تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه پاکستانۍ الوتکه غورځېدلې چې له شارجې کراچۍ ته د الوت پرمهال ورکه شوې وه
له شارجې کراچۍ ته د الوت پرمهال د پاکستان یوه کارګو الوتکه چې مخکې یې د ورکېدو خبرونه ورکړل شوي وو، اوس یې د دغه هېواد په یوه سمندرغاړه کې پاتېشوني موندل شوي دي.
د کېټو ایروېز شخصي هوايي شرکت دا لوتکه د عرب سمندرګي په حدودو کې ورکه شوې وه او تېره ورځ یې د کراچۍ او ګوادر ترمنځ د اورماړه په نوم سیمې په سمندرغاړې کې پاتېشوني وموندل شول.
ځايي چارواکي وايي چې په الوتکه کې د ناستو پنځو کسانو او د تور بکس (بلېک باکس) لټون روان دی.
د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه ویاند بيبيسي اردو ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د لټون هڅې روانې دي.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې نن جمعه سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سمندري ځواکونه او د سمندري امنیت ساتنې اداره په ګډه د سمندر په ژورو کې د لټون په دې هڅو کې شریک دي او د هوايي ځواکونو مرسته هم ورسره ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لټون عملیاتو پر مهال د الوتکې ځينې نورې برخې او پاتېشوني هم موندل شوي دي چې تحقیق پرې روان دی.
الوتکه څنګه لادرکه شوه؟
تېره سېشنبه (چنګاښ ۱۶/جولای ۷) د پاکستان ځايي چارواکو خبر ورکړ چې د کېټو ایروېز کارګو په نوم د یوه خصوصي هوايي شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکه چې د متحده عرب اماراتو له شارجې د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه وه، په لار کې بېدرکه شوې ده.
په لومړنیو رپوټونو کې وویل شول چې په دې الوتکه کې د عملې پېنځه کسان سپاره وو.
د پاکستان د هوايي ډګرونو د کنټرول ادارې یوه اعلامیه کې وویل چې دې الوتکې په ځايي وخت د شپې ۹ بجې او ۱۸ دقیقې د لار موندنې سیستم (ناویګېشن) کې د خرابۍ خبر ورکړ او ورپسې د کراچۍ د هوايي چلن د کنټرول مرکز (ایسيسي) دې الوتکې ته لارښوونې وکړې.
په بیان کې ویل شوي وو چې د شپې ۹ بجې او ۲۱ دقیقې په رادار باندې وکتل شول چې الوتکه په چټکۍ سره مخ په کښته روانه ده او ناڅاپه یې لوری هم بدل شو.
د کراچۍ د هوايي چلن د کنټرول مرکز وویل، وروسته یې له دغې الوتکې سره اړیکه پرې شوه.
د پاکستان د هوايي ډګرونو د کنټرول ادارې په وینا، دمګړۍ د بېلابېلو ادارو په مرسته سمندر کې د دې الوتکې د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.
د پاکستان پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو دفتر (ایایسپيار) د دوی سمندري او هوايي ځواک هم د هوايي شرکت د دې بېدرکه شوې الوتکې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې همکاري کوي.