"نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟

قورمه سویابین
    • Author, صدف غیاثی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي.

بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.

سویا، یوه داسې دانه چې له پروټینونو ډکه ده او د خوارځواکۍ کړکېچ په کمولو کې د هغې ځای هغسې چې باید پیژندل شوی وای، خلکو ته نه دی روښانه شوې.

په افغانستان کې سویا بین تر ننه له لویه سره د مرغانو او څارویو د خوراک په توګه کارول کېږي. خورا لږ خلک پوهېږي چې دا دانه په نړۍ کې د نباتي پروټینو یو له خورا مهمو سرچینو شمېرل کېږي او ترې د انسانانو لپاره د بېلابېلو خوراکي توکو په چمتو کولو کې، له تېلو او اوړو نیولې تر سویا شیدو او پروټیني خوړو پورې ګټه اخیستل کېږي.

ایا دا محصول کولای شي د خوارځواکۍ او پروټین د کمښت پر وړاندې د مبارزې یوه برخه وي؟ د بي بي سي راډیو (دهقان) خپرونه د ۱۴۰۵ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د لغمان ولایت د وکیل اباد کلي د سویا بینو کروندو ته سر ښکاره کړ؛ هلته چې بزګران وایي له لسو کلونو راهیسې دا بوټی کري. په پټیو کې د سویا بین بوټي په غوړېدو وو او ظاهري بڼه یې تر ډېره لوبیا ته ورته ده.

ناصر خان، د وکیل اباد کلي یو بزګر دی، وایي چې سویا بین شاوخوا لس کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د کرنې وزارت د ترویج پروګرامونو له لارې دوی ته ورکړل شوی و.

هغه د بي بي سي راډیو (دهقان) خپرونې ته وویل: "تقریباً لس کاله کېږي چې موږ دا کرو. ډېرې ګټې لري او د بزګرانو په اقتصاد کې یې مهم رول درلودلی دی."

په همدې پټي کې، ۷۳ کلن حاجي شیرین، سږکال پر درې جریبه ځمکه سویا بین کرلي دي. هغه وایي، د ده خپله کورنۍ هم له دې محصوله ګټه اخلي؛ دوی سویا بین له غنمو سره ګډوي او له اوړو یې ډوډۍ پخوي.

ولې سویا بینو ته (نباتی غوښه) وایي؟

کشتزار لوبیای سویا

سویا بین د لوړې کچې پروټین لرلو له امله کله ناکله "نباتی غوښه"نومول کېږي. د هغې دانه د ډېرو نورو حبوباتو په پرتله لوړه اندازه پروټین لري او کولای شي په غذایي رژیم کې د نباتي پروټین یوه مهمه سرچینه شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په وینا، د سویا بین وچه دانه، د هغې ډول ته په کتلو، شاوخوا له ۲۴ تر ۳۸ سلنې پروټین او له ۱۸ تر ۲۰ سلنې تېل لري. که څه هم سویا بین د غذایي ارزښت له پلوه په بشپړ ډول د غوښې ځای نه نیسي، خو د هغو کورنیو لپاره چې د بېکارۍ یا محدود لاسرسي له امله لږه غوښه کاروي، د پروټین مهمه سرچینه کېدلی شي. له سویا بین اوړه، شیدې، تېل او بېلابېل خواړه چمتو کېدلی او د افغانستان د خلکو پېژندل شویو خوړو ته، له ډوډۍ او کلچو نیولې تر پلو او قورمې پورې زیاتېدلی شي.

د لغمان په پټیو کې د خپرونې ثبتولو پر مهال زما لپاره یوه پوښتنه دا وه: ولې هغه څه چې ان د افغانستان په دننه کې تولیدېږي، لا هم د ډېرو کورنیو لپاره ناپېژندل شوی محصول دی؟

په افغانستان کې د سویا بین کښت تر کومه بریده پراخ شوی دی؟

صدف غیاثي د مرکو په حال کې
د عکس تشریح، ناصر خان (ښۍ خوا) و حاجی شیرین (کیڼ لور ته) وايي، لس کاله کېږي چې دا کښت کوي.

په افغانستان کې د سویا بین د کښت سیمې د پراخوالي په اړه مو د ملګرو ملتونو له خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارته وپوښتل.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د بي بي سي پوښتنو ته په ځواب کې ویلي چې د افغانستان ۱۲ ولایتونه: بلخ، بغلان، ننګرهار، لغمان، پروان، کاپیسا، کندز، تخار، هرات، هلمند، قندهار او خوست د دغه سازمان د سویا بین د پراختیا پروګرامونو پلې کېدو لپاره جوګه ولایتونه او په افغانستان کې د دې محصول د تولید پیژندل شوې سیمې دي. سره له دې، چې دغه اداره ټینګار کوي چې د سویا بین کښت په دغو ولایتونو پورې محدود نه دی او د هېواد په نورو سیمو کې هم ترسره کېږي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دغه بوټي کلنی تولید شاوخوا ۴۷۱۲ ټنه اټکل کېږي. د طالبانو حکومت د کرنې وزارت بي بي سي ته وویل چې د دې محصول کښت ۱۸ ولایتونو ته پراخ شوی دی. د دغه وزارت شمېرې د ۱۴۰۴ کال کې شاوخوا ۲۳۵۰ هکټاره تر کښت لاندې ځمکه او ۴۵۱۵ متریز ټنه محصول ښیې.

سویا د تودو سیمو فصلونو له نباتاتو دی چې په افغانستان کې تر ډېره په پسرلي او د اوړي په لومړیو کې کرل کېږي او د اوړي په پای یا مني کې راټولېږي. د هغې د کښت او حاصل ټولولو وخت د هوا، د تخم ډول او جغرافیایي موقعیت ته په کتلو بېلابېل دی.

دا نبات په تودو او معتدلو سیمو کې وده کوي، خو په سړو سیمو کې هم، خو شرط یې دا دی چې که توده هوا د دانو پخېدو لپاره کافي وي، د کښت وړ دی.

د افغانستان په ځینو سیمو کې سویا د غنمو له حاصل ټولولو وروسته د دویم کښت په توګه هم کرل کېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې په افغانستان کې د سویا بینو د تولید بهیر د پراختیا ملاتړ کړی دی؛ د مناسبو تخمونو له ورپېژندلو او بزګرانو ته له روزنې نیولې تر د تخم او سرې وېشلو او د تولیدونکو، بازار او پروسس مرکزونو ترمنځ د اړیکې رامنځته کولو پورې ټولو برخو کې د کروندګرو لاسنیوی شوی دی.

د سویا بین څه باندې ۱۵ ډولونه د افغانستان د ملي تخمونو اډانې ته هم ور زیات شوي او دغه سازمان د افغانستان په بېلابېلو اقلیمي سیمو کې له ګاونډیو هېوادونو د لسو نورو ډولونو په ازمویلو بوخت دی.

ولې سویابین د خلکو تر دسترخوانه نه دي رسېدلي؟

سویابین پروسس
د عکس تشریح، پروسس شوي سویا بین چې تر ډېره له دې ډول پروسس یې سلاد جوړېدای شي یا مکروني ته ورزیاتېدلی شي.

ایا سویا بین چې همدا اوس د افغانستان په دننه کې کرل کېږي، کولای شي د پروټین د کمښت او خوارځواکۍ پر وړاندې د مبارزې یوه برخه وي؟ او که داسې وړتیا لري، ولې یې لا خو د ډېرو افغان کورنیو پر دسترخوان خپل ځای نه دی موندلی؟ دا پوښتنه مو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له کارپوهانو وپوښتله. د هغوی ځواب دا دی چې د یوه محصول یوازې غذایي ارزښت د خلکو دسترخوان ته د هغې تر رسېدلو لپاره کافي نه دی.

د اېف اې او FAO په وینا، ستونزه یوه ځنځیري بهیر ته رسېږي، خلک له سویا بین او د هغې د پخولو له بڼې کافي معلومات نه لري؛ په پایله کې د غوښت کچه ټیټه ده.

د ټیټې کچې غوښتنه د هغې پر پروسس او پلور کې پانګونه محدودوي او د چمتو شویو محصولاتو کمښت د دې لامل کېږي چې خلک لږ له سویا بین سره مخ شي. باکیفیته تخم ته محدود لاسرسی، د حاصل ټولولو او زېرمه کولو وسایل، د غذایي مصونیت معیارونو مراعاتول او د بزګرانو، پېرودونکو او فابریکو ترمنځ کمزورې اړیکه یې نورې ننګونې دي.

دا سازمان د وضعیت بدلولو لپاره یوازې د تولید پر زیاتوالي پام نه دی ساتلی. دا سازمان وایي په ۱۲ ولایتونو کې یې له درې زرو زیاتو ښځو ته د سویا بین د غذایي ارزښت، پروسس او پخولو طریقو په اړه روزنه هم ورکړې ده.

په دغو روزنو کې ښځو زده کړي چې له سویا بین اوړه، شیدې او غوړي چمتو کړي او هغه په پیژندل شویو خوړو لکه بولاني، سمبوسو، پکوړو او قورمه کې وکاروي. موخه دا ده چې سویا بین د یوه بشپړ پردي خواړه په توګه د افغانانو پخلنځي ته ور نه شي، په هغو خوړو کې وکارول شي چې خلک لا وار دمخه ورسره اشنا دي.

محصول شته، بازار چیرې دی؟

پلورنځي- غذایی توکي

په لغمان کې بیا د بزګرانو اصلي اندېښنه بازار دی. ناصر خان وایي: "هر څه چې وکري، بازار یې مهم دی."

بزګران وایي سوداګر د هغوی د سویا بینو یوه برخه پېري او کابل او نورو سیمو ته یې لېږدوي. یوه اندازه د شیدو تولید او د غواګانو او چرګانو د خوراک لپاره هم کارول کېږي، خو د نخودو، لوبیا یا ماش برعکس، سویا بین تر اوسه د عامه توکي په توګه دیو مشخص او پېژندل شوي بازار درلودونکی نه دی.

