تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جيټياې ۶ ریکارډونه مات کړل؛ اټکل کېږي چې پلور یې پر ۲ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو اوښتی
اټکل کېږي چې د ګرینډ دېفټ اټو )جيټياې ۶ (په نوم کمپیوټري لوبې یا ویډیو ګېم پرون پنجشنبه د خپرېدو پر لومړۍ ورځ د تفریحي صنعت په تاریخ کې تر ټولو لویه پیلامه ثبت کړې ده.
دا له ۱۳ کلونو وروسته د دغه ویډیو ګېم نوې بڼه ده، چې بازار ته راوځي.
د "سینسر ټاور" په نوم د معلوماتو د شننې ادارې په وینا پر لومړۍ ورځ د دغه وېډیو ګېم له ۲۴ نیم میلیونو ډېرې نسخې په انلاین او حضوري ډول پلورل شوې او جوړوونکې کمپنۍ یې له دې درکه ۲ اعشاریه ۳۶ میلیارد ډالر عاید ترلاسه کړی.
که خبره د پرتلې شي، نو سږ کال تر ټولو زیات عاید راوړونکي فلم "سپایډر من: برنډ نیو ډی" د سینمايي نندارې په ټوله موده کې ۲ اعشاریه ۵ میلیارد ډالر ګټلي دي.
د جيټياې ۶ جوړوونکي شرکت "راک سټار" او د هغه اصلي کمپنۍ "ټېک-ټو" تر اوسه د دې کمپیوټري لوبې د پلورل شویو نسخو او له دې اړخه د خپل عاید رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو ویلي یې دي چې د ګېم غوښتنه "بې سارې" وه.
ګرنډ ډېفټ اټو ۶ له نږدې دریېو لسیزو راهیسې د راک سټار شرکت د جنایي قضیو د ښودونکې لړۍ، چې د ویډیويي ګېمونو په تاریخ کې یې لوی نوم ګټلی، تازه برخه ده.
دا لړۍ اصلآ د امریکایۍ هیلې یا "امریکن ډریم" طنزي انځور وړاندې کوي او لوبغاړي یې فلوریډا ته په ورته ایالت "لیونایډا" کې د مسلکي مجرمانو په نقش کې راڅرګندېږي.
په نوې نسخه کې د "لوسیا" او د هغې د ملګري "جېسن" کیسه ښودل کېږي، چې دواړه واړه او نوې مجرمان دي.
اټکل کېږي چې د جيټياې ۶ پر جوړولو له یو میلیارد ډالرو زیات لګښت راغلی او په دې توګه د تاریخ تر ټولو ګران بیه ویډیو ګېم ګڼل کېدای شي.
سینسر ټاور وایي، جيټياې ۶ به دومره مشهوره شي چې د ویډیويي ګېمونو مینهوال او ګېم وهونکي به په یوازې سر د نورو کېدونکو ګېمونو شاوخوا ۱۰ سلنه وخت دې ته ورکړي.
دغه څېړونکي شرکت ویلي دا اټکل یې د برېښنا لیکونو له لارې د تبادله کېدونکې ډېټا او داسې نورو احصایوي معلوماتو پر بنسټ کړی، چې هره ورځ د میلیونونو کاروونکو فعالیتونه څاري.
دوی همدا راز د "پلې سټېشن" او "ایکس باکس" عامه پروفایلونه هم څاري.
جيټياې ۶ پر پلېټفارمونه هم د لاسرسي وړ دی.
د سینسر ټاور د معلوماتو له مخې، د دغه ویډیو ګېم له هرو څلورو درې نسخې "پلې سټېشن ۵" او نورې د "ایکس باکس" لپاره اخیستل شوې دي.
د لوبو د بازار د څېړنې ادارې "نیکو پارټنرز" اټکل کړی چې ګرنډ دېفټ اټو ۶ به یوازې سږ کال د نړۍ بېلابېلو برخو کې له پلورل کېدو ۳ میلیارد ډالر ترلاسه کړي.
له شک پرته دومره ګټه به جيټياې ۶ د تاریخ د ډېر عاید لرونکو تفریحي محصولاتو په کتار کې ودروي، خو لا به هم د ۱۹۳۹ کال له مشهور فلم "ګان وېت دي واینډ" څخه شاته وي، چې د پیسو اوسني ارزښت ته په کتو یې نږدې ۴ نیم میلیارد ډالر عاید ترلاسه کړی دی.
اټکل دا دی چې په راتلونکو کلونو کې به د جيټياې له دې نوې نسخې د راک سټار شرکت عاید لا پسې لوړ شي.
د پرلهپسې ځنډونو له کبله دې مشهورې کمپیوټري لوبې ته د مینهوالو انتظار ۱۳ کلونو ته غځېدلی و.
ځینو کسانو چې جيټياې ۶ ګېم یې کړی، دا خپله د کمپیوټري لوبو تر ټولو عالي تجربه بللې ده.
د تفریحي رسنیو مشهورې وېبپاڼې "ایجياېن"هم دغه ګېم د بې جوړې انجنیرۍ یو "شاهکاره" بللی دی.
دا چې دغه ګېم په بېلابېلو زماني زونونو کې د پنجشنبې پر نیمه شپه راووت، نو ګڼ شمېر لوبغاړي ورته ټوله شپه ویښ پاتې شول، او ځینو آن د بلې ورځې رخصتي واخیسته، چې لوبه وکړي.
د دغه ویډیو ګېم د راوتلو وخت د ورجن مېډیا O2 د ماښامنۍ انټرنېټي ګڼې ګوڼې یا ټرافیک ریکارډ مات کړ، ځکه ډېرو کسانو هڅه کوله چې د دغه ګېم ۲۱۲ ګېګابایټه فایل خپلو کنسولونو ته راکښته یا ډاونلوډ کړي.
دا چې دغه ګېم ګرافیک او تاوتریخجن محتوا لري، نو په جاپان کې پرې سانسور لګېدلی اوړ په چین کې هم د جيټيای د پخوانیو نسخو په څېر د پلور اجازه نه لري.