تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ظاهر قدیر امریکا کې محکمې ته حاضر شو
د افغانستان د پرځېدلي جمهوريت د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی، چې پرې د لګېدلو تورونو لړ کې محاکمه شي.
پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت سرپرست، ټاډ بلانش، ویلي: "عبدالظاهر قدیر، سره له دې چې ځان یې د افغانستان د یوه سیاسي مشر په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې یې یوه جنایي شبکه رهبري کوله چې د خورا خطرناکو او اعتیاد راوستونکو نشهیي توکو او همدارنګه د درنو وسلو په قاچاق کې ښکېله وه."
د لګېدلو تورنو له مخې، پخواني افغان چارواکي امریکا ته د سلګونو کیلوګرامه هیرویینو او مېتامفېټامینو د لېږد په اړه له داسې یوه کس سره خبرې اترې کړې وې، چې په حقیقت کې د امریکا د نشهیي توکو ضد ادارې یو محرم همکار و.
که عبدالظاهر قادر د امریکا ته د نشهیي توکو او وسلو د واردولو د پلان په جرم مجرم وپېژندل شي، نو د عمري بند له سزا سره به مخامخ شي.
عبدالظاهر قدیر د متحدو ایالتونو په منهټن کې محکمې ته وړاندې شو او د امریکا فدرالي څارنوالۍ د یوې اعلامیې له مخې د محاکمې تر مهاله یې په توقیف کې د ساتلو امر شوی.
د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د کینیا پلازمېنې نایروبي کې له یوه هوټله نیول شوی و. بي بی سي ته ویل شوي پر ظاهر قدیر دغه تورونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ۲۰۲۵ مارچ اړوند دي.
د روان ۲۰۲۶ کال د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړ چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي.
د اسوشیټیټډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، معلومه نه ده، چې څوک به د نوموړي خلاف لګېدلو تورونو سپيناوي لپاره د ده وکالت کوي، چې که پرې ثابت شي له لسو کلونو د زندان سزا یا لږترلږه د عمري بند سزا ورکول کېدای شي.
د اې پي رپوټ کې ویل شوي، د امریکا څارنوال جی کلیټون ښاغلي قدیر په پراخه کچه د نشه يي توکو او پوځي وسلو قاچاق کوونکی بللی. ښاغلي کلیټن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي:
''قدیر تورن دی چې د زهرجنو موادو او وسلو د لویو محمولو د قاچاق هڅه یې کوله، چې په هغو کې درنې ماشین ګڼې او د لاسي بمونو ویشتونکې وسلې (ار پي جي راکټ لانچرونه) هم شامل وو. ادعا کېږي چې نوموړي د ازمایښتي بار په توګه یوه دوه کیلوګرامه محموله یوه پېرودونکي ته پلورلې وه، چې په سویلي افریقا کې ورته سپارل شوې وه.''
تېر کې داسې انګېرل کېده چې ښايي پر هغه افغانستان کې د امریکا د حضور مهال تورونه پورې شوي وي. خو دا لا روښانه نه ده چې د قاچاق تورونه پر ښاغلي قدیر افغانستان کې دننه او که بهر لګول شوي دي.
ظاهر قدیر پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته ننګرهار کې د امریکا په ملاتړ فعالیتونه کول، پلار یې حاجي قدیر یو مهال د ننګرهار والي او بیا د فواید عامې وزیر و چې د ۲۰۰۲ کال په جولای کې کابل کې د نامالومه وسله والو په برید کې ووژل شو.
د پلار له مرګ وروسته ظاهر قدیر چې پخوا یې پوځي او امنیتي دندې ترسره کړې وې ولسي او سیاسي فعالیتونو ته مخه کړه. نوموړي په پارلماني ټاکنو کې له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماند له بریا وروسته د ولسي جرګې د مرستیالۍ څوکۍ ته هم ورسېد.