټولو ارزښتناک ورزشي جام بلل کېږي.
د فوټبال د نړیوالو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د اتلې لوبډلې لوبغاړي اصلي جام پورته کوي، خو ډېری خلک فکر کوي چې ګټونکې لوبډله دا جام د تل لپاره له ځان سره وړي.
واقعیت دا دی چې اتله لوبډله یوازې د اتلولۍ د مراسمو پر مهال اصلي جام پورته کوي. له مراسمو وروسته فیفا جام بېرته اخلي او د سویس د زوریخ ښار د فیفا د فوټبال موزیم ته یې لېږدوي.
اتله لوبډله څه ترلاسه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۱۹۷۴ کال راهیسې د نړیوال جام اصلي ټرافي د فیفا ملکیت دی.
فیفا د اصلي جام پر ځای اتلې لوبډلې ته د برونزو یوه ټرافي ورکوي چې د سرو زرو پوښ لري او د اصلي جام په څېر ښکاري.
لوبغاړو، روزونکو او د لوبډلې رسمي غړو ته د سرو زرو مډالونه ورکول کېږي او فیفا نغدي جایزې هم ورکوي.
ولې فیفا اصلي ټرافي نه پرېږدي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
فیفا د څو مهمو دلیلونو له امله اصلي جام هېڅکله د تل لپاره ګټونکې هېواد ته نه سپاري.
لومړی دلیل، د جام لوړ مالي ارزښت دی. دا جام له خالص سرو زرو څخه جوړ شوی او د نړۍ د تر ټولو قیمتي ورزشي جامونو له ډلې څخه شمېرل کېږي.
دویم دلیل، د دې تاریخي ارزښت دی. نړیوال جام د نړۍ تر ټولو مهمه فوټبال سیالي ده او اصلي جام یې د همدې تاریخي میراث رسمي نښه ګڼل کېږي.
فیفا غواړي دا تاریخي میراث د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي وساتي، او په هر نړیوال جام کې همدا اصلي جام د نوي اتلې لوبډلې له خوا پورته شي.
درېیم دلیل، خوندیتوب دی، د دې جام ارزښت دومره لوړ دی چې هر ځل د نړۍ تر ټولو سختو امنیتي تدابیرو لاندې لېږدول کېږي. د داسې امنیت برابرول د هر هېواد لپاره اسانه کار نه دی، له همدې امله فیفا خپله د دې جام د ساتنې مسؤلیت پر غاړه لري.
څلورم دلیل، له ټولو اتلانو سره د برابر چلند اصل دی. که یوه لوبډله اصلي جام د تل لپاره له ځان سره وساتي، نو راتلونکي اتل هېوادونه به د همدې تاریخي جام د پورته کولو له ویاړه بې برخې شي. فیفا غواړي چې هر هغه هېواد چې اتل کېږي، د بریا په شېبه کې هماغه اصلي جام پورته کړي.
د نړۍ تر ټولو ارزښتناک ورزشي جام چا جوړ کړی؟

د عکس سرچینه، silviogazzaniga
کله چې د جول ریمېټ په نوم جام برازیل ته وسپارل شو، د فوټبال نړیوالې ادارې د نوي ټرافي د طرحې لپاره سیالي اعلان کړه.
په دې سیالۍ کې د اووه هېوادونو مجسمه جوړونکو لخوا ۵۳ طرحې وړاندې شوې، چې په کې د سیلویو ګازانیګا (Silvio Gazzaniga) طرحه، چې پکې دوو لوبغاړو د ځمکې کره پورته نیولې، بریالۍ اعلان شوه.
اوسنی د نړیوال جام ټرافي ۳۶.۸ سانتيمتره لوړوالی لري او له دننه تش جوړ شوی دی. که دا په بشپړه توګه ډک وای، نو وزن به یې شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ کیلوګرامو پورې رسېده، چې پورته کول به یې خورا ستونزمن وو. د ټرافي لاندنۍ برخه کې د شنې مالاکایټ ډبرې دوې کړۍ لګېدلې دي.
ګازانیګا ویلي وچې د ده طرحه " د دوو لوبغاړو هغه احساساتي او له ځوږه ډکه شېبه انځوروي چې د بریا په وخت کې یې تجربه کوي. "
دا جام لومړی ځل په ۱۹۷۴ کال کې د فرانڅ بیکنباور په مشرۍ د لوېدیځ جرمني لوبډلې پورته کړ.
د جول ریمېټ ټرافي؛ هغه تجربه چې د فیفا تګلاره یې بدله کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې جام پخوانۍ بڼه، چې د "جول ریمېټ" په نوم یادېدل، د نږدې څلوېښتو کلونو په موده کې له ګڼو حیرانوونکو پېښو سره مخ شوه.
جول ریمېټ د فوټبال نړیوال جام د لومړۍ اتلولۍ رسمي ټرافي وه، چې له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۷۰ کال پورې به د نړیوال جام ګټونکو لوبډلو ته ورکول کېده.
دې جام ته په پیل کې د "بریا" نوم ورکړل شوی و، خو وروسته د فیفا د درېیم مشر او د نړیوال جام د بنسټ اېښودونکي جول ریمېټ کړنو ته د درناوي په موخه، د هغه په نوم ونومول شو.
دا جام د فرانسوي مجسمه جوړوونکي ابېل لافلور له خوا جوړ شوی و، چې پکې د بریا وزر لرونکې الهه نایکي داسې انځور شوې وه چې یو جام یې پورته نیولی و. دغه ټرافي ته یوازې د سرو زرو پوښ ورکړل شوې و.
دا جام په ۱۹۶۶ کال کې، مخکې له دې چې نړیوال جام په انګلنډ کې ترسره شي، د څو میاشتو لپاره د لندن په یوه نندارتون کې اېښودل شوې و.
جام له نندارتون څخه غلا شو، او غلو د بېرته سپارلو لپاره ۱۵,۰۰۰ پونډه تاوان وغوښت. د انګلستان پولیسو پراخ لټون پیل کړ، خو څو ورځې یې هېڅ درک ونه لګېد.
خو یوه اوونۍ وروسته، د پېکلز (Pickles) په نوم یوه سپي دا جام په ورځپاڼه کې نغښتی تر یوې ونې لاندې وموند.
ددغه کار له کبله سپی په نړۍ کې اوڅار، جایزې یې ترلاسه کړې او ان پر هغه فلمونه جوړ شول.
برازیل ولې اصلي ټرافي ترلاسه کړه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه وخت د فیفا د قانون له مخې، هر هغه هېواد چې درې ځله نړیوال جام وګټي، د جول ریمېټ اصلي ټرافي به د تل لپاره ترلاسه کوي.
برازیل په ۱۹۵۸، ۱۹۶۲ او ۱۹۷۰ کلونو کې درې ځله نړیوال اتل شو، نو فیفا اصلي ټرافي برازیل ته وسپارله.
د ۱۹۸۳ کال د ډسمبر په ۱۹مه غله د برازیل د فوټبال فدراسیون دفتر ته ننوتل، د ښیښې المارۍ یې ماته کړه او د جول ریمېټ اصلي ټرافي یې غلا کړه.
که څه هم پولیسو کلونه پلټنې وکړې، خو ټرافي بیا هېڅکله ونه موندل شوه.
پلټونکي اټکل کوي چې ښايي غلو ټرافي ویلي کړې وي او سره زر یې پلورلي وي، خو دا ادعا تر اوسه په رسمي ډول نه ده ثابته شوې.
همدې پېښې فیفا دې ته وهڅوله چې د اوسني نړیوال جام د ټرافي لپاره سخت قوانین وضع کړي او پرېکړه وکړي چې اصلي جام به هېڅ هېواد ته د تل لپاره نه ورکوي.
ځکه د نړۍ دا تر ټولو مشهور ورزشي جام یوازې د ارزښت له امله نه، بلکې د خپل تاریخي اهمیت له امله هم ځانګړې ساتنې ته اړتیا لري.




















