BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د حکومت‌پلوه لاریونکو انځور چې د ایران بیرغونه ورسره دي.

    ولې ځينې ایرانیان وېرېږي چې اوس رژیم پياوړی او له دوی غچ اخیستلو ته چمتو شوی دی؟

    هماغه رژيم لا هم په واک کې دی او تېښته ترې ناشونې ده. که په موټر کې یې او که پلی خو چې هر چېرې ځې، دوی په مخه درځي. که راډيو اورې او که تلویزون ګورې نو یا به د وژل شوو مشرانو څېرې وینې او یا د اوسنیو واکمنو مخونه او غږونه. هر ځای دوی نه ډک دی. لومړی اعتراضونه وشول، بیا جګړه شوه، بیا اوربند وشو خو د ایران اسلامي جمهوري نظام و نه پرځېد او پر خپل ځای مېخ پاتې شو.

  • ایران

    ژوندۍ پاڼه, سېنټکام: د امریکا دوه جنګي او دوه سوداګریزې بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي، دوه الوتکې لېږدونکي بېړۍ یې چې پر رهبري‌ شویو توغندیو سمبال دي،‌ د هرمز تنګي له لارې فارس خلیج ته ننوتې دي.سېنټکام زیاته کړې، دوې تجارتي بېړۍ هم چې د امریکا بیرغ پرې لګېدلی و، د دغو جنګي بېړیو په ملاتړ په بریالیتوب سره له هرمز تنګي تېرې شوې. ورمخکې د ایران سمندري ځواکونو ویلي وو چې د هرمز تنګي محدودې ته یې د امریکا د الوتکو لېږدونکو بېړیو د ورننوتلو مخه نیولې ده.

  • xx

    ولې پر ټولنیزو رسنیو یو پوسټ په خلیجي هېوادونو کې د زندان یا ايستل کېدو لامل کېدی شي؟

    په تېرو دوو مياشتو کې د ايران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې د خليج هېوادونو هغه کسان نيولی، محاکمه کړي او شړلي چې د ملي امنيت پر ضد د زيان رسوونکو مطالبو په خپرولو تورن شوي دي. چارواکو نوي فرمانونه صادر کړي، قضايي لارې یې محدودې کړې او شته قوانين لکه د تابعيت لغوه کول یې پلي کړي دي.

  • د پاکستان سوپر ليګ

    کرېکټ: پېښور زلمي د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

    د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) پايلوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې د حيدراباد کېنګز ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د دغه ليګ سږنۍ اتلولي یې وګټله. دا دويم ځل دی چې پېښور زلمي د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ ګټي.

  • A white rectangular Starlink device rests inside a brown cardboard box. The hands of a person wearing thin blue plastic gloves and dark clothing are touching it at the edges, as if lifting it out of the box.

    څنګه د انټرنېټ بندیز ماتولو لپاره د سټارلېنک ټېکنالوژي په پټه ایران ته قاچاقېږي؟

    د بشري حقونو یوه سازمان د تېرې جنورۍ په میاشت کې اټکل کړی و چې په ایران کې د سټارلېنک بکسو شمېر ښايي پنځوس زرو ته رسېږي او داسې ښکاري چې له هغې وروسته به یې دا شمېر لا زیات شوی وي. تېر کال، د ایران حکومت داسې قانون تصویب کړ چې د سټارلېنک وسایلو کارول، پېرودل او پلورل تر دوو کلونو پورې د بند سزا لري.

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي