ولې میاشې ځینې کسان تر نورو ډېر چیچي؟

    • Author, کاترین وینګ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

میاشې (میاسې) موږ ته د نژدې کېدو ډېر مخکې، له لرې واټنه هغه ځینې نښې احساسوي چې زموږ بدنونه یې خپروي. نو ایا ته د دې وینې څښونکو حشراتو له غوره هدفونو یې که نه میاشې چندان اغېز نه درباندې کوي؟

زه له هغو کسانو یم چې تل یې میاشې چیچي. د اوړي رخصتیو کې چې د نړۍ هر ګوټ ته ولاړ شم یوه خبره راته یقیني وي: ارومرو میاشې راپسې وي او چیچي مې. د میاشې چیچ به دومره لوی و چې د پوستکي خارښت به راته پیدا شو او اغېز به یې څو اونۍ پاتې شي.

په همدې وخت کې، زما ځینې ملګري چې راسره وي هېڅ ستونزه نه لري. کېدای شي ان یوه میاشه هم هغوی ونه چیچي. او هغه کسان چې چیچل شوي وي هم وي، ډېری وخت یې پر پوستکي یوازې یوه کوچنۍ سره نقطه ښکاري. له همدې امله زما ملګري تل ټوکې کوي او وايي چې ګواکې زما وینه "میاشتې ځان ته راکاږي".

خو څرګنده شوې چې په دې خبره کې یو څه حقیقت شته. زموږ بدنونه بیولوژیکي نښې خپروي، چې پکې د ساایستلو پر مهال خارجېدونکی کاربون ډای اکسایډ او د بدن بوی هم شامل دي. همدا نښې ښيي چې یو انسان تر کومه حده د میاشو د چیچلو هدف کېدای شي. د ځینو خلکو لپاره دا نښې دومره جذابې وي چې میاشې یې مقاومت نه شي کولی.

لاندې درې لارې دي چې دا وینې څښونکي حشرات پرې د نیش وهلو لپاره انسانان پیدا کوي:

کاربون ډای اکسایډ؛ د نژدې هدف نښه

یوازې ښځینه میاشې انسانان چیچي، ځکه چې هغه د انسانانو وینې ته جذبېږي. وینه ورته هغه پروټین برابروي چې د هګیو د ودې لپاره اړین دی. له همدې امله میاشه د لیدلو او بوی کولو له حسونو کار اخلي چې خپل هدف پیدا کړي او دا کار له شاوخوا لس مترو واټنه هم کولی شي.

له دغو نښو یوه مهمه نښه کاربون ډای اکسایډ دی، چې بدن یې د ساایستلو پر مهال د تنفس له لارې او همدارنګه د پوستکي له لارې خوشي کوي.

د انسان د ساایستل میاشې ته د کاربون ډای اکسایډ نښه لېږي، چې د میاسې د بوی حس کې هغه څه فعالوي چې ورته "د کوربه د لټون چلن" ویل کېږي. له همدې امله لویان د ماشومانو پرتله میاشو ته ډېر جذاب وي، ځکه چې دوی د کاربون ډای اکسایډ ډېره اندازه خوشي کوي.

په دې معنا چې میاشې یوازې انسانانو ته نه، بلکې هغو غیر انساني سرچینو ته هم جذبېږي چې کاربون ډای اکسایډ خپروي. له همدې امله د یخ وچه ټوټه او د کاربون ډای اکسایډ سلنډرونه د میاشو د ښکار کولو اغېزمناکې وسیلې ګڼل کېږي.

د بدن تودوخه د میاشې جذب ډېروي

څېړنو ښودلې چې میاشې یوازې کاربون ډای اکسایډ ته نه، بلکې د بدن تودوخې او رطوبت ته هم جذبېږي. (همدارنګه کاربون ډای اکسایډ د تودوخې پر لور د میاشې جذب لا زیاتوي.)

