د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: مسکو له طالبانو سره د "بشپړې ملګرتیا" په لټه کې دی

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو، ویلي چې دغه هېواد د طالبانو له حکومت سره د یوې "بشپړې ملګرتیا" د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې نور هېوادونه هم له کابل سره د همکاریو پراخولو ته هڅوي.
د رویټرز خبري اژانس د "اینټرفاکس" خبري سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ښاغلي شویګو ویلي: "له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده."
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړې چې مسکو له طالبانو سره یو "عملمحوره ډیالوګ" پر مخ وړي، چې امنیتي، سوداګریزې، کلتوري او بشري مرستې پکې شاملې دي.
ویل شوي چې هغه دا څرګندونې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیتي چارواکو په غونډه کې کړې دي؛ دا سازمان د چین، هند، ایران، پاکستان او د پخواني شوروي اتحاد د ځینو هېوادونو په ګډون ۱۰ غړي لري.
ښاغلي شویګو زیاته کړې چې "د شانګهای همکارۍ سازمان باید له افغانستان سره خپله د تماس ډله بېرته فعاله کړي."
د کازان په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون

د عکس سرچینه، عبدالطیف نظری
په همدې مهال، د طالبانو د حکومت یوه "لوړپوړې" پلاوي د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته د یوې غونډې د ګډون لپاره سفر کړی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال او د استول شوي پلاوي غړي عبداللطیف نظري ویلي چې په دې غونډه کې "د اسلامي نړۍ او سیمې ډېری اغېزناک هېوادونه ګډون لري او کلتوري، سیاسي، ډیپلوماټیک، اقتصادي او سوداګریز موضوعات به پکې وڅېړل شي".
همداراز ویل شوي چې د ترانسپورټ، د افغانستان د کرنې د عصري کولو، ټکنالوژۍ، د اساسي توکو وارداتو او د افغان ټرانس پروژې د پیاوړتیا موضوعات به هم د طالبانو د حکومت او روسیې د چارواکو ترمنځ په دوهاړخیزو خبرو کې وڅېړل شي. افغان ټرانس د اورګاډي هغه پروژه ده چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي.
ښاغلي نظري "طلوعنیوز" ته ویلي چې تر اوسه د دواړو لورو د چارواکو ترمنځ څو غونډې ترسره شوې دي او خبرې "جدي او رغنده" وې.
هغه دا هم ویلي له روسي پانګهوالو غوښتنه شوې چې د افغانستان په بنسټیزو برخو کې پانګونه وکړي او دا غوښتنه د هغوی له هرکلي سره مخ شوې ده.
مسکو په ۲۰۰۳ کال کې طالبان یوه ترهګره ډله اعلان کړې وه او فعالیت یې منع کړی و، خو دغه بندیز د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې لغوه شو.
روسیه تېر زیږدیز کال لومړنی او تر اوسه یوازېنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.
سره له دې، د طالبانو حکومت له یو شمېر نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو- په تېره له ازبکستان سره تودې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو چارواکي ډېر تګ راتګ لري.
تېره اونۍ افغان سوداګرو او د ازبکستان د قرهقالپاقستان خودمختار جمهوریت استازو په کابل کې د "سوداګریز پیوستون" په نامه غونډه کې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
د دغه پلاوي د افغانستان د سفر پر مهال، د اوړو، غوړیو، سمنټو، کچالو، ځیرې، مڼو، انارو او جوارو په برخو کې ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بيبيسي ته ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه موجود دي.




















