افغان ښځو کابل کې د یوناما مشرې سره غونډه کې د لا زیاتو فرصتونو غوښتنه کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، یو شمېر افغان ښځینه مشرانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د کتنې پر مهال "ښځو لپاره د لا زیاتو فرصتونو او ټولنه کې د معنا لرونکي ګډون" غوښتنه کړې ده.

یوناما پنجشنبه (د نومبر ۱۹مه) په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې دوی په کابل کې یوه غونډه کې لیدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ښځو د حقونو شاوخوا ۵۰ ملاتړې، د رسنیو استازې، سوداګرې او د ټولنې غړې راټولې شوې وې چې "د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې پر شته ننګونو خبرې وکړي" او د حل لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

د یوناما مشرې دې غونډې ته ویلي، چې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې یې "د ښځو هوډ، ونډه او رهبري له نږدې لیدلې" او د افغان ښځو ونډه یې ستایلې ده.

هغې ټینګار کړی، چې "ښځې نه غواړي یوازې د ملاتړ ترلاسه کوونکې وي، بلکې غواړي د هغو پرېکړو او پالیسو په جوړولو کې فعاله ونډه ولري، چې د دوی پر ژوند" اغېزه کوي.

یوناما وايي، د دې غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې "ښځو ته باید په عامه ژوند کې د معناداره ګډون زمینه برابره شي، چې زد‌کړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی هم په کې شامل دی."

دا غوښتنه داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د واکمنو چارواکو لخوا ښځو او نجونو د زدکړو، کار او ازاد تګ راتګ په تړاو محدودیتونه لا هم دوام لري.

ملګري ملتونه وايي، اټکل کېږي چې شاوخوا ۲ اعشاریه ۴ میلیونه افغان نجونې لا هم له ثانوي زدکړو بې برخې دي، او دا "د زدکړو د فرصتونو د پراختیا په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې شاته ګرځوي."

د یادونې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم همدا نن (جمعه د نومبر ۲۰مه) د ماشومانو د نړیوالې ورځ په تړاو یوه پیغام کې د نجونو او هلکانو دواړو پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو د پرانیستل کېدو د اړتیا یادونه کړې ده.

د هغه پر ایکس‌پاڼه خپاره شوي پیغام کې راغلي، "موږ دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، زموږ نږدې څلور میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي او د لومړني ښوونځي په عمر له نیمايي ډېر ماشومان له زدکړو بې برخې دي".

د 'نړیوالې پرانیستې ورځې غونډې' د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوې.

دغه غونډې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د استازو او د ښځو د سازمانونو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا، د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو د ونډې د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي او د شخړو د مخنیوي او حل په بهیر کې د هغوی د ګډون د ملاتړ لپاره ترسره کېږي.