تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر قشم د امریکا له برید سره هممهاله پر کویت او بحرین هوايي بریدونه شوي
د فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، امریکايي جنګي الوتکو د سېشنبې په ورځ د ایران په قشم ټاپو کې د توغندیو پر یوه مرکز هوايي بریدونه کړي دي. په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالات د واشنګټن پر وړاندې هر ډول احتمالي ګواښ "په خورا جدي توګه" څېړي.
یوه امریکايي چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې امریکايي جنګي الوتکو د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د توغندیو پر یوه مرکز برید کړی دی.
دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، زیاته کړې چې الوتکو د ځاندفاع په موخه د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) د توغندیو پر مرکز د دقیق هدف مهمات کارولي دي. د نوموړي په وینا، دا برید د امریکايي ځواکونو او تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو په ځواب کې شوی دی.
بله خوا، ایراني دولتي رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی، چې ایراني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کویټ کې د علي السالم په پوځي اډه کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو پر تاسیساتو برید کړی دی.
په ورته وخت کې د کویت پوځ اعلان کړی و، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د دوښمن د بېپیلوټه الوتکو بریدونه شنډول؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي.
ایران د سېشنبې سهار پر بحرین درېیم برید هم ترسره کړ، چې دا په پنځو ورځو کې درېیم برید و.
د سپاه پاسداران اړوند "سپاه نیوز" وېبپاڼې راپور ورکړی، چې دغو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو په وسیله په بحرین کې د شیخ عیسی هوايي اډې د امریکايي ځواکونو د رادار پر یوه سیستم برید کړی دی.
د راپور له مخې، ایران دغه برید د امریکايي پوځي بېپیلوټه الوتکو له خوا د خپل هوايي حریم د پرلهپسې نقض په ځواب کې ترسره کړی دی.
په ورته وخت کې، د بحرین د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندانۍ د چهارشنبې سهار د څلورم برید خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د ایران بریدونه شنډ کړي دي؛ خو د پېښې په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
"بېساري پایلې"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات د واشنګټن پر وړاندې هر ډول احتمالي ګواښ په خورا جدي توګه څېړي او ایران ته یې د بېسارو پایلو خبرداری ورکړی دی.
د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې یوې امریکايي رسنۍ د راپور له مخې ویلي، ایران د خپلې خاورې څخه بهر د ټرمپ د ادارې پر لوړپوړو چارواکو د "ناولي بم" په وسیله د برید پلانونه ارزوي.
ټرمپ ویلي: "که داسې ګواښ موجود وي، دوی به داسې بیه پرې کړي، چې تر اوسه هېڅ بل هېواد نه ده پرې کړې. " نوموړي زیاته کړې: "هیله لرم چې داسې نه وي، خو موږ دا موضوع په خورا جدي توګه څېړو، ځکه هغوی لېوني دي."
د ټرمپ څرګندونې د سياېناېن د یوه راپور په غبرګون کې وې. دغې شبکې د اوو امریکايي چارواکو له قوله، چې نومونه یې نه دي یاد شوي، راپور ورکړی چې استخباراتي معلومات ښيي ایران په واشنګټن کې د یوې "ناولي بم" په چاودنې د امریکايي چارواکو د په نښه کولو لپاره چمتووالی نیسي.
د راپور سرچینو دغه احتمالي پلانونه د ایران له خوا د خپلو انتخابونو د پراخولو هڅه بللې، نه د یوه نږدې او حتمي برید نښه.
"ناولی بم" یوه دودیزه چاودېدونکې وسیله ده، چې راډیواکټیف مواد پکې ځای پر ځای شوي وي، چې د چاودنې پر مهال دغه مواد په چاپېریال کې خپاره کړي.
بله خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور رد کړی او د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي جعلي بللی دی.
بقایي په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه لیکنه کې امریکا او متحدین یې تورن کړي، چې د بېبنسټه ادعاوو په خپرولو سره د هغه څه لپاره تبلیغاتي زمینه برابروي، چې نوموړي "ناوړه پلانونه" بللي دي. هغه د سياېناېن راپور او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بل راپور ته هم اشاره کړې ده.
نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ د کارپوهانو له قوله راپور ورکړی و، چې ښايي د ایران ځینې بندونه او د اوبو زېربناوې د پوځي تاسیساتو د ملاتړ لپاره جوړې شوې وي؛ خو د دغو اټکلونو لپاره یې کوم قطعي شواهد نه وو وړاندې کړي.
د ایران د پارلمان مشر او له امریکا سره په خبرو اترو کې د دغه هېواد لوړپوړي مذاکرهکوونکي محمدباقر قالیباف هم پر دغه راپور نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا د ایران پر زېربناوو د نویو بریدونو لپاره زمینه برابروي.
قالیباف پر اېکس لیکلي، که د ایراني پوځي تاسیساتو ته نږدې بندونه دوهګونی (ملکي او پوځي) استعمال لرونکي تاسیسات وګڼل شي، نو همدا معیار د امریکايي او اسراییلي پوځي اډو ته نږدې پر بندونو، بندرونو او برېښناکوټونو هم پلي کېدای شي.
