BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ملګرو ملتو د طالبانو له حکومته د دریوو خبریالانو د نیول کېدو د « قانوني بنسټ» په اړه سپیناوی غوښتی
په افغانستان کې دملګرو ملتو استازولۍ(یوناما) د طالبانودحکومت لخوا "د نامعلومه تورونو" له امله د دریوو خبریالانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده. دا کسان چې څو ورځې وړاندې نیول شوي، یوناما نن (پنجشنبه) یوې اعلامیې کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر هغوی د لګېدلو تورونو په اړه معلومات ورکړي.
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: د امریکا او چین اړیکې به "تر بل هر وخت ښې" شي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په سهار وویل چې د هغه هېواد اړیکې به له چین سره "تر بل هر وخت ښې" وي. نوموړي دا خبرې په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د خبرو پر مهال وکړې. ټرمپ د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه د چین پلازمېنې ته رسېدلی و. دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر بلل کېږي، چې هغه مهال یې هم خپله ټرمپ سفر کړی و.
"د ایران- امریکا جګړه کې میلیونونه افغان کډوال 'هېر شوي' قربانیان دي"
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د جګړې له امله تر ډېره 'پټ' او 'هېر شوي' قربانیان ګڼل کېږي. ددې شورا عومي منشي جان ایلګنډ پر اېکس یوه اوږده پیغام کې لیکلي، کله چې جګړه پیل شوه، بېشمېره افغانان په ودانیزو چارو او نورو غیر رسمي کارونو کې بوخت وو. اوس چې عاید کم شوی او انفلاسیون زیات شوی، هغوی خپلو کورنیو ته خواړه او اړتیا وړ شیان نه شي چمتو کولی او نه هم د کور کرایه ورکولی شي.
د کنډوالو له خاورو د خښتو جوړول: د غزې دوو خویندو نړیواله جایزه وګټله
د غزې تړانګې دوو تنکیو خویندو د چاپېریال په برخه کې یوه نړیواله جایزه ګټلې ده، ځکه هغوی له کنډوالو د بیا کارېدونکو خښتو د جوړولو پروژه جوړه کړې ده او ویلي یې دي چې غواړي "ویجاړۍ پر یو ګټور شی واړوي".
نتنیاهو وايي له ایران سره د جګړې پرمهال یې په 'پټه اماراتو ته سفر' کړی
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي له ایران سره د جګړې پر مهال یې په پټه عربيم متحده اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي دي. د نتنیاهو دفتر ویلي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر او د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ترمنځ دا لیدنه د "تاریخي پرمختګ" لامل شوې ده.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
عراق کې افغان کارګر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي
بي بي سي موندلې چې د عراق په زندانونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هغوی چې دغه هېواد ته په ناقانونه ډول تللي، ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله یې حالت سخت شوی.د طالبانو حکومت د بهرنیانو چارو وزارت سرچینو بي بي سي ته ویلي، د مولوي شفیق الله په نوم یو استازی یې دوه اوونۍ وړاندې بغداد ته رسېدلی خو "دا چې د عراق نوي حکومت تازه په کار پیل کړی دوی نه دي توانېدلي چې له عراقي چارواکو سره وګوري."
چین ته د ولسمشرټرمپ له سفره، تمې څه دي؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جي پېنګ دواړه له دغه سفره د مثبتو پایلو هیلې لري. د نړۍ د دوه سترو قدرتونو د ولسمشرانو تر منځ دا لیده کاته په نړۍ کې د دوه ډېرو مهمو سفارتي ناستو څخه حسابېږي. په نړیوالو اړیکو کې که څه هم دا دواړه مشران ستر سیالان باله شي خو ټرمپ چین ته له روانېدو مخکې په خپلو خبرو کې شي جي پېنګ دوست وباله او ویې ویل " دا به ډېر په زړه پورې سفر وي"
'افغانستان کې د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي'
د افغانستان بانک په یوه تازه اقدام کې او له نږدې پنځه کلونو انتظار وروسته هغو کمپنیو او شرکتونو ته د خپلو ضمانتونو د ورکولو پرېکړه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره یې خپلې پیسې امانتې اېښې وې. په عادي ډول حکومتونه د لویو پروژو د پلي کولو په تړاو له کمپنیو د ضمانت په توګه امانتې پیسې اخلي او پروژو کې د کومو ستونزو رامنځته کېدو پرمهال بیا ترې ګرځول کېږي.
کابل کې د روږدو د درملنې مرکز کې د وژل شوو کورنۍ: باید له پاکستانه د "دغه جنایت" پوښتنه وشي
په یوه باراني ورځ او ساړه سهار مسعوده د کابل په شمال لوېدیځ کې پر غونډۍ جوړې هدیرې کې د خپل کشري ورور میرویس قبر ته دعا ته ور روانه ده. میرویس له هغو لږترلږه ۲۶۹ کسانو و چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ووژل شول.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۴ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۴ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































