کرېکټ: راشد خان په نړيوالو شل اوريزو کې د ۲۰۰ لوبغاړو سوځول د خپل ځان او افغانستان لپاره ویاړ بللی

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ستوري راشد خان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ۲۰۰ وېکټو اخیستو ریکارډ‌ جوړ کړ.

د زېمبابوې پر وړاندې وروستۍ شل اوريزه لوبه کې د وېکټې له اخيستو وروسته نوموړی لومړنی لوبغاړی شو چې په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې ۲۰۰ لوبغاړي سوځوي.

د دې ریکارډ له جوړولو وروسته راشد خان وويل، ډېر خوښ دی چې دا پړاو یې بشپړ کړ او هيله یې څرګنده کړه چې د افغانستان لپاره به همداسې ګڼې نورې لاسته راوړنې هم ولري.

نوموړي‌ وويل، "دا وقعا زما لپاره، بلکې د ټول افغانستان لپاره د وياړ ځای دی، په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ۲۰۰ وېکټو اخيستل غټه خبره ده، ډېر زيات خوشحاله یم."

راشد خان زياته کړه، "کله مې هم په سوچ کې نه وو چې زه به اول لوبغاړی جوړېږم چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې به ۲۰۰ لوبغاړي اوټوم [سوځم]."

د نوموړي په وینا، کوښښ به یې دا وي چې د افغانستان لپاره نورې وېکټې هم ترلاسه کړي او دا شمېر ۳۰۰ ته لوړ کړي.

راشد خان تراوسه په خپل لوبيز ژوند کې ۱۲۰ شل اوریزې لوبې کړې دي چې تر ټولو غوره توپ اچوونه یې په يوه لوبه کې په دريو منډو د پنځو لوبغاړو سوځول دي.

راشد خان په ټولو فارمټونو کې ۲۵۲ نړيوالې لوبې کړې چې په هغو کې شپږ ټېسټ لوبې، ۱۲۶ يو ورځنۍ او ۱۲۰ شل اوریزې نړيوالې لوبې شاملې دي، په دې ټولو لوبو کې یې ۴۸۲ لوبغاړي سوځولي دي.

راشد خان په شل اوريزو کې په چټکۍ د ۱۰۰ وېکټو اخيستو ریکارډ هم لري او د دې ترڅنګ د نړيوالو شل اوريزو تر ټولو ځوان کپتان هم پاتې شوی دی او تر ټولو ډېر ځله په يوه لوبه کې څلور وېکټې هم اخيستې دي.

راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د زېمبابوې پر وړاندې لومړۍ نړيواله لوبه وکړه او له هغه راهيسې یې په کم عمرۍ کې نړيوال شهرت وموند او د خپلې چټکې او دقيقې توپ اچونې پر مټ اوس د کرېکټ نړيوالې شورا د درجه بندۍ له مخې د نړۍ په کچه د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.

د ده له ریکارډ ښکاري چې هره لوبه کې د راشد خان ونډه څومره مهمه ده. دی په هر فارمټ کې ځلېدلی او لاسته راوړنې یې لرلې دي.

نوموړی د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې د لوبېدو او لاسته راوړنو خورا ډېر تجربه لري.