افغان ځوان څنګه د ایران په تېرو اعتراضونو کې ووژل شو؟

ارمان د سیلفي اخیستلو پر مهال
د عکس تشریح، هغه له ۱۵ کلونو کم عمر لاره
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

شپږ میاشتې مخکې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې یو افغان ځوان وژل شوی، خو د ایران د حکومت په رسمي شمېرو کې د افغانانو د مړینې او ټپي کېدو هیڅ یادونه نه ده شوې.

د روغتون او عدلي طب اسناد او په ایران کې د ښاروالۍ د ښخولو جواز چې د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې برخې ته رسېدلي، ښيي چې دغه افغان د مرغومي (جدي) په ۱۹مه "پر سر د مرمۍ لګېدو" له امله ټپي شوی او پنځه ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ارمان (مستعار نوم) عمر له ۱۵ کلونو کم و، په ایران کې زېږېدلی او لوی شوی و.

کورنۍ یې شاوخوا دوه لسیزې وړاندې له کاپیسا ایران ته کډواله شوې وه.

هغه کس چې په هماغه شپه د تهران په شمال ختیځ کې د البرز ولایت اړوند یوه سیمه کې له ارمان سره په اعتراضونو کې و، بي بي سي ته د دغه افغان ماشوم د ویشتل کېدو جزییات بیان کړي؛ خو د دغه کس د خوندیتابه لپاره بي بي سي یې نوم نه یادوي.

هغه وايي، ارمان د اعتراضونو د لیدلو "ډېر لېوال و" او دا یې "لومړی ځل و چې د اعتراضونو لیدو" ته وتلی و.

هغه زیاتوي: "موږ داسې نه انګېرله چې زموږ د کوڅې په سر کې به داسې پېښه وشي."

خپله دغه کس چې له دې پېښې یوه ورځ وړاندې یې هم په اعتراضونو کې برخه اخیستې وه، وايي، په هماغه شپه، د جمعې پر ورځ د مرغومي د ۱۹مې (د جنورۍ ۹مې) په لومړنیو دقیقو کې، کله چې اعتراض کوونکي په سوله ییزه توګه له کوڅې او سړکه تېرېدل، پر هغوی ډزې وشوې:

"د کوڅې سر ته لاړو، ښايي لس دقیقې هم نه وې تېرې شوې، د شپې شاوخوا ۹ بجې وې، چې ویې ویشت، جنګي مرمۍ وه."

"ژوندی و، ساه یې اخیسته او فریاد یې کاوه. د ګاونډي پارکینګ ته مو یووړ."

"د امنیتي کسانو او زموږ ترمنځ واټن یوازې یوه کوڅه وه، برېښنا وه، خو د سړک څراغونه یې مړه کړي وو، تیاره وه، خلک ولاړ وو او سیل یې کاوه، کله ناکله به یې شعارونه هم ورکول. ناڅاپه یې ډزې وکړې، درې څلور کسان پر ځمکه وغورځېدل. چې را وګرځېدم ومې لیدل یو پکې ارمان و."

د ایران په اعتراضونو کې افغانان؛ له ګډون او ملاتړه تر اندېښنو

ارمان او ملګري یې د عکس اخیستلو پر مهال
د عکس تشریح، ارمان (منځنی کس) له خپل افغان او ایراني ملګري سره له پېښې یوه شپه وړاندې سیلفي اخیستې وه.

د ایران اعتراضونه د مرغومي په ۷مه (د ډسمبر ۲۸مه) د اقتصادي ستونزو په غبرګون کې پیل شول چې ډېر ژر په ټول هېواد کې پر حکومت ضد لاریونونو بدل شول.

د پخواني پاچا د زوی رضا پهلوي له غوښتنې وروسته یو شمېر خلک بیا سړکونو ته راووتل او د مرغومي په ۱۸مه (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۸مه) د امنیتي ځواکونو په ډزو کې زرګونه اعتراض کوونکي ووژل شول.

سږ کال د مرغومي/جدي په ۱۸مه او ۱۹مه په ایران کې د اعتراضونو اوج وو.

د ایران د کورنیو چارو وزارت رسمي شمېرې په دغو دوو ورځو کې د وژل شویو کسانو شمېر "۳ زره او ۱۱۷ تنه" اعلان کړ، خو له ایرانه بهر د بشري حقونو سازمانونه د وژل شویو کسانو شمېر څو برابره زیات ښودلی.

د ایران په اعتراضونو کې د څو نورو افغانانو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي چې بي بي سي په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.

د بېلګې په توګه، د هه‌نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان د سلواغې په اتمه (د جنورۍ ۲۸مه) د څلورو هغو افغانانو عکسونه خپاره کړل چې په مشهد ښار کې په اعتراضونو کې وژل شوي وو.

په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د حکومت ډیپلوماټ یعقوب هلمندي بي بي سي ته وویل چې تر اوسه "سفارت ته په وروستیو پېښو کې د کوم افغان د وژل کېدو یا ټپي کېدو په اړه کوم راپور نه دی رسېدلی."

یو شمېر افغان فعالانو په ټولنیزو شبکو کې له ایراني اعتراض کوونکو سره همغږي او ملاتړ ښودلی؛ ځینو نورو بیا په ایران کې، په ځانګړې توګه د مرغومي له ۱۸مې د انټرنېټ د درې اونیز پرېکون پر مهال، د خپلو خپلوانو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د نېټ بلاکس ادارې په وینا، چې د انټرنیټ کاروونکي او بهیر څاري، دا پرېکون ۲۲ ورځې روان و او د ایران اړیکه له بهرنۍ نړۍ سره په بشپړه توګه شلېدلې وه.

دغه عیني شاهد د هغې شپې په اړه چې ارمان په کې ووژل شو، د پېښې په ځای کې د خپل شتون د څرنګوالي په اړه وايي:

"موږ د کثافاتو د سطلونو تر شا پټ وو، له نورو مخکې وو او مخونه مو پټ کړي وو. له مخامخ لوري د مرمۍ لګېدو امکان نه و، نه پوهېږم چې له پورته لوري یې وویشت که له کوم بل ځایه، خومرمۍ پر ارمان ولګېده. دوه سطلونه څنګ په څنګ وو، دا احتمال نه و چې له مخامخ ځایه وويشتل شي."

هغه زیاتوي: "زه ډاډه یم چې له پورته لوري ډزې وشوې، ځکه د ارمان مخې ته سطل و او دی یې تر شا ناست و."

"موږ دلته لوی شوي یوو، ځانونه له دې ځایه جلا نه ګڼو"

هغه افغان ځوان چې له ارمان سره ملګری و، زیاتوي: "موږ ځانونه له دې ځایه ډېر پردي نه ګڼو؛ دا هغه ځای دی چې موږ پکې ژوند کوو او د یو ښه ژوند لپاره دلته راغلي یوو."

هغه وویل: "هغه شپه موږ هم د اعتراض او هم د سیل لپاره وتلي وو."

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته لږ تر لږه درې میلیونه افغانان ایران ته کډوال شول، خو په ځانګړې توګه د اسراییل او ایران له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، تر دوه میلیونو ډېر افغانان چې ډېرو یې د قانوني استوګنې اسناد نه لرل، بېرته ستنېدو ته اړ شول.

د معلوماتو پر بنسټ، هغه افغان کډوال چې په وروستیو کلونو کې ایران ته تللي، د دغه هېواد کورنیو بدلونونو ته لږ پام کوي، خو د هغو کسانو وضعیت توپیر لري چې په ایران کې زېږېدلي او لوی شوي دي؛ هغوی په ځینو مواردو کې له ایرانيانو سره په اعتراضونو کې هم ملګري شوي دي.

ارمان د رپ موسیقۍ مینه وال و او تازه یې د دې سبک تمرین پیل کړی و.

پلار یې څو کاله وړاندې مړ شوی و او له خپلې مور، خوېندو او وروڼو سره یې ژوند کاوه.

د دغه عیني شاهد په وینا، ځینو هغو افغانانو چې په ایران کې لوی شوي دي، "په لاریونونو کې ګډون کاوه"؛ ان دوه کاله وړاندې د "ښځه، ژوند، ازادي" په لاریونونو کې هم ځینو برخه اخیستې وه:

"د سیمې خلکو تل له موږ سره په هر ډول شرایطو کې مرسته کړې، موږ هم کله چې ګورو هغوی مرستې ته اړتیا لري، ورسره درېږو."

په هدیره کې مسوولینو ورته ویل چې شعار به نه ورکوئ

د ارمان مور
د عکس تشریح، د ارمان مور د خپل زوی پر قبر

د ارمان ملګری وايي: "مرمۍ د هغه د سر پر یوه اړخ لګېدلې وه او د سر له شاتنۍ برخې یې وتلې وه."

مور یې په سبا له پېښې خبره شوه، خو د امنیتي مامورینو له وېرې او اندېښنې، د یوې ناروغې په بڼه روغتون ته لاړه چې خپل زوی وګوري.

ارمان بېرته په هوښ رانه‌غی، "څلور - پنځه ورځې په کوما کې و او بېرته د ویښېدو کچه یې ۳ وه."

د عدلي طب په اسنادو کې د دغه افغان ماشوم د مړینې لامل "پر سر د ګرمې وسلې د مرمۍ لګېدل"، روغتون ته د رسېدو ساعت او نېټه او د مړینې کره وخت لیکل شوی دی، چې دا ټول د دغه عیني شاهد له څرګندونو سره سمون خوري.

د ارمان ځینو ملګرو غوښتل چې د ښخولو په مراسمو کې شعارونه ورکړي، خو د هدیرې چارواکو له هغو ګوتو په شمېر کسانو چې د تدفین مراسمو ته ورغلي وو، کلکه ژمنه واخیسته چې شعارونه به نه ورکوي.

د ارمان د فاتحې او غمرازۍ مراسم په پټه په کور کې وشول.

په جومات کې ورته د فاتحې د مراسمو اجازه ورنه کړل شوه او ورته وویل شول: "د هغو کسانو لپاره چې په لاریونونو کې وژل شوي، امر شوی چې په جوماتونو او حسینیو کې د مراسمو اجازه مه ورکوئ."

د ارمان کورنۍ د ایران دولتي ادارو ته مراجعه نه ده کړې؛ په داسې پېښو کې افغان کډوال ډېر کله د خپلو نږدې کسانو لپاره له احتمالي بدو پایلو وېرېږي او له همدې امله په عمومي توګه له حق غوښتنې تېرېږي.

یاد عیني شاهد وايي، د زیانمنو شویو افغانانو هیله دا ده چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه د دوی وضعیت ته پام وکړي.