تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان لوبغاړی نوین الحق له یارکشایر سره نه لوبېږي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېز بالر نوین الحق د انګلینډ په شل اوریز لیګ بلاسټ کې له ګډونه لاس په سر شو.
نوین الحق له یارکشایر سره تړون کړی و.
نوین الحق بي بي سي ته وویل "په دې هیله چې د افغانستان ملي لوبډلې سیالیو ته تیار شم. د بلاسټ په سیالیو کې برخه نه اخلم، یارکشایر کاونټۍ ته مې خبر ورکړ چې له بده مرغه لوبې ورسره نه شم کولی."
نوین الحق د اوږې د ټپي کېدو له امله په لندن کې څو میاشتې وړاندې عملیات کړي و. د دې ټپ له امله ده افغانستان لپاره په اسیایي اتلولیو او نورو لوبو کې برخه نه وه اخیستې.
نوین الحق د ۲۰۲۴ کال له دسمبر راهیسې په نړیوالو لوبو کې ګډون نه دی کړی. خو په وروستي ځل یې په یوه شل اوریز لیګ کې څلور میاشتې وړاندې برخه اخیستې وه. له هغه وروسته یې په لندن کې عملیات وکړل، د درملنې پر وخت یې د انګلینډ له یارکشایر کاونټۍ سره تړون لاسلیک کړ چې د بلاسټ په شل اوریز لیګ کې ورسره ولوبېږي.
نوین الحق الحق د افغانستان لپاره په ۱۵ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې او په ۴۸ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې ده.
ده په یو ورځنیو لوبو کې ۲۲ او په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۶۷ ویکتې اخیستې دي.
نوین الحق تراوسه د نړۍ په بېلا بېلو شل اوریزو لیګونو کې لوبې کړې دي او ټول ټال یې په ۲۲۳ شل اوریزو لوبو کې ۲۷۱ لوبغاړي سوځولي دي.