تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'یلدرم هان': د ترکیې د نوي چټک توغندي ځانګړتیاوې څه دي؟
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د څېړنو او پرمختیا مرکز د دغه هېواد لومړنی بین القارهيي یا نیمو وچو واټن ویشتونکی توغندی 'یلدرم هان' نندارې ته وړاندې کړې دی.
یلدرم هان توغندی په استانبول کې د هوايي چلند او دفاع د نړیوال نندارتون پر لومړۍ ورځ نندارې ته کېښودل شو. دغه نندارتون د مۍ پر ۵مه پیل شوی او د مۍ تر ۹مې به دوام ولري.
د توغندي پر یوه اړخ د عثماني امپراتورۍ د سلطان بایزید اول نښه جوړه شوې، پر پورتنۍ څنډه یې بیا د مصطفی کمال اتاترک نښان لیدل کېږي.
په یوه ویناپاڼه کې د ترکیې د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر وویل چې دا د هېواد لومړنی داسې توغندی دی چې په مایع تېلو توغېږي او د هایپرسونیک میزایل ځانګړتیاوې لري.
هغه وویل چې دا د ترکیې لخوا جوړ شوی تر ټولو لرې واټن ویشتونکی میزایل دی.
د دې توغندي په اړه څومره پوهېږو؟
د دې توغندي په اړه تخنیکي معلومات تر اوسه ډېر لږ رسنیز شوي دي. د نندارتون لپاره د اېښودل شوي توغندي د یوې معلوماتي لیکدړې له مخې، د یلدرم هان تر شپږ زره کیلومترو واټن ته رسېدل شی. په دې کې څلور راکټي انجنونه لګول شوي او کولی شي د غږ له چټکتیا ۲۵ چنده په زیات سرعت وتوغېږي.
په دې توغندي کې به مایع نایټروجن ټیټرو اکسایډ تېل کارول کیږي.
د ترکیې بالسټیک توغندي
په دې وروستیو کلونو کې د ترکیې دفاعي صنعت د خپلو ډرون الوتکو او د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د سیسټمونو له امله د نړۍ پام ځانته اړولی دی. د تېر کال په جولای کې په استانبول کې د دفاعي صنایعو په نندارتون کې ترکیې د ټیفن بلاک فور بالسټیک میزایل په ډاګه کړ، چې ۱۰ متره اوږد او ۷۲۰۰ کیلوګرامه وزن لري. دا توغندی د "ترکیې تر ټولو لرې واټن ویشتونکی بالسټیک میزایل" بلل شوی و. د دې توغندي جوړونکي شرکت راکټسان په وینا، د نورو ټیفن توغندیو لږ تر لږه رینج ۲۸۰ کیلومتره دی، په داسې حال کې چې اټکل کیږي ټیفن فور تر زر کیلومترو پورې نښه ویشتلی شي.
سربېره پر دې، د راکټسان یو بل د جنک په نوم منځني واټن ویشتونکی توغندی به هم د توغېدو دوه زره کیلومتره وړتیا ولري.
د نړیوالو تړونونو له مخې، د لرې واټن ویشتونکو بالسټیک میزایلو پر جوړولو او صادراتو بندیز دی او ترکیې هم پر داسې ډېرو تړونونو لاسلیک کړی دی.
په وروستیو کلونو کې روسیې په اوکرایین کې د نښو ویشتلو لپاره د منځني واټن توغندي وکارول. سربېره پر دې ایران هم پر اسرائیلو دا ډول توغندي وار کړي وو. ځینې کارپوهان وايي چې کله ناکله له نړیوالو بندیزونو د ساتنې لپاره د دې توغندیو د توغېدو وړتیا کمه ښودل کیږي.
بین القارهيي توغندی څه وي؟
بین القارهيي توغندی داسې وسلې دي چې د خورا لرې واټن نښو ویشتلو لپاره تیار شوي وي. په دې یوه توغندي کې څو وارهیډونه لګول شوي وي ، چې په یوه وخت کې بېلابېلې نښې ویشتلی شي.
روسیه، امریکا او چین په هغو هېوادونو کې راځي چې دا توغندي لري. له دوی پرته بریتانیا، فرانسه، هند، شمالي کوریا، اسرائیل او ایران هم په لږ شمېر کې بین القارهيي میزایل یا د لویو وچو په واټن وړتیا لرونکي توغندي لري. ځینې بین القارهيي توغندي د اټومي وسلو لېږدولو وړتیا هم لري، خو دا توغندي له دودیزو بارودو سره هم کارول کېدلی شي.
د دودیزو بالسټیک او بین القارهيي توغندیو ترمنځ بنسټي توپیر د هغوی د واټن او سرعت وړتیاوو کې وي. د دودیز بالسټیک توغندي وړتیا له ۳۰۰ کیلومترو تر پنځه نیم زره کیلومترو پورې کېدلی شي، په داسې حال کې چې د بین القارهيي میزایلو د واټن وړتیا له ۱۰ زره کیلومترو هم لوړه وي.
روسیه، امریکا او چین په هغو هېوادونو کې راځي چې دا توغندي لري. له دوی پرته بریتانیا، فرانسه، هند، شمالي کوریا، اسرائیل او ایران هم په لږ شمېر کې بین القارهيي میزایل یا د لویو وچو په واټن وړتیا لرونکي توغندي لري. ځینې بین القارهيي توغندي د اټومي وسلو لېږدولو وړتیا هم لري، خو دا توغندي له دودیزو بارودو سره هم کارول کېدلی شي.