چین ته د ولسمشرټرمپ له سفره، تمې څه دي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د چین پلازمینې بېجېنګ په تیانانمن تاریخي څلورلاري کې د عادي ورځو خلاف ډېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او داسې ښکارېدل چې په چین کې د امریکا د ولسمشر د هر کلي لپاره له څه مودې راهیسې په پراخه کچه پټ چمتوالی روان و.
چین ته د ډونلډ ټرمپ دوه ورځني سفر په لړ کې د دوه اړخیزو ناستو ور ها خوا، دولتي میلمستیا او هېون په نوم مشهور شاهي عبادتځای ته تګ هم په پام کې نېول شوی. دغه ځای ته بالعموم ولسمشران، بادشاهان او یا مسولین د خپل ښه راتلونکي لپاره د دعا لپاره ورځي.
څه چې روښانه دي هغه دا دي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپينګ دواړه له دغه سفره د مثبتو پایلو هیلې لري. د نړۍ د دوه سترو قدرتونو د ولسمشرانو تر منځ دا لیده کاته په نړۍ کې د دوه ډېرو مهمو سفارتي ناستو څخه حسابېږي.
د چارشنبې پر ورځ چین ته له روانېدو مخکې ښاغلي ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دی به د ولسمشر شي جینپينګ سره د ایران په اړه هم "اوږدې خبرې وکړي" خو زیاته یې کړه " فکر نه کوم موږ یې مرستو ته اړتیا ولرو."
په نړیوالو اړیکو کې که څه هم دا دواړه مشران ستر سیالان باله شي خو ټرمپ په خپلو خبرو کې ښاغلی شي دوست وباله او ویې ویل " دا به ډېر په زړه پورې سفر وي او ډېر ښه څه پېښېدونکي دي."
د ایران جګړې له کبله نږدې دوه میاشتې ځنډیلی سفر

د عکس سرچینه، Reuters
د ډونلډ ټرمپ او شي جینپينګ تر منځ دا ناسته په لومړیو کې د مارچ په ۳۱مه پلان وه خو پر ایران د اسرائیلو او امریکا د بریدونو له کبله نږدې دوه میاشتې وځنډېده.
د ایران جګړې له پیل شاوخوا دوه اونۍ وروسته ډونلډ ټرمپ د مارچ په نیمايي کې اعلان وکړ چې له شي جینپينګ سره لیدل ځنډوي ځکه د هغه په ټکو " د جګړې پر مهال باید په هېواد کې وي."
ټرمپ هغه مهال وویل " زه غواړم چې همدلته وم او باید هم دلته پاتې شم ځکه نو ما وړاندیز وکړ چې دا ملاقات یوه میاشت وځنډول شي."
په چین کې سره له دې چې دغه سفر ته چمتوالی روان و خو رسمي اعلان یې یوازې څو ورځې مخکې وشو، په داسې بڼه لکه ځينې مشران چې د امنیتي ستونزو له کبله ځینې سفرونه وار له مخه نه اعلانوي. په داسې حال کې چې د ټرمپ دا سفر له خاص اهمیته برخمن دی نوموړی بالاخره د چارشنبې پر ورځ د چین پر وخت ماښام مهال شاوخوا اته بجې بېجېنګ ته ورسېد.
د چین مرستیال ولسمشر هان جېنګ په هوايي ډګر کې د دغې ځانګړي میلمه هر کلی وکړ او د ښه راغلاست لپاره یې سرې غالۍ غوړول شوې وې. هان تېر کال د ټرمپ د لوړې مراسمو کې هم د چین په استازولی ګډون کړی و.
د ایران په اړه د چین رول

د عکس سرچینه، Reuters
له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه اوس دریمې میاشتې ته ننوتي، چېن په ټوله دې موده کې پټ په پټه د دریمګړي هڅه کړې او له پاکستان سره په ګډه یې په سوله ییز ډول د دغې شخړې د پای ته رسولو په لار کې ځان مخکښ ښودلی.
د تېرې مارچ په میاشت کې بېجېنک او اسلام اباد یوه پنځه ماده ییزه طرح وړاندې کړه چې موخه یې اوربند او د هرموز تنګي پرانېستل وو. د پردې تر شا چینايي چارواکي هڅه کوي چې ایران خبرو ته وهڅوي او ورته زمینې برابرې کړي. دې کې شک نشته چې چین خپل اقتصاد ته د ورپېښ زیان له کبله هم د جګړې درېدو پر لټه کې دی ځکه چې دغې جګړې د چین پر تولیداتو او بې کارۍ وار له مخه اغېزې کړي دي.
په ټوله کې ایران د چین له مهم ډيپلوماټيک ملاتړه برخمن هېواد بلل کېږي او چین د دغې هېواد د تېلو ډېر مهم او ستر پیریدونکی دی.
خو د دغې سفر له پیله مخکې چې کله د جګړې پای ته رسولو لپاره د چین د همکارۍ په اړه له ډونلډ ټرمپ پوښتنه وشوه هغه ورته په ځواب کې وویل چې " په دې برخه کې موږ ښايي د چین مرستې ته اړتیا ونه لرو."
مهمې سوداګریزې خبرې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
چین او امریکا تېر کال د سوداګرۍ په ډېرو برخو کې سخت سیالان ښکاریدل چې د نړیوال اقتصاد بنسټونه یې لړزولی شوای. ډونلډ ټرمپ د امریکا په تر ټولو ستر سوداګریز شریک څو ځلې مالیې لوړې او ټیټې کړې ان کله خو دا مالیه له سل سلنې هم واوښته.
خو چین یې په ځواب کې امریکا ته د معدني منرالونو صادرات او له دغې هېواده د کرنیزو محصولاتو واردات کم کړل چې نېغ په نېغه یې هغه کسان اغېزمن کړل چا چې ټرمپ ته رایې ورکړې وې.
د ۲۰۲۵م کال اکتوبر میاشت کې په سویلي کوریا کې د شي جینپينګ او ټرمپ تر منځ له ناستې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ نندرۍ تر یوې زیاتې کچې کمې شوې.
په بېجېنګ کې د تازه ناستې وروسته هم چې تمه کېږي په ډېرو سوداګریزو مسایلو به هم پکې خبرې وشي د لا ښو پایلو هیلې کېږي.
تمه ده چې د امریکا ولسمشر به چین دې ته وهڅوي چې د امریکا کرنیز محصولات ډېر وپیري او همداراز په چین فشار راوړي چې دوی له هغو لارو چارو لاس واخلي چې ټرمپ ته د لا ډېرو مالیو وضع کولو زمینې برابروي. اټکل کېږي چې امریکايي لوري ته به دا کار ډېر اسانه نه وي.
د روېټرز خبري اژانس په حواله د امریکا حکومت په دې سفر کې د ځینو لویو شرکتونو مالکانو له ډلې یې اېن ویډیا، اېپل، اېکسن، بوېنګ مشران هم وربللي دي.
که څه هم چین د ډونلډ ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پرتله د امریکا سره اوس پر سوداګرۍ کمه تکیه کوي خو له دې سره به ولسمشر شي جینپينګ هڅه وکړي چې دا ناسته بریالۍ وي ځکه چې چین په نړیوال اقتصاد کې ثبات ته ډېره اړتیا لري.
چین دا مهال له ۱۲۰ ډېرو هېوادونو مهم سوداګریز ملګری بلل کېږي خو له امریکا سره د ګټې وټې سوداګري یې لا هم د سر لومړیتوب دی.





















