BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • بېړۍ

    ژوندۍ پاڼه, پر ايران د امريکا ۱۲مې شپې بريدونه؛ حوثيانو ادعا کړې چې د سعودي عرب پر دوو بېړيو يې بريدونه کړي

    د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) وايي، د ايران پر ضد يې د پرلپسې دولسمې شپې لپاره د هوايي بريدونو يو بل پړاو ترسره کړی دی. بل لور، د برېتانيا د سمندري عملياتو ادارې خبر ورکړی چې د سعودي عرب او يمن اوبو کې يوه تېلو لېږدونکې بېړۍ په نښه شوې ده. څو شېبې وروسته د یمن حوثيانو ادعا وکړه چې د سعودي عرب پر دوو د تېلو لېږدونکو بېړيو يې بريدونه کړي دي. د دوی په وينا، دې بېړيو هڅه کوله هغه سمندري محاصره ماته کړي چې حوثيانو لګولې ده.

  • خیبر پښتونخوا کې یو لارۍ موټر د سېلاب له منځه تېرېږي

    خیبرپښتونخوا او پنجاب کې سېلابونه: د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږ۴۳ کسان مړه شوي

    د پاکستان پنجاب او خیبرپښتونخوا کې پېښو ته د رسېدو (د ناورین د مدیریت) ایالتي ادارو د وروستیو باراني څپو او سېلابونو له کبله په رامنځته شویو پېښو کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو جزییات خپاره کړي دي. رپوټونو کې ویل شوي چې په دغو ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله په رامنځته شویو پېښو کې په ټولیز ډول لږترلږه ۴۳ کسان مړه او له ۱۷۷ ډېر نور ژوبل شوي‌ دي.

  • د راپورونو له مخې، د دې تړون له مخې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل سعودي سیال محمد بن سلمان ته داسې شرط نه دی ایښی چې اسرائیل به په رسمیت وپېژني.

    امریکا او سعودي عرب د اټومي پروګرام په اړه تاریخي تړون لاسلیک کړ

    امریکا او سعودي عرب یو مهم تړون لاسلیک کړ چې د راپورونو له مخې به خلیجي مملکت ته اجازه ورکړي، چې خپل ملکي اټومي پروګرام ته پراختیا ورکړي. دا تړون د ''سولېیزې اټومي همکارۍ تړون'' په توګه یاد شوی، چې د امریکا د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې به د سعودي عرب د اټومي انرژۍ په پروګرام کې امریکايي شرکتونو ته ''پراخ لاسرسی'' برابر کړي.

  • نورستان

    نورستان کې سېلابونه: ملګري ملتونه وایي، تر دې دمه څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي

    ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۳" کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.

  • یوې څنډې ته دوه مېرمنې ناستې دي

    د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې

    د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • نورستان
  • Kabul
  • floods
  • نورستان
  • Fans
  • برید
  • ټرافي
  • نایجېریا کې یوه ښځه درې ټایره رېکشه چلوي
  • افغانان پېښور کې
  • چابهار

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي