تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هانګ کانګ شپږ اوريز کرېکټ چې افغانستان پکې له استرالیا سره پایلوبې ته وتلی
افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د سکاټلنډ له ماتولو وروسته د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومنده.
افغانستان په نیمهپایلوبه کې سکاټلنډ ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې تر دې ورمخکې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې عمان او سویلي افریقا ته هم ماتې ورکړې وې.
د افغانستان له اړخه دغو سیالیو کې ګلبدين نايب، کريم جنت، فرمان الله، صدیق الله پاچا، عمران مير او ننګيالی خان برخه اخیستې ده.
سږکال د هانګکانګ په شپږ اووریزو سیالیو کې د هند، اسټرالیا، انګلند، پاکستان او سویلي افریقا په ګډون ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې وه چې په ۴ ګرپونو کې یې له یو بل سره سیالۍ کولې.
د افغانستان او استرالیا ترمنځ د دغو سیالیو پایلوبه (یکشنبه) د افغانستان پرمهال د سهار ۱۱:۴۰ بجې پیلېږي.
اسټرالیا په نیمه پایلوبه کې متحدو عرب اماراتو ته د ۵۳ منډو په توپیر ماته ورکړه او تر هغې مخکې یې په ګروپي پړاو کې له انګلنډ او کوربه هانګ کانګ سیالۍ ګتلې وې.
د هانګ کانګ شپږ اوريزو سیالیو په اړه څومره پوهېږئ؟
دا د هانګ کانګ شپږ اوریزه سيالۍ چې هانګ کانګ انټرنشنل سېکسېز هم ورته وايي د کرېکټ لنډه او په زړه پورې بڼه بلل کېږي.
لکه څنګه چې له نامه یې ښکاري په دې سياليو کې هره لوبډله د معمول يوولسو لوبغاړو پر ځای يوازې شپږ لوبغاړي لوبوي.
همدا راز هره لوبډله د منډو جوړولو لپاره يوازې شپږ اورونه لري، چې ۳۰ قانوني توپونه کېږي.
په دغو سيالیو کې هر توپ ډېر ارزښت لري او توپوهونکي بايد له لومړي سره بریدګره لوبه پيل کړي.
د هرې لوبډلې یو توپ اچوونکی دوه او له وېکټ ساتونکي پرته پاتې څلور لوبغاړي يو يو اوور کوي.
په دغو سياليو کې وایډ بال دوې منډې حسابېږي.
خو په دې کې يو بل جالب قانون هم شته، هغه دا کله چې یو توپ وهونکی ۵۰ منډې پوره کړي، باید له لوبې ووځي خو ناسوځېدلی پاتې کېږي. که وروسته د لوبډلې وېکټې ولوېږي، نو بېرته د توپوهنې ته راتلی شي.
بله مهمه خبره پکې دا ده چې که د یوې لوبډلې اوورونه پاتې وي، نو وروستی لوبغاړی یې هم توپوهنه کوی شي.
تر دې ور هاخوا په ګروپي پړاو کې دویمې راغلې لوبډلې په خپلو او درېمې په خپلو کې پایلوبه کوي چې پلېټ او باول پایلوبه یې بولي.
د هانګ کانګ دا شپږ اوريزه سيالۍ په ۱۹۹۲ کال کې پيل او تر دې مهاله یې ټول ۲۲ ځله شوې دي.