BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ او شي جینپینګ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: د امریکا او چین اړیکې به "تر بل هر وخت ښې" شي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په سهار وویل چې د هغه هېواد اړیکې به له چین سره "تر بل هر وخت ښې" وي. نوموړي دا خبرې په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د خبرو پر مهال وکړې. ټرمپ د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه د چین پلازمېنې ته رسېدلی و. دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر بلل کېږي، چې هغه مهال یې هم خپله ټرمپ سفر کړی و.

  • iran

    "د ایران- امریکا جګړه کې میلیونونه افغان کډوال 'هېر شوي' قربانیان دي"

    د ناروې د کډوالو شورا وايي، په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د جګړې له امله تر ډېره 'پټ' او 'هېر شوي' قربانیان ګڼل کېږي. ددې شورا عومي‌ منشي جان ایلګنډ پر اېکس یوه اوږده پیغام کې لیکلي، کله چې جګړه پیل شوه، بې‌شمېره افغانان په ودانیزو چارو او نورو غیر رسمي کارونو کې بوخت وو. اوس چې عاید کم شوی او انفلاسیون زیات شوی، هغوی خپلو کورنیو ته خواړه او اړتیا وړ شیان نه شي چمتو کولی او نه هم د کور کرایه ورکولی شي.

  • A shot of Netanyahu from the shoulders up, wearing a dark suit with a white shirt and a light blue tie. He has a small pin of the Israel flag on his lapel. Behind him is a plain blue background with part of the Israel flag to the left.

    نتنیاهو وايي له ایران سره د جګړې پرمهال یې په 'پټه اماراتو ته سفر' کړی

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي له ایران سره د جګړې پر مهال یې په پټه عربيم متحده اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي دي. د نتنیاهو دفتر ویلي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر او د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ترمنځ دا لیدنه د "تاریخي پرمختګ" لامل شوې ده.

  • ارشیف انځور

    بلوچستان کې د یوه جګړن په ګډون پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي

    د پاکستان بلوچستان ایالت په دوو بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې اوه وسله‌وال وژل شوي او د پاکستاني پوځ د یوه جګپوړي افسر 'جګړن' په ګډون پنځه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

  • د تړون لاسلیکول

    هندي کمپنۍ افغانستان سره د صادراتو او ورداتو معیاري کولو کې مرسته کوي

    افغانستان کې د طالبانو حکومت له یوې خصوصي هندۍ کمپنۍ سره د واردېدونکو او په کور دننه تولیدیدونکو توکو د معیار او کیفیت برخه کې د څه د پاسه ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې دا هندۍ کمپنۍ به په نهو بندرونو او کابل کې معیاري لابراتوارونه جوړوي. د طالبانو حکومت د معیار او کیفیت ادارې مشر هیله ښودلې چې سوداګر د لوړ کیفیت توکي تولید او له نورو هېوادونو هم ښه کیفیت لرونکي توکي افغانستان ته راوارد کړي.

لنډې ویډیوګانې

  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان
  • Keyframe #1
  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟
  • Bannu
  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • بغداد

    عراق کې افغان کارګر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

    بي بي سي موندلې چې د عراق په زندانونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هغوی چې دغه هېواد ته په ناقانونه ډول تللي، ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله یې حالت سخت شوی.د طالبانو حکومت د بهرنیانو چارو وزارت سرچینو بي بي سي ته ویلي، د مولوي شفیق الله په نوم یو استازی یې دوه اوونۍ وړاندې بغداد ته رسېدلی خو "دا چې د عراق نوي حکومت تازه په کار پیل کړی دوی نه دي توانېدلي چې له عراقي چارواکو سره وګوري."

  • Trump

    چین ته د ولسمشرټرمپ له سفره، تمې څه دي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جي پېنګ دواړه له دغه سفره د مثبتو پایلو هیلې لري. د نړۍ د دوه سترو قدرتونو د ولسمشرانو تر منځ دا لیده کاته په نړۍ کې د دوه ډېرو مهمو سفارتي ناستو څخه حسابېږي. په نړیوالو اړیکو کې که څه هم دا دواړه مشران ستر سیالان باله شي خو ټرمپ چین ته له روانېدو مخکې په خپلو خبرو کې شي جي پېنګ دوست وباله او ویې ویل " دا به ډېر په زړه پورې سفر وي"

  • د افغانستان بانک ودانۍ

    'افغانستان کې د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي'

    د افغانستان بانک په یوه تازه اقدام کې او له نږدې پنځه کلونو انتظار وروسته هغو کمپنیو او شرکتونو ته د خپلو ضمانتونو د ورکولو پرېکړه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره یې خپلې پیسې امانتې اېښې وې. په عادي ډول حکومتونه د لویو پروژو د پلي کولو په تړاو له کمپنیو د ضمانت په توګه امانتې پیسې اخلي او پروژو کې د کومو ستونزو رامنځته کېدو پرمهال بیا ترې ګرځول کېږي.

  • د طالبانو حکومت یو امنیتي کس کلاشينکوف په لاس دریشي کړی ولاړ دی، تر څنګ یې د سرې میاشتې رضاکاران یو تابوت عیدګاه جومات ته لېږدوي.

    کابل کې د روږدو د درملنې مرکز کې د وژل شوو کورنۍ: باید له پاکستانه د "دغه جنایت" پوښتنه وشي

    په یوه باراني ورځ او ساړه سهار مسعوده د کابل په شمال لوېدیځ کې پر غونډۍ جوړې هدیرې کې د خپل کشري ورور میرویس قبر ته دعا ته ور روانه ده. میرویس له هغو لږترلږه ۲۶۹ کسانو و چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ووژل شول.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۱۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۳ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۳ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي