د طالبانو حکومت: پاکستان کې د ښځو پر وضعیت د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته نه دي‌ ورغلي

اسلام اباد کې د غونډې ګډونوال

د عکس سرچینه، OIC

د عکس تشریح، اسلام اباد کې د غونډې ځينې ګډونوال
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په پاکستان کې خپله نهمه نوبتي غونډه وکړه. دا ناسته د ښځو وضعیت ته ځانګړې شوې وه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، دې غونډې ته "بلل شوي" دي، خو له دوی څوک نه دي ورغلي.

د دغې غونډې موخه په اسلامي نړۍ کې د ښځو د حقونو پیاوړتیا، زدکړه، روغتیا او اقتصادي مشارکت ته وده ورکول بلل شوي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي " موږ ته بلنه راکړل شوې وه خو غوره وګڼل شوه چې دې ناستې ته کوم استازی ونه لېږو."

د طالبانو حکومت غونډې ته د نه ورتګ دلیل " د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده."

د افغانستان "بیرغ" هم د ګډونوالو هېوادونو په منځ کې و

د عکس سرچینه، OIC

د عکس تشریح، د افغانستان "بیرغ" هم د ګډونوالو هېوادونو په منځ کې و

له افغانستان پرته د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۱۹۰ لوړپوړي استازي، وزیران او د ښځو د چارو مشران د اسلام اباد د غونډې ګډونوال وو.

دا دوه ورځنۍ غونډه په اسلامي نړۍ کې د ښځو ټولنیز-اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا په لاره کې په ننګونو او حل لارو تر عنوان لاندې د پاکستان د بشري حقونو وزارت لخوا رهبري کېده.

د اسلامي همکاریو سازمان د داسې غونډو مشري هم تر راتلونکو دوو کلونو لپاره د پاکستان په غاړه شوه.

له دې مخکې مصر د ښځو اړوند د نوبتي غونډو مشري کوله.

"افغانستان کې نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګول شوي محدودیتونه دې لرې شي"

څو افغان نجونې په تور لباس کې ښوونځي ته ځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه وايي چې افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زدکړو بندیز پر روغتیايي سیستم، اقتصاد او د ملت پر راتلونکې منفي اغېز کوي.

افغانستان چې په نړۍ کې یوازینی داسې هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګیدلی او د ښځو د کار پر وړاندې ګڼ محدودیتونه دي، د دغې غونډې د ډېرو ګډونوالو په خولو وو.

په دې غونډه کې د طالبانو پر حکومت یو ځل بیا غږ وشو چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

ځينو ګډونوالو همداراز د اسلام له نظره هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې وننګولې او غوښتنه وشوه چې افغانستان کې د طالبانو حکومت دې "د خپلو خلکو د حقونو د تامین لپاره پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي."

د اسلام اباد په غونډه کې په اسلامي نړۍ کې د ښځو لپاره د زدکړو او ټکنالوژۍ په برخه کې د امکاناتو په برابرولو د کار روزګار پیل لپاره په اسانه د پورونو او مالي سرچینو پر برابرولو هم بحثونه وشول.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه به داسې پالیسي جوړوي چې د رهبرۍ په کچه د ښځو ونډه ډېره کړي.

دا چې د دغې غونډې پرېکړې څومره عملي کېږي جلا بحث دی خو پاکستان کې د ننه بیا د دې غونډې جوړول او د راتلونکو دوو کلونو لپاره مشري اخېستل یو مهم ډيپلوماټیک بري په توګه یادېږي.