BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • مارکو روبيو

    ژوندۍ پاڼه, مارکو روبیو: د ایران پر وړاندې يرغليز پړاو پایته رسېدلی، تهران باید د خبرو اترو مېز ته راستون شي

    د امریکا دفاع وزیر ویلي، که څه هم په هرمز تنګي کې بریدونه شوي دي، خو د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ اوربند "لا هم پای ته نه دی رسېدلی".‌ پېټ هیګسیټ یوې خبري غونډې ته وویل،‌ چې ایران په هرمز تنګي کې د "نړیوالې باج‌اخیستنې" هڅه کوي. بله‌ خوا، ایران مخکې خبرداری ورکړی و چې: "موږ لا تر اوسه پیل نه دی کړی."

  • په کیېف کې يو ګادي سوځي

    د مسکو او کيېف د اوربند له وړانديزونو مخکې د روسیې بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي

    په اوکرايين کې د دروسيې بریدونو له کبله له ۲۰ زيات کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې مسکو او کيېف په جلا توګه د یو اړخيزو اوربندونو وړانديزونه کړي دي. په زپوريژيا کې چارواکو ويلي د روسیې په هوايي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي. د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېسنکي دا "بې رحمانه ترهګريز برید" بللی دی. نوموړي ويلي پنځه تنه په کراماتورسک او څلور په دنيپرو کې وژل شوي دي.

  • مولانا ادریس

    پښتونخوا کې دیني عالم مولانا محمد ادریس یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی، دی څوک و؟

    د خيبر پښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې د سې‌شنبې په ورځ یو مشهور دیني عالم شیخ‌الحدیث مولانا محمد ادریس په 'هدفي برید' کې ووژل شو. د پولیسو په وینا، ناپېژاندو وسله‌والو د چارسدې ولسوالۍ د اتمانزو په سیمه کې د مولانا ادریس پر موټر برید وکړ چې له امله یې د هغه دوه ساتونکي هم ټپیان شول.

  • جرګه

    د کونړ، باجوړ او مومندو قومي مشرانو د سولې تړون وکړ

    د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو د کونړ ولایت او باجوړ او مومندو ضلعو یا ولسوالیو قومي مشرانو د سولې او امن ګډ ولسي تړون کړی او د دواړو خواوو له حکومتونو غوښتنه شوې چې خپل ځواکونه مخکنیو ځایونو ته په شا کړي. په دې تړون کې راغلي چې دواړو غاړو حکومتونه د خپلو سیمو د امنیت ساتلو مسؤولیت پر خپله غاړه لري او که جګړه کیږي نو ولسي خلک دې نه په نښه کوي.

  • ملل متحد

    د هرمز تنګي تړل کېدو له امله افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لګښت "دری برابره" زیات شوی

    د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ويلي چې د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړيوال بازار کې د تېلو بيو لوړېدو له کبله افغاستان ته د مرستندويه خوراکي توکيو د لېږد لګښت دری برابره زيات شوی دی. د یادې ادارې مشر د بریتانيا ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې تعذيوي بېکېسټونه اوس د هرمز تنګي پر ځای له اوو هېوادونو تېرېږي او د دوبۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

لنډې ویډیوګانې

  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي