جې ډي وینس پر اسرائیل تور پورې کړ چې د ایران جګړې اوږدېدو لپاره امریکا کې پر عامه افکارو 'د اغېز هڅه کوي'

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, ګریس الیزا ګوډوین
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د اسرائیل حکومت پر ځینو غړو تور لګولی چې هڅه کوي په ایران کې د جګړې اوږدېدو لپاره د امریکایانو پر عامه افکارو اغېز وکړي.
وینس په هغه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، محافظه کار پوډکاسټر جو روګن ته وویل، که څه هم دی د اسرائیل حکومت په دننه کې پر ځینو کسانو باور لري، خو په خبره یې داسې نور کسان هم شته چې ''لاس وهنه کوي او هڅه کوي د جګړې د دوام لپاره د امریکا د خلکو نظر بدل کړي.''
اسرائیل حکومت د وینس دې څرګندونو ته سملاسي غبرګون نه دی ښودلی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ وویل: ''زه فکر کوم چې ولسمشر به حتماً ورسره موافق وي چې هو، بهرني هېوادونه هرومرو هڅه کوي چې د امریکا پر عامه افکارو اغېز وکړي.''
جې ډي وینس د 'جو روګن تجربې' خپرونه کې وویل چې د اسرائیل حکومت ځینو کسانو هڅه کړې چې امریکا له ایران سره د مذاکراتو له بهیره واړوي.
هغه وویل: ''زه په کلکه باور لرم چې تاسو د خبرو د بهیر د شنډولو او د احتمالي هوکړې د ناکامولو لپاره یوه ډېره پټه او خورا ښه تمویلېدونکې هڅه لیدلې ده.''
وینس زیاته کړه چې ''څرګند شواهد'' شته چې د اسرائیل ځینې مشران ''له دې هوکړې کرکه کوي.''
متحده ایالات تېره میاشت له ایران سره یوې موافقې ته رسېدلي وو چې د تفاهم یادداښت (MOU) په نوم یادېده. دې موافقې د رسمي مذاکراتو د دوام زمینه برابره کړه، په دې کې د ۶۰ ورځني اوربند یوه ماده هم شامله وه چې وروسته لغو شوه، او دغه راز د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو شرط هم پکې شامل و.
خو په دې وروستیو کې د هرمز تنګي په اړه کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی، امریکا پر ایران خپل بریدونه سخت کړي دي او تهران په سیمه کې د امریکا متحدین په نښه کړي دي.
جې ډي وینس له ایران سره په خبرو کې مهم رول لوبولی دی. ده په اپرېل میاشت کې په پاکستان کې د مذاکراتو په غونډو کې ګډون کړی و او په جون کې د تفاهم یاداښت د لاسلیک لپاره سویټزرلنډ ته هم تللی و.
وینس جو روګن ته وویل، دی د هغو کسانو له نیوکو سره ''ستونزه نه لري'' چې نوموړي یې د ''اسرائیل حکومت ځینې عناصر'' وبلل او د امریکا د دریځ مخالفت کوي. هغه زیاته کړه:
''بهرني حکومتونه هر وخت هڅه کوي چې پر نورو حکومتونو اغېز وکړي.''
خو نوموړي وویل چې اصلي اندېښنه یې دا ده چې:
''هغه څه چې ما ځوروي دا دي چې امریکایان، یعنی د امریکا مشرتابه، دې اغېزو ته اجازه ورکړي چې د هغوی پر قضاوت او پر هغو پالیسیو اغېز وکړي چې دوی یې ملاتړ کوي.''
دا د هغو نیوکو وروستۍ بېلګه ده چې مرستیال ولسمشر جې ډي وینس په دې وروستیو کې د اسرائیل پر وړاندې کړې دي، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د جګړې د پای ته رسولو لپاره له دیپلوماتیکو مذاکراتو او هم د نویو پوځي بریدونو له لارې حل لاره ومومي.
په تېر جون کې وینس د اسرائیل له سیاسي مشرانو وغوښتل، چې ځینو یې له ایران سره د اوربند د غځولو په اړه د امریکا پر هوکړې نیوکې کړې وې، چې پر ''هغه یوازیني ځواکمن متحد'' برید ونه کړي چې ''د نړۍ په کچه یې لا هم ورسره لري.''

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
امریکا او اسرائیل په فبرورۍ میاشت کې پر ایران پراخ بریدونه پیل کړل، چې په ځواب کې تهران پر اسرائیل او د خلیج په سیمه کې د امریکا پر متحدو هېوادونو بریدونه وکړل. دغه جګړه لبنان ته هم غځېدلې ده.
اسرائیل ایران د خپل شتون لپاره یو ګواښ ګڼي او غواړي چې د ایران اټومي او توغندیز پروګرامونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي، او دغه راز په ایران کې د رژیم بدلون رامنځته شي.
په همدې حال کې، د امریکا د استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ هغه طرحه رد کړه چې له مخې به یې اسرائیل ته د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې کمېدې.
دغه وړاندیز د ۳۱۴ مخالفو رایو په مقابل کې د ۱۰۴ موافقو رایو په ترلاسه کولو ناکام شو. سره له دې، یو شمېر دیموکراټو استازو د مرستو د پای ته رسولو ملاتړ وکړ، چې دا د ګوند دننه د هغه بدلون څرګندونه کوي چې پخوا یې له اسرائیل څخه بېقید او شرطه ملاتړ کاوه.





















