د انرژۍ
نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ، د جولای په ۱۰مه، اعلان وکړ چې د هرمز تنګي له لارې
د تېلو د لېږد د تدریجي بیا پیل او د بیو د کمېدو له امله، د نړۍ د تېلو د تقاضا د
"ښه کېدو" بهیر پیل شوی دی.
د دې
ادارې په میاشتني راپور کې راغلي: "د
نړۍ د تېلو د تقاضا ښه کېدل پیل شوي دي او تمه ده چې د تېلو تقاضا او مصرف به په مې میاشت کې له ثبت شوې تر ټولو ټیټې کچې څخه
زیات شي."
دې ادارې
د جون په میاشت کې اټکل کړی و چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله، چې د هرمز تنګي
له لارې یې تګ راتګ ګډوډ کړی و، د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د تېلو تقاضا هره ورځ یو
میلیون او سل زره بېرله کمه شي. خو اوس تمه کېږي چې دغه کموالی به هره ورځ یو
میلیون بېرلو ته ورسېږي.
په راپور
کې راغلي: "د نړۍ د تېلو عرضه
د جون په میاشت کې د پام وړ ۴ میلیونه او ۱۰۰ زره بېرلو په زیاتوالي سره هره ورځ ۹۸
میلیونه او ۸۰۰ زره بېرلو ته ورسېده؛ ځکه چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د
جریان بیا پیل د خلیج د هېوادونو د تولید د نسبي ښه کېدو زمینه برابره کړه. سره له
دې، د نړۍ تولید لا هم د جګړې له پیل مخکې کچې څخه هره ورځ شاوخوا ۹ میلیونه او ۴۰۰
زره بېرله کم دی."
د راپور
په بله برخه کې راغلي: "د
خلیج د هېوادونو د تېلو ټول صادرات، په هغو بارونو کې هم شامل دي چې د هرمز تنګي
له تېرېدو پرته لېږدول شوي، د جون په میاشت کې هره ورځ د ۶ میلیونه او ۵۰۰ زره
بېرلو په زیاتوالي سره ۱۶ میلیونه او ۱۰۰ زره بېرلو ته ورسېدل؛ دا د پام وړ
زیاتوالی دی، خو لا هم د جګړې له پیل مخکې د ۲۴ میلیونه بېرلو د ورځني اوسط په
پرتله ډېر کم دی."
د انرژۍ
نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، د جون په میاشت کې د نړۍ د تېلو عرضه هره ورځ ۱۰۲
میلیونه او ۶۰۰ زره بېرلو ته ورسېده، او که "تاوتریخوالی په چټکۍ سره کم شي او بیا نښتې رامنځته نه
شي"، د ښه کېدو بهیر به دوام وکړي.
دې
ادارې زیاته کړه: "که د تنګي له لارې
د تېلو د لېږد کچه ښه شي، نو راتلونکی کال به د تېلو عرضه هره ورځ ۷ میلیونه او ۵۰۰
زره بېرله زیاته شي."
د انرژۍ
نړیوالې ادارې همداراز اعلان وکړ چې د نړۍ د تېلو زېرمو د لومړي ځل لپاره، د
فبرورۍ په ۲۸مه (د ۱۴۰۴ کال د کب ۹مه) پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو
راهیسې، زیاتوالی موندلی دی.
د سمندري معلوماتو د شرکت کپلر د لومړنیو
معلوماتو له مخې، چې د بيبيسي د تصدیق څانګې (Verify) له خوا څېړل شوي، د جولای په ۹مه ۱۸ بار وړونکو او تېلو
وړونکو بېړیو د هرمز له تنګي تېرېدل کړي دي. دا شمېر د جولای په ۸مه د ۲۸ بېړیو او
د جولای په ۷مه د ۳۶ بېړیو په پرتله کم شوی دی.