بحرین د ایران د هوايي بریدونو د شنډولو خبر ورکړی
د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په لړ کې، د بحرین چارواکو اعلان کړی، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د ایران څو هوايي بریدونه شنډ کړي دي.
په همدې مهال د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په بحرین کې یې د امریکايي ځواکونو پر پوځي تاسیساتو درېیم برید ترسره کړی دی؛ دا له جمعې راهیسې درېیم برید دی.
د بحرین د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندانۍ ویلي، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د ایران څو هوايي بریدونه تر هدف رسېدو مخکې کشف، شنډ او له منځه وړي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس خبریالې راپور ورکړی، چې د سېشنبې سهار د بحرین په پلازمېنه منامه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. تر دې مخکې د بحرین کورنیو چارو وزارت د خلکو ګرځنده ټلیفونونو ته د احتمالي خطر خبرداری استولی و او له اوسېدونکو یې غوښتي وو، چې ارام واوسي او نږدې خوندي ځای ته ولاړ شي.
د سپاه پاسداران اړوند "سپاه نیوز" وېبپاڼې ویلي، چې جنګي بېپیلوټه الوتکو د بحرین په شیخ عیسی هوايي اډه کې د امریکايي ځواکونو د رادار پر یوه سیستم برید کړی دی.
سپاه پاسداران ویلي، چې دغه برید د امریکايي پوځي بېپیلوټه الوتکو له خوا د ایران د هوايي حریم د پرلهپسې نقض په غبرګون کې ترسره شوی دی.
تهران د جمعې په ورځ هم په بحرین کې د امریکا پر یوه راداري سیستم د برید خبر ورکړی و. دا د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې پر یوه خلیجي هېواد لومړنی برید و. ایران د یکشنبې په ورځ هم په دغه هېواد کې پر یوې امریکايي پوځي اډې د بېپیلوټه الوتکو د بل برید اعلان کړی و.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه غندلي او د دغه هېواد د ملي حاکمیت نقض او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یې ګواښ بللي دي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې بحرین له خپلو متحدینو او د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره په همغږۍ د خپل ځان د دفاع لپاره د اړینو اقداماتو حق خوندي ساتي.
بحرین همداراز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د ایران د بریدونو د درولو لپاره لازم اقدامات وکړي او دغه هېواد د اوښتو زیانونو په تړاو ځوابویونکی وګرځوي.
د بحرین او ایران ترمنځ د قضايي حکمونو پر شخړه
په یوه بل تحول کې، د سېشنبې په ورځ د بحرین او ایران ترمنځ وروسته له هغې لفظي شخړه رامنځته شوه، چې په منامه کې یوې محکمې د هغو تورنو کسانو پر وړاندې قضايي حکمونه صادر کړل، چې له ایران سره د اړیکو او د دغه هېواد له سپاه پاسداران سره د تړاو په تور نیول شوي وو.
د یوې بریتانیا مېشتې بشري حقونو ډلې د راپور له مخې، په بحرین کې ۶۴ شیعه مسلمانان، چې ډېری یې دیني عالمان دي، له ایران سره د تړلو ترهګریزو تورونو له امله د عمري بند په سزا محکوم شوي دي.
د بحرین سترې جنایي محکمې د دوشنبې په ورځ د ۶۴ شیعهمذهبو تورنو کسانو، چې ۵۷ یې دیني عالمان دي، د عمري بند حکم صادر کړ او پنځو نورو تورنو کسانو ته یې د ۱۵ کلونو بند سزا واوروله. دغه کسان د ترهګرۍ اړوندو تورونو په تړاو محکوم شوي دي.
د بحرین خبري اژانس د راپور له مخې، محکمې تورن کسان له یوې داسې ډلې سره د تړاو په قضیه کې مجرم پېژندلي، چې له ایراني سپاه پاسداران سره تړلې بلل شوې ده. محکمې همداراز د څه باندې ۸ میلیونه بحریني دینارو (شاوخوا ۲۱.۱ میلیونه ډالرو) د مصادرې حکم هم صادر کړی، څو په خیریه چارو کې ولګول شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه حکمونه غندلي او "سخت" یې بللي دي. تهران ویلي، چې دغه حکمونه پر ناسمو تورونو ولاړ دي او له محکومو کسانو سره د ایران هر ډول اړیکه یې رد کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بحرین چارواکي تورن کړي، چې له قضايي نظام څخه د خلکو د حق غوښتونکو غږونو د ځپلو لپاره کار اخلي.
بلخوا، د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د ایران اعلامیه رد کړې او هغه یې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې "ښکاره لاسوهنه" او د قضايي قوې پر خپلواکۍ تېری بللی دی.
منامه دغه راز ویلي، چې د ایران اعلامیه هڅه ده څو د هغو بریدونو په اړه د خلکو پام واړوي، چې بحرین یې د ایران له خوا پر خپلې خاورې د ترسره کولو تور لګوي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسراییلو پر ایران له بریدونو وروسته د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو خبرې له خنډ سره مخ دي او ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.