هغوی د ځانګړي بازار جوړېدو، په لغمان کې د پروسس مرکز او ان د سویا بینو د نندارتون جوړولو غوښتونکي دي چې سوداګر محصول وګوري او خلک له هغو خوړو سره اشنا شي چې ترې چمتو کېدای شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو مسلکي سلاکار امان امانیار د بي بي سي دهقان خپرونې ته وویل چې دمګړۍ شاوخوا لس شرکتونه په افغانستان کې د سویا بینو په برخه کې فعالیت کوي.

له هغې شمېرې په بلخ کې "مفید ګروپ" چې د هغه په وینا په دې برخه کې تر ټول لوی فعال شرکت دی، بزګرانو ته د سویا بینو تخم ورکوي، د هغوی محصول پېري او ترې تېل او د څارویو خوراک لپاره کنجاړه تولیدوي.

په پروان کې، "پروان بوستان" شرکت له سویا بینو اوړه تولیدوي او په کاپیسا کې "دهقان اسیست" شرکت د تېلو، کنجاړې او اوړو په تولید کې فعالیت لري. په ننګرهار کې هم "تغییر احساس" شرکت دې ډګر ته رامخې ته شوی دی.

په زړه پورې دا ده چې په لغمان کې د سویا بینو په اړه د دهقان راډیویي خپرونې له خپرېدو وروسته، د بلخ یو شمېر بزګرانو له موږ سره اړیکه ونیوله او خپرونې ته یې بلنه ورکړه چې په هغه ولایت کې هم د سویا بین له پټیو او د پروسس له مرکزونو لیدنه وکړو. له دغه درکه موږ پوه شوو چې د بلخ بزګران هم د سویا بین په کښت کې غښتلی لاس لري.

د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه کې د سویا بینو ونډه

د یوه ماشوم لاس

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي سویا بین کولای شي د هغو کورنیو د غذایي تنوع په زیاتوالي کې مرسته وکړي چې ورځني خواړه یې تر ډېره په غله جاتو متکي دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان څېړنو ښودلې چې هغه ماشومان چې له څلورو غذایي بڼو یا لږو تغذیه کېږي، ۲.۷ برابره زیات له هغو ماشومانو چې خورا متنوع خواړه لري، د حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ کېږي.

سره له دې چې FAO ټینګار کوي، سویا بین که څه هم په یوازې سر د خوارځواکۍ حل لاره نه ده، خو د هغو کسانو لپاره چې غوښه نه‌شي پېرلی، غوره نباتي خواړه دي. دا محصول کولای شي د نورو متنوع خوړو ترڅنګ، د کورنیو د غذایي رژیم د کیفیت په ښه کولو کې مرسته وکړي، خو هغه ماشومان چې په حاده خوارځواکۍ اخته دي هم تخصصي ارزونې او درملنې ته اړتیا لري.

د افغانستان د کرنې وزارت وایي په تېرو کلونو کې له پروسس شوي سویا بینه په تغذیې پورې اړوندو پروګرامونو کې هم ګټه اخیستل شوې او ترې شیدې، اوړه، کلچې او ډوډۍ چمتو شوې ده.

دانې
د عکس تشریح، د سویابینو دانې چې له پخولو وړاندې باید پاکې او لمدې شي.

په اتلسو ولایتونو کې د سویا بینو د بزګرانو لپاره خبره خورا اسانه ده: هغوی یو داسې محصول لري چې غواړي ورته پېرودونکی ومومي.

د ۱۴۰۵ په چنګاښ میاشت کې د خپرونې د ثبت پر مهال، بزګرانو د یو کیلو سویا بینو بیه شاوخوا ۶۰ افغانۍ یادوله، څه چې نږدې د سرې لوبیا د بیې نیمایي او د یوه کیلو غوښې په پرتله اووه برابره ارزانه ده.

ناصر خان وړاندیز کوي چې مرستندویه بنسټونه دې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ ماشومانو لپاره له سویا بسکټ او کلچې جوړې کړي او د کورني تولید اخیستلو فکر دې وکړي: "له یوې خوا بزګر ته ګټه رسېږي، له بلې خوا د هغه چا لپاره چې بې‌وزلی دی او غوښې او تقویه کوونکو خوړو ته لاسرسی نه لري."

په یوه داسې هېواد کې چې د کرنیزو محصولاتو له ښه حاصل سره سره، میلیونونه کسان لا هم مغذي خوړو ته له کافي لاسرسي په څنډه پاتې دي، دا وړاندیز یوه خورا مهمه پوښتنه راولاړوي: ایا کېدای شي د سویا بینو د کورني تولید، د هغې د پلور بازار او د زیان منونکو کورنیو د غذایي اړتیا ترمنځ یوه اغېزناکه اړیکه رامنځته شي؟ په وکیل اباد کې د حاجي شیرین او ناصر خان لپاره، سویا بین نور نوی محصول نه دی؛ شاوخوا یوه لسیزه کېږي چې هغه کري، خوري یې او پلوري یې.