بریتانیا د اسرائیلو پر اتو شرکتونو بندیزونه ولګول

    • Author, بیکي مارټن
    • دنده, سیاسي خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

بریتانیا پر هغو شرکتونو بندیزونه لګولي چې د دغه هېواد د حکومت په وینا، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د مېشت‌ځایونو په جوړولو کې ښکېل دي. دا له هغې وروسته د بندیزونو لومړۍ ټولګه ده چې حکومت په دې سیمه کې د اسرائیلو د کړنو پر وړاندې د سخت دریځ خپلولو اعلان کړی و.

د بریتانیا حکومت ویلي، د ودانیزو چارو او ملکیتونو د پراختیا پر اتو شرکتونو لګول شوي بندیزونه به د هغوی د مالي سرچینو بهیر ګډوډ کړي او په لوېدیځه غاړه کې به د ودانیزو فعالیتونو د ملاتړ وړتیا محدوده کړي.

د مېشت‌ځایونو جوړول، چې د نړیوالو قوانینو له مخې ناقانونه دي، په وروستیو کلونو کې په چټکۍ ډېر شوي دي. همداراز، د فلسطینیانو او د هغوی پر ملکیتونو د مېشت‌ځایونو د اوسېدونکو بریدونه هم ډېر شوي دي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون ساعر دغه بندیزونه "د قانون‌پالو خصوصي شرکتونو پر وړاندې دوښمنانه اقدام" بللی دی.

هغه پر اېکس د دې ګام په غندلو لیکلي، اسرائیل به د پخوا په څېر د "متقابلو اقداماتو" ځواب ورکړي او پرېکړې به یې په مناسب وخت کې اعلان شي.

ساعر ویلي: "اسرائیل به بهرني فشار ته سر ټیټ نه کړي او د دې فشار په پایله کې به خپلې تګلارې بدلې نه کړي." هغه زیاته کړې چې اسرائیل به په لوېدیځه غاړه کې د یهودي ټولنو د پیاوړتیا او د پراختیا او ودانیزو چارو د ښکېلو کسانو د ساتنې لپاره "نوې لارې" وڅېړي.

اسرائیلو تر دې وړاندې هم د لوېدیځې غاړې د مېشت‌ځایونو په تړاو د بریتانیا بندیزونه غندلي او د کارګر ګوند حکومت یې تورن کړی و چې "په منظم ډول د اسرائیلو د دولت پر ضد اقدامات کوي".

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د دغو بندیزونو هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې ورته اقدامات وکړي.

د فلسطین زړه

دا بندیزونه په داسې حال کې اعلان شوي چې د بیت‌المقدس ختیځ ته د ډېرې حساسې E1 سیمې د ودانیزو پروژو د داوطلبۍ لپاره د وړاندیزونو د سپارلو وروستۍ نېټې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

دغې طرحې په نړیواله کچه غندل شوې دي، ځکه چې د عملي کېدو په صورت کې به لوېدیځه غاړه په دوو برخو ووېشي او له ختیځ بیت‌المقدس سره به یې اړیکه پرې کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ مېلیبنډ ویلي، د E1 سیمې پراختیا به د فلسطین له زړه نه په تېرېدو د دوو دولتونو د حل‌لارې عملي کېدل "ناممکن" کړي.

په دغو بندیزونو کې د اسرائیلو د فعالانو غورځنګ "تساو ۹" هم شامل دی. د بریتانیا حکومت وايي، دغه غورځنګ د هغو لارو د بندولو چارې تنظیم او عملي کړې دي چې له لارې یې غزې ته د مرستو د لېږد مخه نیول کېده.

دغه غورځنګ د بندیزونو په غبرګون کې ویلي: "تساو ۹ د بېلابېلو سیاسي لیدلورو د هغو ژمنو اتباعو غورځنګ دی چې تل یې په سوله‌ییز ډول اعتراض کړی دی."

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې بریتانیا تېره میاشت د بشري حقونو اړوند د بندیزونو تګلاره پراخه کړه او حکومت ته یې واک ورکړ چې د نړۍ په هره برخه کې د نړیوال بشردوستانه قانون په سرغړونو کې ښکېل اشخاص او شرکتونه په نښه کړي.

د بریتانیا حکومت همداراز د جلا قانون جوړولو پر طرحې کار کوي، څو له اسرائیلي مېشت‌ځایونو څخه د توکو واردول او په بریتانیا کې د دغو مېشت‌ځایونو د ملکیتونو لپاره د اعلاناتي خدمتونو وړاندې کول منع کړي.

مېلیبنډ ویلي: "د دوو دولتونو د حل‌لارې ساتنه د دې حکومت د تګلارې اساسي محور دی. له همدې امله، د E1 سیمې په اړه زما پیغام روښانه دی: نه داوطلبۍ ته وړاندیز وکړئ، نه ودانیز کارونه ترسره کړئ او نه هم د دوو دولتونو د حل‌لارې له منځه وړلو څخه ګټه ترلاسه کړئ. په لوېدیځه غاړه او غزه کې اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی.

موږ ژمن یو چې د اسرائیلو له نوي حکومت او فلسطیني ادارې سره په رغنده توګه کار وکړو، څو د اسرائیلیانو او فلسطینیانو دواړو لپاره تلپاتې سولې او امنیت ته لاره هواره شي."

"نوې تګلاره"

د بریتانیا حکومت په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې له اسرائیلي مېشت‌ځایونو به د توکو پر وارداتو بندیز ولګوي او همداراز به د مېشت‌ځایونو د پراختیا لپاره د خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو او اشخاصو پر وړاندې اقدامات وکړي.

په هغه وخت کې مېلیبنډ ویلي وو چې دغه اقدام د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په اړه د یوې "نوې تګلارې" پیل دی؛ داسې تګلاره چې "نه یوازې بې‌عدالتي او کړاوونه غندي، بلکې عملي اقدامات هم کوي".

دغه اعلان د اسرائیلو سخت غبرګون راوپاراوه. اسرائیلو وویل چې د غچ اخیستنې په توګه به په ختیځ بیت‌المقدس کې د بریتانیا کونسلګري وتړي.

تېره میاشت ډېری ډیپلوماټان له دغې کونسلګرۍ ووتل. دغه کونسلګرۍ په بیت‌المقدس، لوېدیځه غاړه او غزه کې له فلسطینیانو سره د بریتانیا اړیکې سمبالولې. خو بریتانیا ټینګار وکړ چې ودانۍ به نه تړل کېږي او د "بریتانیا د ماموریت" په توګه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال د لوېدیځې غاړې او ختیځ بیت‌المقدس له نیولو راهیسې شاوخوا ۱۶۰ مېشت‌ځایونه جوړ کړي چې نژدې ۷۰۰ زره یهودان پکې ژوند کوي. د اټکل له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه فلسطینیان هم د دغو مېشت‌ځایونو ترڅنګ ژوند کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس په مشرۍ برید- چې پر غزې د جګړې لپاره یوه پلمه وه، راهیسې په لوېدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو او د هغوی پر ملکیتونو د مېشت‌ځایونو د اوسېدونکو بریدونه ډېر شوي دي.