له همدې له مخې، میندواره ښځې د نا میندواره ښځو پرتله دوه برابره ډېرې د میاشې د جذب هدف ګرځي. لامل یې دا دی چې میندواري د بدن د میتابولیزم او تنفس اړتیاوې زیاتوي، چې په پایله کې د ساایستلو پر مهال ډېره تودوخه او ډېر کاربون ډای اکسایډ خوشي کېږي.

د بریتانیا د دورهم پوهنتون د عامې روغتیا د حشراتو د علم استاد سټیو لینډسي وايي:

"ستاسو په بدن کې داسې څه شته لکه یو کوچنی تنور، یعنې تاسو لا ډېر ګرم یاست."

همدارنګه هغه کسان چې فزیکي فعالیتونه کوي، په لنډمهاله توګه میاشې ته ډېر جذاب کېږي، په ځانګړي ډول د ورزش یا سخت کار پر مهال او سملاسي وروسته. دلیل یې دا دی چې د بدن د میتابولیزم اړتیاوې زیاتېږي، چې له امله یې د کاربون ډای اکسایډ خوشي کېدل ډېرېږي، بدن ګرمېږي او خوله کوي.

هغه کسان چې بدن یې لوی وي، کېدای شي میاشې ډېرې ورشي، ځکه هغوی عموماً د بدن ډېره تودوخه خپروي او د ساایستلو پر مهال هم ډېر کاربون ډای اکسایډ خارجوي.

پوستکی هغه بوی خپروي چې میاشې ورته جذبېږي

کله چې میاشې نژدې راشي او شاوخوا لس متره واټن ته ورسېږي، نو خپل قرباني د ځینو نښو له لارې پېژني، چې له هغې ډلې یو د پوستکي بوی دی.

لینډسي وايي: "بوی د دې موضوع اصلي ټکی دی." همدا بوی ټاکي چې میاشې به کوم څوک چیچي. هغه زیاتوي: "کوچني او ډېر ژر تبخیرېدونکي کیمیاوي مواد توپیر رامنځته کوي، ځکه میاشې په یوه کیمیاوي نړۍ کې ژوند کوي."

لینډسي او نور ساینسپوهان هغه عام باور ردوي چې ګواکې د "میاشې خوښوونکې وینه" لرونکي خلک ډېر چیچل کېږي. دوی موندلې چې میاشې د هر انسان "د پوستکي ځانګړي بوی" ته جذبېږي.

د پوستکي مایکروبیوم (د پوستکي طبیعي کوچني ژوندي موجودات) کولای شي د پوستکي پر سطحه موجود کاربوهایډرېټونه، غوړ اسیدونه او پېپټایډونه تجزیه کړي او په داسې عضوي موادو یې بدل کړي چې ژر تبخیرېږي. میاشې د دې موادو ترمنځ توپیر کولی شي. د انسان پوستکی له ۵۰۰ ډېر بېلابېل تبخیرېدونکي عضوي مرکبات لري.

میاشې په طبیعي ډول د پوستکي پر سطحه موجود امونیا او لاکتیک اسید ته هم جذبېږي، او د کاربوکسیلیک اسیدونو شتون دا جذب لا زیاتوي.

په امریکا کې د راکفلر پوهنتون څېړونکو د ۶۴ کسانو د پوستکي بوی وڅېړه. دغو کسانو د شپږو ساعتونو لپاره د نایلون لستوڼي پر لاس کړي وو او دا لستوڼي د بویونو د راټولولو د وسیلې په توګه کارول شوي وو. میاشې ته د نایلون بېلابېلې نمونې وړاندې شوې او پایلو وښوده چې میاشو په ښکاره ډول د هغو کسانو بوی خوښ کړ چې د کاربوکسیلیک اسیدونو کچه یې لوړه وه.

څېړونکو د هر کس لپاره د میاشې د جذب یوه درجه هم وټاکله. پایلو وښوده چې د تر ټولو جذاب کس درجه د لږ جذاب کس پرتله سل برابره لوړه وه. دا توپیرونه د کلونو په اوږدو کې هم ثابت پاتې شول، که څه هم د خلکو د ژوند په طرز کې بدلونونه راغلي وو.

