نورستان کې سېلابونه: د انځورونو په دې البوم کې د سېلابونو ویجاړۍ وګورئ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان په ختيځ نورستان ولایت کې دوشنبې (۲۰ جولای) د سختو سېلابونو له کبله درنه مرګژوبله اوښتې او د دې تر څنګ یې ګڼ مالي زيان یې هم اړولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې تر دې مهاله ۲۳ کسان مړه شوي، ۸۰ تنه ټپيان دي او لسګونه نور نادرکه دي.

د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې ادارې وېره څرګنده کړې چې ښايي د مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

نورستان کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې په نورستان کې د سېلاب له کبله تر دې مهاله ۲۳ کسان مړه شوي، ۸۰ تنه ټپيان دي او لسګونه نور نادرکه دي.
نورستان کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې ادارې وېره څرګنده کړې چې ښايي د مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.
نورستان کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت چارواکو ويلي چې د دوی ټيمونو د زيانونو ارزونه پيل کړې او پر سوداګرو او نړيوالو موسسو یې غږ کړی چې د ځپل شويو خلکو مرسته او ملاتړ وکړي.
نورستان کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر ټولو ډېره مرګژوبله او ویجاړي په مرکز پارون کې اوښتې، خو له نورو سیمو هم د مالي او ځاني زیانونو رپوټونه ورکړ شوي دي.
نورستان کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر سیلاب وروسته په اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاري چې اوبو ډېرې لویې ډبرې له ځان سره راوړي، د پارون پل یې نړولی او د ښار سړک هم تر ډېره تر خاورو، خټو لاندې شوی دی.
نورستان کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر زیان هم هغو ودانیو ته اوښتی چې د پارون له منځه د تېرېدونکي سیند غاړو څنډو ته جوړې شوې دي.
نورستان کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images