BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د امریکا دفاع وزیر وايي هرمز تنګي کې پر بریدونو سربېره 'اوربند لا نه دی ختم شوی'
د امریکا دفاع وزیر ویلي، که څه هم په هرمز تنګي کې بریدونه شوي دي، خو د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ اوربند "لا هم پای ته نه دی رسېدلی". پېټ هیګسیټ یوې خبري غونډې ته وویل، چې ایران په هرمز تنګي کې د "نړیوالې باجاخیستنې" هڅه کوي. بله خوا، ایران مخکې خبرداری ورکړی و چې: "موږ لا تر اوسه پیل نه دی کړی."
پښتونخوا کې دیني عالم مولانا محمد ادریس یوه وسلهوال برید کې وژل شوی، دی څوک و؟
د خيبر پښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې د سېشنبې په ورځ یو مشهور دیني عالم شیخالحدیث مولانا محمد ادریس په 'هدفي برید' کې ووژل شو. د پولیسو په وینا، ناپېژاندو وسلهوالو د چارسدې ولسوالۍ د اتمانزو په سیمه کې د مولانا ادریس پر موټر برید وکړ چې له امله یې د هغه دوه ساتونکي هم ټپیان شول.
د کونړ، باجوړ او مومندو قومي مشرانو د سولې تړون وکړ
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو د کونړ ولایت او باجوړ او مومندو ضلعو یا ولسوالیو قومي مشرانو د سولې او امن ګډ ولسي تړون کړی او د دواړو خواوو له حکومتونو غوښتنه شوې چې خپل ځواکونه مخکنیو ځایونو ته په شا کړي. په دې تړون کې راغلي چې دواړو غاړو حکومتونه د خپلو سیمو د امنیت ساتلو مسؤولیت پر خپله غاړه لري او که جګړه کیږي نو ولسي خلک دې نه په نښه کوي.
د هرمز تنګي تړل کېدو له امله افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لګښت "دری برابره" زیات شوی
د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ويلي چې د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړيوال بازار کې د تېلو بيو لوړېدو له کبله افغاستان ته د مرستندويه خوراکي توکيو د لېږد لګښت دری برابره زيات شوی دی. د یادې ادارې مشر د بریتانيا ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې تعذيوي بېکېسټونه اوس د هرمز تنګي پر ځای له اوو هېوادونو تېرېږي او د دوبۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
په جنوبي وزيرستان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ ټپيان دي
د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي. د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر طاهر شاه وزیر په وینا، چاودنه اعظم ورسک بازار ته نژدې شوې چې په وینا یې ګڼو ملکي وګړو ته پکې زیان رسېدلی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې پر ټولنیزو رسنیو یو پوسټ په خلیجي هېوادونو کې د زندان یا ايستل کېدو لامل کېدی شي؟
په تېرو دوو مياشتو کې د ايران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې د خليج هېوادونو هغه کسان نيولی، محاکمه کړي او شړلي چې د ملي امنيت پر ضد د زيان رسوونکو مطالبو په خپرولو تورن شوي دي. چارواکو نوي فرمانونه صادر کړي، قضايي لارې یې محدودې کړې او شته قوانين لکه د تابعيت لغوه کول یې پلي کړي دي.
څنګه د انټرنېټ بندیز ماتولو لپاره د سټارلېنک ټېکنالوژي په پټه ایران ته قاچاقېږي؟
د بشري حقونو یوه سازمان د تېرې جنورۍ په میاشت کې اټکل کړی و چې په ایران کې د سټارلېنک بکسو شمېر ښايي پنځوس زرو ته رسېږي او داسې ښکاري چې له هغې وروسته به یې دا شمېر لا زیات شوی وي. تېر کال، د ایران حکومت داسې قانون تصویب کړ چې د سټارلېنک وسایلو کارول، پېرودل او پلورل تر دوو کلونو پورې د بند سزا لري.
مصر کې محکمې هغه سړي ته سزا ورکړه چې نجلۍ ته یې هوټل کې ځای نه و ورکړی
دغه مدیر یوې مصرۍ مېرمنې ته په هوټل کې د یوازې پاتې کېدو لپاره د کوټې له ورکولو ډډه کړې وه. محکمې دا عمل "تبعیض" او توپیري چلند بللی، چې دې پرېکړې یو ځل بیا په هوټلونو کې د ښځو د یوازې پاتې کېدو د حقونو په اړه بحثونه راپارولي دي.
د ازموینې موسم د بریا لارښود: بیا وګورئ، یاد کړئ او بیا ارام وکړئ
د ازموینې موسم را رسېدلی، مانا دا چې له میاشتو زدکړو، بیاکتنې او یادولو وروسته اوس د اصلي ازموینې وخت نژدې شوی دی. خو دا اړینه نه ده چې دا تجربه حتماً له فشار او اندېښنې ډکه وي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