لینډسي وايي: "د میاشې لپاره ستاسو نسبي جذابیت تر ډېره ثابت پاتې کېږي."

همدارنګه د پوستکي مایکروبیوم هم اغېز کولی شي چې موږ میاشو ته څومره جذاب یو. د هالنډ د واخنینګن پوهنتون څېړونکو موندلې هغه کسان چې د ملاریا میاشو ته ډېر جذاب وو، د پوستکي پر سطحه یې د باکتریاوو مختلفه ټولګه لرله؛ دا ټولګه ډېره پراخه وه، خو تنوع یې کم و.

د دې تر ټولو احتمالي دلیل دا دی چې د پوستکي باکتریاوې د بدن د بوی په رامنځته کولو کې مهم رول لري. د انسان خوله په خپله د انسان د بوی حس ته بې بویه ده، خو د باکتریاوو په نشتوالي کې داسې پاتې کېږي.

د غبرګو ماشومانو په اړه څېړنو هم ښودلې چې یو شان جنیټیک لرونکي غبرګونې میاشې په ورته کچه جذبوي، په داسې حال کې چې نا یو شان غبرګوني په دې برخه کې توپیر لري. دا ښيي چې هغه بوی چې د ځینو خلکو د میاشې د چیچلو وړتیا زیاتوي، ښايي ارثي ځانګړتیا ولري.

د میاشې د چیچلو توپیر

د خلکو د بدن غبرګون د میاشې د چیچلو پر وړاندې ډېر توپیر لري. یوې جینومي څېړنې ښودلې چې زموږ د بدن د معافیتي سیستم له جینونو سره قوي ارثي اړیکه شته او همدا جینونه اغېز کوي چې بدن د میاشې د نیش پر وړاندې څنګه غبرګون وښيي. د پام وړ خبره دا ده چې دا جیني سیمې له هغو سیمو سره هم تړاو لري چې د حساسیت (الرژۍ) له ناروغیو سره اړیکه لري.

همدارنګه، هغه کسان چې د میاشې د چیچلو پر وړاندې د ډېر قوي او لوی غبرګون چمتووالی لري (لکه د پوستکي د پړسوب اندازه او د خارښت شدت)، ښايي دې ته وهڅوي چې ځان د " میاشې جذبونکی" وګڼي.

د سکاټلنډ د ګلاسکو پوهنتون د طبي حشراتو د علم استادې هیدر فرګوسن وايي:

"ځینې خلک فکر کوي چې دوی ځکه ډېر د میاشې نیش کېږي چې د دوی غبرګون ډېر څرګند وي، په داسې حال کې چې ځینې نور خلک کېدای شي څو ځله نیش شي، خو نښې یې تقریباً نه ښکاري."

که څه هم ځینې خلک له بیولوژیکي پلوه د مچانو لپاره اسانه هدفونه کېدای شي، خو هېڅوک په بشپړه توګه د میاشې له حسګرو سیستمونو نه شي پټېدای.

فرګوسن وايي: "ان که تاسو فکر کوئ چې میاشې مو نه چیچلی، بیا هم باید خپل ځان وساتئ."

د میاشې له چیچ د ځان ساتلو لپاره څه وکړو؟

فرګوسن وايي داسې محدود یا نه پرېکنده شواهد شته چې ښيي د هوږې خوړل یا د ویټامین B اضافي ګولۍ اخیستل د میاشې په مخنیوي کې مرسته کوي.

هغې سپارښتنه کړې چې:

  • د حشراتو ضد اغېزناک مواد وکارول شي؛
  • اوږده لستوڼي او اوږد پتلون واغوستل شي؛
  • هغه کالي واغوستل شي چې حشره وژونکي مواد پرې موښل شوي وي.
  • د بدن پټول ډېر مهم دي، ځکه میاشې ډېری وخت د بدن پر ښکاره برخو نیش وهي. همدارنګه د خولې کولو او د وخت په تېرېدو د ساتنې اغېز کمېږي، نو د حشراتو ضد مواد باید په منظم ډول بیا وکارول شي.