تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې په هېتي او کېنیا کې ورانکارې ډلې ځانونه "طالبان" بولي؟
- Author, علي حسیني
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
په یوه ویډیو کې ښکاري، یو ځوان چې د باسکیټ بالرانو جامې یې اغوستې دي او څپلۍ یې په پښتو دي، په هوا کې یې ډزې کوي. له دې شېبې وروسته په یوه بله ویډیو چورلکه ښکاري چې د پرواز په حال کې ده. پر تصویر لیکل شوي وو: "Taliban Yo atè a"
زما په نظر هغې ویډیو او لیکنې په افغانستان او پاکستان کې په طالبانو پورې هیڅ اړیکه نه لرله. نو بیا ولې د طالبانو کلمه ورباندې لیکل شوې وه؟!
همدا څو کلمې مې په مصنوعي ځیرکتیا وژباړلې او دا مانا یې راووتله: "طالبان ښکته/پر ځمکه دي".
د دې عبارت د لیکونکي موخه هماغه ځوان و چې پر چورلکې د ډزو په حال کې و. چېرته؟ هېتي. هماغه جمله هم د هېتي په کریول ژبه لیکل شوې وه.
له ځانه مې وپوښتل چې "طالبان" د شمالي امریکا نږدې یوه هېواد کې څه کوي؟
په تېرو دوو یا دریو اوونیو کې د کاراییب سمندرګي په سمیو کې په هېتي هېواد کې د ورانکارو ډلو د فعالیت موضوع تر پخوا ډېر مطرح شوې ده.
څه موده وړاندې ملګرو ملتونو وویل چې په دغه هېواد کې د ۹ میاشتو په موده کې د ورانکارو ډلو د تاوتریخوالي او یا د دوی پر وړاندې د عملیاتو پایله کې له ۵۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا ژوبل شوي دي. دغه راز همدې موده کې له ۲۳۰ زره ډېر تښتول شوي او اټکل کېږي چې لږ تر لږه پر ۱۰۰۰ ښځو او نجونو جنسي تېري شوي دي.
په هېتي کې ورانکارو ډلو د څو لسیزو په اوږدو کې په بېلابېلو کچو واک او نفوذ لرلی دی. د دوی له ډلې یوه یې ځان ته "طالبان" واي.
همدې موضوع د یوه خبریال په توګه چې کلونه یې په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو اړوند خبرونه پوښښ کړي دي، زما پام ورواړوه.
له لږې پلټنې وروسته مې داسې نورې ویډیوګانې هم راپیدا کړې چې پکې وسلهوال کسان په ملکي او عادي جامو کې د خپلو خبرو منځ کې د "طالبانو" کلمه کاروي.
ما څو پاپ سندرې هم واورېدلې چې په کې د "طالبانو" کلمه ویل شوې وه.
د هېتي د "طالبان" کلمه د افغانستان د طالبانو له نومه اخیستل شوې؟
ما د هېتي د یوې انلاین رسنۍ له مسوول مدیر سره اړیکه ونیوله او ترې ومې پوښتل چې ایا دا "طالبان" هماغه نوم دی چې په افغانستان کې کارول کېږي او که یوازې لفظي ورتهوالی لري؟
د ده ځواب داسې و:
"دا نوم په مستقیم ډول د افغانستان د طالبانو له نومه اخیستل شوی دی. ځکه د دوی په نظر، د افغانستان طالبان یوه یاغي او زړوره ډله ده چې له هیڅ ګواښ وېره نه لري. دوی هم وايي چې له خطره نه وېرېږي او له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې پر ځان د طالبانو نوم کېږدي."
ده وروسته د ټیکټاک خواله رسنۍ یو لینک راولېږه او ویې ویل چې دا د "طالبانو" ډلې د مشر جف ګوا لوا اکاونټ دی.
هیتي له ۱۱ میلیونه ډېر وګړي لري او له اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی. لس کاله کېږي چې ټاکنې نه دي پکې شوې. ولسمشر یې پنځه کاله وړاندې ووژل شو. همدې منځ کې دې ورانکارو ډلو د حکومت پر وړاندې ننګونې لا ډېرې کړې دي. اوسمهال دا ورانکارې ډلې د هېتي پلازمېنې "پورتو پرنس" په ۸۰ سلنه واک لري.
د هېتي لوی کړکېچ: ورانکارې ډلې
د رومن لو کور په خبره چې "له پولې هاوخوا او نړیوالو جرمونو پر ضد نړیوال بنسټ" کې د هېتي او کاراییب د سیمې د څارنې برخې مشر دی، دی وايي، د دغو ډلو شمېر د ۱۵۰ او ۲۰۰ تر منځ دی او دا ډلې کوچنۍ او لویې دي دی زیاتوي چې د اټکل له مخې د هرې یوې د غړو شمېر له ۸زره تر ۲۰ زره رسېږي چې ماشومان هم پکې شته.
ښاغلي لو کور له بي بي سي سره خبرو کې وویل: "دوی پلازمینې ته د ټولو غځېدلو لارو کنټرول په لاس کې لري. په دې مانا، که غواړئ پلازمینې ته لاړ شئ، باید د ورانکارو ډلو له پوستو تېر شئ. له بندرونو چې پلازمینې ته کوم توکي لېږدول کېږي، د ورانکارو ډلو له چیک پواینټونو تېرېږي او باید مالیه ورکړي. نړیوال هوايي ډګرونه تړل شوي دي. په ولایتونو کې یې ډېرې سیمې نیولې دي چې پولیس نه شي ورتلی. خپل قانون پلی کوي."
د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالو ادارو دې ډلو ته د "ورانکارو ډلو" نوم کاروي، خو د دغو ډلو غړي خپله ادعا کوي چې د "عدالت او برابري" لپاره مبارزه کوي. ان تر دې چې د دغو ډلو له منځه د یوې مشر یې توانېدلی و چې د هېتي د مشرانو جرګې ته په ټاکنو کې برخه واخلي او بریالی شوی هم و.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې د څو نورو بانډونو تر څنګ د طالبان ډلې نوم هم راغلی او ویل شوي: "دا ډلې د جرمي جوړښتونو په توګه فعالیت کوي او بېلابېلو ناقانونه فعالیتونو کې لاس لري چې د وسلو او نشهيي توکو قاچاق، د تېلو قاچاق، د کډوالو ځورول، باج اخیستل او نور ناقانونه فعالیتونه پکې راځي."
د طالبانو ایف اېم راډیو
له رومن لو کور مې هم وپوښتل چې ولې دا ډلې ځوانونه "طالبان" بولي؟
داسې ځواب یې راکړ: "د طالبانو د ډلې په اړه خلکو موږ ته ویلي دي چې د دې ډلې نوم چې د هیتي په پلازمېنه پورتو پرینس کې د کناان په نوم سیمه کې دي، له دې سرچینه اخلي چې د طالبانو کلمه تر یوه حده او ښايي د کوڅو په عامیانه ژبه کې د داسې کس لپاره کارول کېږي چې ډېر پیاوړی، د درناوي وړ او ځواکمن وي. موږ نه پوهېږو چې څنګه دا کلمه د خلکو د کوڅو ژبې ته دننه شوې خو عام خلک یې کاروي. دغه راز یوه انګېرنه دا ده چې دا ډله په یو ډول د مقاومت د ډلې په توګه پېژندل کېږي، یوه ډېره پیاوړې ډله چې د دولت او تر یوه بریده د ځپنې او ظلم پر وړاندې مقاومت کوي.
درې کاله وړاندې د "طالبان" ډلې په میرابالایس کې د یوې راډیو کنټرول ترلاسه کړ او نوم یې طالبان ایفایم ته بدل کړ. دوی پروپاګنډ او د خپلې ډلې د مشر جف ګوو لوا خبرې خپرولې.
په کېنیا او پیرو کې د "طالبانو" ورانکاره ډله
په هېتي کې د "طالبانو" ډلې د راپور د جوړلو پر مهال مې دې موضوع ته پام شو چې یوازې په همدې هېواد کې دا کیسه نه ده، بلکې په ختیځه افریقا کې په کېنیا هېواد کې هم یوه ډله فعالیت کوي چې ځانونه "طالبان" بولي. دا ډله د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د "بغداد بوایز" له ډلې د جلا کېدو په پایله کې رامنځته شوه. د راپورونو له مخې د دې ډلې فعالیتونو کې د عامه ترانسپورټ له موټر چلوونکو باج اخیستنه، د نشهیي توکو قاچاق، غلا، او د سیاسي غونډو لپاره د خلکو راغونډول شامل دي.
په جنوبي امریکا کې د پیرو هېواد یادونه به هم وکړو. "لوس طالبان" یو ورانکاره بانډ دی چې په تروخیو ښار کې فعالیتونه کوي. د راپورنو له مخې، دا ډله له ټرانسپورټي شرکتونو د باج اخیستنې، د موټر چلونکو د ګواښلو او له سیالو ډلو سره په وسله والو نښتو کې ښکېل پاتې شوي دي. د پیرو پولیسو تېر کال د دې ډلې د غړو د نیولو او د دوی د یوې څانګې د له منځه وړلو خبر ورکړی و.
په کېنیا او پیرو دواړو هېوادونو کې د دغو ډلو فعالیتونه له هغو سره ورته دي چې په هېتي کې یې د "طالبانو" په څطر ورانکارې ډلې کوي.
د هېتي د چارو ځینې کارپوهان په دې نظر دي چې که څه هم دغو ډلو د یوه عادلانه او برابر نظام په چوکاټ کې ځینې مبهمې غوښتنې مطرح کړې دي، خو په حقیقت کې دې ورانکارو ډلو په پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې د عامو خلکو ژوند په دوزخ بدل کړی دی.