تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریښتیا هم خولۍ، حجاب او یا هېلمټ ستاسې وېښتان تویولی شي؟
که نارینه دي او که ښځينه تر ډېره د خپل سر وېښتانو تویېدو ته اندېښمن وي او په ذهن کې یې د تویېدو په لامل پسې ګرځي. ځينې نارینه پرخپله خولۍ او ځينې ښځې پر پړوني مشکوکې وي چې ښايي د وېښتانو تلو لامل به وي.
خو دا شک یې ریښتیا دی او که نه؟ د شامپوګانو بدلول او د وېښتانو غوړول ریښتیا هم د وېښتانو تویېدو مخه نیولی شي او که نه؟ په دغه رپوټ کې مو متخصصان پرې غږولي دي.
د بریتانیا د روغتیا ملي خدمتونو اداره (اېناېچاېس) وايي چې که هره ورځ مو له ۵۰ تر ۱۰۰ وېښتان غورځي نو دا هېڅ د اندېښنې خبره نه ده. خو که له معمول ډېر وېښتانو مو تویېږي او پر ځای یې هغومره نوي وېښتان نه راشنه کېږي نو دې ته په طبي اصطلاح کې "الوپشیا" یا جزوي ګنجیتوب وايي او باید ډاکټر ته مراجعه وشي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې تر ۱۴۰ میلیون ډېر خلک له دې ستونزې سره مخ دي.
وېښته ولې تویېږي؟
کارپوهان وايي چې د انسانانو د سر وېښتو د تویېدو تر شا بېلابېل لاملونه دي او په ښځينهوو او نارینهوو کې توپير سره لري. په ځينو کې دا ستونزه ارثي یا میراثي وي، په چا کې د ځان پاکوالي ته د پام نه کولو له کبله وي او د ځينو بیا په عمر پورې تړلې خبره وي.
د دې ترڅنګ ښايي د کومې ناروغۍ، په بدن کې د هورمونونو د بدلون، د ځينو ویټامینونو د کمښت او یا د ذهني فشار او اندېښنو له امله هم وېښتان وخېژي.
د ښځينهوو ښايي تر میندوارۍ او د ماشوم له زېږون وروسته هم د ځينو هورمونونو د بدلون له امله وېښتان توی شي.
د پوستکي ناروغیو یوه متخصصه ډاکټره شایله حق وايي چې "په بدن کې د اوسپنې (ایرن)، وېټامین ډي او بي-۱۲، بایوټېن او د زېنک کمښت سره د مخ کسانو وېښته کمزوري کېدلی او تویېدلی شي. همداراز د هغو هم چې له ذهني فشار او اندېښنو سره مخ وي".
د دې ترڅنګ د سر خشکي یا وچوالی او پکې د سپومي او خارښ په څېر ستونزې هم د سر پوستکی خرابولی شي چې شاید د وېښتانو تلو لامل شي.
د سرطاني ناروغیو د درملنې، د وینې فشار، د ذهني فشار او د بندونو دردونو لپاره کارېدونکي درمل هم ښايي د وېښتو تویول ډېر کړي.
ډاکټره شایله وايي چې کله کله د وېښتانو د ساتلو لپاره د مختلفو لارو چارو او کیمیاوي موادو ډېره کارونه هم د هغوی د تویېدو سبب کېدای شي.
نو خولۍ، هېلمټ یا حجاب اغېز پرې لري؟
په ځينو تودو سیمو کې د ډېرې ګرمۍ او مرطوبې هوا له کبله د هېلمټ او یا لویو خولیو پرسرول ښايي د ډېرې خولې لامل شي چې وروسته د دوړو او غوړو له امله شاید وېښتان خارښ پيدا کړي، رېښې یې کمزورې شي او وېښتان توی شي.
خو د پوستکي ناروغیو متخصصه ډاکټره توحیده رحمان وايي چې د خولۍ یا هېلمټ او پړوني پرسرول یا حجاب اغوستل د سر وېښتو د تویېدو لامل نه کېږي.
خو دا وايي چې که یو څوک تل خپل وېښتان ډېر کلک تړي او همېشه په خولۍ یا پړوني او حجاب سره د سر پر هماغه یو ځای ډېر فشار راوړي نو ښايي دا یې د وخت په تېرېدو سره وېښتو ته تاواني ثابت شي.
ډاکټره شایله حق د هغو کسانو په اړه چې د موټرسایکل او یا بایسکل چلونې ځانګړې خولۍ (هېلمټ) پرسروي، وايي چې "که هېلمټ ډېر تنګ وي نو د وېښتانو پر رېښو فشار راوړي چې شاید توی یې کړي. همداراز د ډېرې خولې له کبله مو د سر وېښته خارښ او سوی پيدا کولی شي".
پر لمدو وېښتانو د هېلمټ پر سرول هم د وېښتو د ماتېدو او ختو سبب کېدای شي، ځکه چې د وچو پرتله لامده ډېر نرم او نازک وي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې خپلې خولۍ او هېلمټ باید پاک وساتل شي او که ډېر خولې شي نو د وېښتانو تر وچېدو دې نه پرسروي.
دوی ښځو ته هم مشوره ورکوي چې حجاب او ټېکری دې همېشه په احتیاط سره پرسروي. په وینا یې، ډېر سخت دې یې نه تړي او په داسې ډول دې تړي چې د بهر هوا یې تر وېښتو ورسېږي.
ډاکټره شایله وايي، "د بهر موسم، ګردونه او بېلابېل ډولونه ککړتیا هم د وېښتانو د غورځېدو سبب کېدای شي. نو د همدې له امله باید وېښتان ترې خوندي وساتل شي".
د پوستکي ناروغیو پوهان وايي چې ځينې هغه ټوټکې هم د وېښتانو د تویېدو مخه نه شي نیولی چې ځينې وايي، که شامپو بدله کړي نو وېښته به یې نه تویېږي. بلکې په وینا یې، ښه شامپو ستاسې د سر وېښتان پاکولی او د هغوی د ماتېدو په مخنیوي کې ګټوره ثابتېدای شي خو ستاسې په وجود کې د وېښتانو د تویېدو لامل کېدونکو هورمونونو او غذايي توکو کې بدلون نه شي راوستلی.
د تېلو په اړه هم نظر همدا دی چې د وېښتانو خشکي به کمه کړي خو هغوی ته هغه غذا نه شي ورکولی چې د ختلو مخه یې ونیسي. بلکې دا وېره هم ورسره شته چې له اړتیا ډېر غوړول یې ښايي وروسته د ګردونو له امله خشکي او د خارښ په څېر ستونزې پيدا کړي.
د متخصصانو به وینا، په هر چا کې د وېښتانو د تویېدو لاملونه مختلف وي نو که د چا وېښتان له عادي حالته ډېر یعني په عامه اصطلاح په موټو موټو پرېوځي نو باید د درملنې لپاره یې له ډاکټر سره مشوره وکړي.