تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مجاهد: پاکستان د کړکېچ سولهییز حل ته چمتو نه دی؛ اسلام اباد وايي د طالبانو حکومت دې له خپلې خاورې د ترهګرۍ مخه ونيسي
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ګڼو هڅو باوجود له پاکستان سره یوه جوړ جاړي ته د دوی د نه رسېدو لوی لامل دا دی، چې پاکستاني چارواکي د ده په وینا پر خپلو ناکامو پالیسیو ټینګار کوي او دې ته چمتو نه دی چې پر سولهییزه لاره مخ ته ولاړ شي.
هغه دا خبرې له حریت راډیو سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، دا ستونزې افغانستان نه دې راولاړې کړې، او غواړي چې کړکېچ له سولهییزو لارو حل شي.
مجاهد ويلي، که څه هم بېلابېلو هېوادونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ هواري لپاره د منځګړيتوب هڅې او د دوی د حکومت د چارواکو او پاکستان تر منځ پيغامونه هم تبادله شوي، خو بیا هم د کړکېچونو د حل په برخه کومه روښانه پايله نه ده ترلاسه شوې.
د یادونې ده چې د ترکیې، چين، قطر او متحدو عرب اماراتو څو ځله د کابل او اسلام اباد منځګړيتوب کړی، خو په پاکستان کې له ډیرېدونکو ناامنیو او بریدونو له کبله دغه راپورته شوی کړکېچ پر خپل ځای پاتې دی.
پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت د ویاند دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې په وار وار ویلي تر هغې چې د افغانستان خاوره د دوی په وینا د پاکستان پر ضد کارېږي، اړیکې نه شي عادي کېدای.
تازه په ملګروملتونو کې د پاکستان دایمي استازولۍ یو ځل بیا دا غوښتنه تکرار کړې ده.
دې استازولۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دایمي استازي سلاکار محمد جواد اجمل ويلي، د طالبانو حکومت باید هغو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان او سيمې پر ضد فعالیت کوي.
هغه د طالبانو پر حکومت دا غږ هم کړی چې نړيوالې ژمنې او مکلفيتونه کړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدوديتونه پای ته ورسوي.
د خبرپاڼې جواد اجمل دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېيمې کمېټې په غونډه کې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه غونډه کې کړې دي.
د یادونې ده چې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنېټ ویلي وو چې د دغه سازمان د درېیمې کمېټې ناسته کې د ده د رپوټ په اړه بحث کېږي.
د پاکستان استازي دې ناسته کې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په تړاو پر څرګندونو سربېره، د ترهګرۍ او امنیتي مسایلو په اړه هم غږېدلی دی.
هغه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي)، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ، القاعده، داعش خراسان او د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د يو شمېر وسله والو ډلو د فعاليت یادونه او ادعا یې کړې چې ګوندې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعاليت کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت برعکس پر پاکستان تور لګوي چې د دوی د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي او د داعش ډلې ته یې هم مرکزونو ورکړي دي.