BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ټرمپ: د چین ولسمشر د هرمز تنګي پرانستلو د مرستې وړاندیز وکړ او ژمن شو چې د ایران پوځي ملاتړ به نه کوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل د چین ولسمشر شي جینپینګ وړاندیز کړی چې چین به د هرمز تنګي په پرانیستلو کې مرسته وکړي او ټینګار یې کړی چې د امریکا او اسرائیلو پر ضد جګړه کې به ایران ته پوځي تجهیزات ونه لېږي. شي جینپینګ وویل چې له ټرمپ سره یې پر یوې نوې لیدلارې موافقه کړې چې موخه یې د چین او امریکا ترمنځ داسې رغنده اړیکه جوړول دي چې ستراتیژیک ثبات ولري.
لندن کې پر کمعمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟
"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.
کانګو کې د ایبولا ناروغۍ نوې څپې ۶۵ کسان وژلي
د افریقا تر ټولو سترې روغتیايي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ ایتوري ولایت کې د ایبولا د خپرېدو اعلان کړی دی. د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC Africa) ویلي، چې شاوخوا ۲۴۶ پېښې او ۶۵ مړینې ثبت شوې دي.
له ارګه تر زندانه؛ د حفیظ الله امین د مېرمنې کیسه
موږ لومړني خبریالان و چې په جلا وطنۍ کې د آغلې امین کتلو او ورسره خبرو لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې، د هغې کورته ورغلو. په یوهّ عادي او ساده اپارتمان کې یې له خپلو اولادونو سره د مساپرۍ ژوند تېراوهّ. ما د پتمنې امین هغه انځورونه ډېر کتلي و چې د ولسمشر امین ترڅنګ په غونډو کې را څرګندېده. د هغې څېره تر هغې چې ما اټکل کړې وه ډېره بدله شوې وه. هغه برم او پرتم نه و او زما پر وړاندې یوه غم ځپلې سپین سره مور ناسته وه چې د افغانستان له سیاست سره یې مخامخ تړاو نه درلود خو یو له اصلي قربانیو وه.
د نېټفلیکس نوې پروژه؛ شهزاده هري او مېګن افغانستان کې د ماموریت په اړه فلم جوړوي
"نېټفلیکس" ویلي، د بریتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګن میرکل افغانستان کې د بریتانوي پوځي ماموریت په اړه د یوه مشهور یاداښتلیک د فلمي بڼې پر جوړولو کار کوي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره سره زر ونه پېري؟
له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره د سرو زرو پېرل بند کړي، ځکه چې له ایران سره د شخړې اقتصادي اغېزې لا پراخېږي. د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د مې میاشتې په ۱۰مه ویلي: "د هېواد د ګټې لپاره باید پرېکړه وکړو چې د یوه کال لپاره د سرو زرو ګاڼې ونهپېرو، ان که کورنۍ مناسبتونه هم وي". په هند کې سره زر کلتوري ارزښت هم لري؛ ډېری وخت د ودونو په مراسمو کې ډالۍ کېږي او له یوه نسله بل ته په میراث پاتې کېږي.
د کنډوالو له خاورو د خښتو جوړول: د غزې دوو خویندو نړیواله جایزه وګټله
د غزې تړانګې دوو تنکیو خویندو د چاپېریال په برخه کې یوه نړیواله جایزه ګټلې ده، ځکه هغوی له کنډوالو د بیا کارېدونکو خښتو د جوړولو پروژه جوړه کړې ده او ویلي یې دي چې غواړي "ویجاړۍ پر یو ګټور شی واړوي".
عراق کې افغان کارګر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي
بي بي سي موندلې چې د عراق په زندانونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هغوی چې دغه هېواد ته په ناقانونه ډول تللي، ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله یې حالت سخت شوی.د طالبانو حکومت د بهرنیانو چارو وزارت سرچینو بي بي سي ته ویلي، د مولوي شفیق الله په نوم یو استازی یې دوه اوونۍ وړاندې بغداد ته رسېدلی خو "دا چې د عراق نوي حکومت تازه په کار پیل کړی دوی نه دي توانېدلي چې له عراقي چارواکو سره وګوري."
چین ته د ولسمشرټرمپ له سفره، تمې څه دي؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جي پېنګ دواړه له دغه سفره د مثبتو پایلو هیلې لري. د نړۍ د دوه سترو قدرتونو د ولسمشرانو تر منځ دا لیده کاته په نړۍ کې د دوه ډېرو مهمو سفارتي ناستو څخه حسابېږي. په نړیوالو اړیکو کې که څه هم دا دواړه مشران ستر سیالان باله شي خو ټرمپ چین ته له روانېدو مخکې په خپلو خبرو کې شي جي پېنګ دوست وباله او ویې ویل " دا به ډېر په زړه پورې سفر وي"
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































