"د افغانستان او پاکستان طالبان په ژبه سره پوهېږي"؛ د ملک خان مرجان څرګندونو ولې غبرګونونه پارولي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

"د پاکستان مرکزي حکومت دې قبایلو ته موقع ورکړي چې [له افغانستان سره] د ستونزې حل را وباسي".

دا د ملک خان مرجان په نوم د خیبر پښتونخوا د هغه قومي مشر خبرې دي چې تر بېړني حالت او والي واکمنۍ نافذېدو وروسته هلته د یوې حکومتي شورا مرستیال مشر دی او پر خواله رسنیو لاس په لاس شوو دغو څرګندونو یې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.

ملک خان مرجان په یوه ویډيويي مرکه کې ویلي چې پخوا هم قبایلو دا ستونزه حل کړې او اوس یې هم حلولی شي.

ده د پاکستان له مرکزي حکومت، لوړو پوړو چارواکو او سیاسيونو غوښتي چې "۱۵-۲۰ بااعتماده قبایلي مشرانو" ته زمینه برابره کړي چې له ټي‌ټي‌پي، د حافظ ګلبهادر ډلې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره وګوري او په وینا یې، هغوی به د "دغه درانه پلاوي" خبره واوري.

د ملک مرجان په وینا، قبایلي مشران به په افغانستان کې یوه اوونۍ تېره کړي چې د افغانستان اندېښنې او پر ډيورنډ کرښه شته ستونزې واوري او حل ورته ولټوي.

ده ادعا وکړه او ویې ویل، "زما په خیال ټي‌ټي‌پي، د حافظ ګلبهادر ډله او د افغانستان طالبان په خپل منځ کې د یوه بل خبره سره مني، ښه په خوږه او مینه یې مني. زموږ هڅه به دا وي چې اسلامي امارت موږ سره یو شي او دواړو فریقینو ته به د امن خبره حواله کړو نو دا جنګ سمدستي ختم دی" خو په وینا یې، "تر څو پورې چې موږ مذاکراتي عمل نه وي کارولی، دا په یاد ولرئ چې جنګ نه ختمېږي او روان به وي".

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دریځ دا دی چې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي او یا د حافظ ګلبهادر ډلې پر وسله‌وال فعالیت کوم کنټرول نه لري او په تېر کې یې د پاکستانیو چارواکو هغه ادعاوې هم رد او بې‌بنسټه بللې دي چې دا ډلې له افغانستانه هلته بریدونه پلانوي.

خو د ملک خان مرجان دغو څرګندونو ته یې کوم تازه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د ملک خان مرجان څرګندونو ته غبرګونونه

له خیبر پښتونخوا په تېر کې هم له طالبانو (ټي ټي پي) سره د خبرو او مذاکراتو کولو غوښتنې راپورته شوې دي.

خو د ملک خان مرجان دا څرګندونې داسې مهال رابرسېره کېږي چې هلته مرکزي حکومت د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۱ نېټه بېړنی حالت اعلان، والي واکمني یا ګورنر راج نافذ کړی او د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت یې بې‌واکه کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اوسنیو چارواکو تېر حکومت تورن کړی چې ګواکې د طالبانو ( ټي ټي پي ) او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې یې دريځ نرم و.

خو د تحریک انصاف چارواکي وايي چې د مرکزي حکومت هدف یوازې د دوی حکومت له منځه وړل وو.

د ملک خان مرجان پر څرګندونو هم اوس له همدې امله نیوکه شوې چې ګواکې ولې د تېر حکومت په څېر دریځ یې ښکاره کړی دی.

د ویډيو له خپرېدو وروسته د واکمن والي تر مشرۍ لاندې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بېلور دا څرګندونې د ملک خان مرجان "شخصي نظر" بللی دی.

هغې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "د یوه غړي شخصي نظر په دې ډول لویول او له کچې ډېر مطرح کول مناسب کار نه دی. د والي، د هغه د مشورتي شورا او د اې‌ار‌ډي‌سي [د ۱۲ ولسواليو د استازو حکومتي شورا] تګلاره په بشپړ ډول روښانه ده. زموږ پالیسي شریکه، منل شوې او له هر ډول ابهامه پاکه ده".

د اوسني حکومت دریځ دا دی چې په پاکستان کې له وسله‌والو ډلو سره خبرې نه کوي بلکې ویلي یې دي چې پر ضد به یې کوټلي ګامونه پورته کوي.

که څه هم دا یې نه ده په ډاګه کړې چې د تېر په څېر بېرته هلته پوځي عملیات پيلوي او که څنګه.

بي‌بي‌سي اردو ملک خان مرجان پوښتلی چې په دې اړه څه وايي خو هغه ویلي چې د "بوختیا" له امله څه نه شي ویلی او یوازې دومره یې ویلي چې "په فرصت کې به تفصیلي نظر څرګند کړي".

شاوخوا څلور کاله مخکې په ۲۰۲۲ کې هم د پاکستانیو حکومتي پلاوو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا ځينو قبایلي مشرانو هم له تحریک طالبان سره د خبرو او منځګړیتوب هڅه کړې وه.

هغه مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې وه چې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ یې د منځګړي په توګه د سولې خبرو ته لار برابره کړې او د دواړو اړخونو د پلاوو ترمنځ یې ځينې غونډې هم جوړې کړې وې.

هماغه وخت د قبایلي مشرانو څو جرګې هم په همدې موخه د مذاکراتو لپاره له پېښوره کابل ته تللې وې چې ملک خان مرجان وايي، دی یې هم غړی و او د "اوربند غوښتنه" یې منل شوې وه.

د جرګې غړو ویلي وو چې که څه هم نه پر پاکستان حکومت او نه هم پر ټي‌ټي‌پي د خپلو غوښتنو د منلو فشار راوړی شي خو یوازې "ننواتې او زارۍ" ورته کولی شي چې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي او جګړه دې بس کړي.

هغه هلې ځلې څو میاشتې روانې وې خو وروسته کومې داسې پایلې ته و نه رسېدې چې د پاکستان حکومت او د ټي‌ټي‌پي ستونزه پرې حل شي.

وروسته د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې هم ترینګلې او خرابې شوې چې تر اوسه بېرته نورمال حالت ته نه دي ورګرځېدلې.