تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کانګو کې د ایبولا ناروغۍ نوې څپې ۶۵ کسان وژلي
- Author, حفصه خلیل
- Author, ایمري ماکومینو
- دنده, بي بي سي افریقا راپور له
- رپوټ له:, کینشاسا
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افریقا تر ټولو سترې روغتیايي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ ایتوري ولایت کې د ایبولا د خپرېدو اعلان کړی دی.
د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC Africa) ویلي، چې شاوخوا ۲۴۶ پېښې او ۶۵ مړینې ثبت شوې دي.
د دغې ادارې په وینا له ډېرې پېښې د سرو زرو د کانونو په درلودونکو ښارونو مونګوالو او روامپارا کې ثبت شوې دي.
دې ادارې نن (جمعه) په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له ګاونډیو هېوادونو یوګانډا او سویلي سودان، او نورو نړیوالو شریکانو سره غونډه جوړوي، چې د غبرګون هڅو او د پولو هاخوا څارنې په ګډون پر لومړیتوبونو خبرې وکړي.
ایبولا لومړی ځل هم په ۱۹۷۶ کال په هغه سیمه کې خپره شوه، چې اوس د کانګو دیموکراتیک جمهوریت بلل کېږي او ګومان کېږي، چې له اسمانڅکالي څخه خپره شوې ده.
دا په دغه هېواد کې د دې وژونکې وایرسي ناروغۍ اوولسمه څپه ده.
اېبولا څه شی دی؟
دا ناروغي د بدن د مایعاتو له مستقیم تماس څخه خپرېږي، او شدیدې وینې بهېدنې او د غړو له کاره لوېدو لامل کېږي.
لومړنۍ نښې یې تبه، د عضلو درد، ستړیا، سر درد او د ستوني درد دي. د ایبولا لپاره تر اوسه کومه بشپړه درملنه نشته.
د کانګو پلازمېنه کینشاسا کې د بایومیډیکل څېړنو ملي انسټیټیوټ (INRB) له خوا ترسره شویو لومړنیو ازموینو کې، د ۲۰ څېړل شوو نمونو له ډلې په ۱۳ کې ویروس موندل شوی دی.
دا ازموینې د کانګو د روغتیا وزارت او د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ سره تر مشورو وروسته ترسره شوې دي.
د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، چې له ۶۵ مړینو څخه څلور د لابراتوار له خوا تایید شوې پېښې وې.
د ایتوري ولایت په مرکز بونیا کې نورې شکمنې پېښې هم راپور شوې دي، خو تر دې دمه په لاراتوار کې نه دي تائید شوې.
دې ادارې ویلي، چې دوی د ناروغۍ د لا زیاتې خپرېدو ته اندېښمن دي، ځکه روامپارا او بونیا ښاري سیمې دي او په مونګوالو کې د کان کیندنې فعالیتونه هم روان دي.
د روغتیايي ادارې اجرائیه مشر ډاکټر ژان کاسیا زیاته کړې، چې د اغېزمنو سیمو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ "د خلکو پراخ تګ راتګ" سیمه ییزه همغږي لا ضروري کوي.
د کانګو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د ایبولا وبا نه ده اعلان کړې.
یوه کارکوونکي بي بي سي ته ویلي، چې تمه ده له جمعې وروسته یوه خبري غونډه ترسره شي.
ایتوري ولایت له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر پوځي واک لاندې دی، چې ملکي چارې یې د یوه پوځي جنرال له خوا اداره کېږي.
دی غواړي هغه لسګونه وسله والې ډلې بېوسلې کړي، چې له کلونو راهیسې په سیمه کې فعالیت کوي.
په دغو وسلهوالو کې د متحدو دیموکراتیکو ځواکونو (ADF) ډله هم شامله ده، چې له اسلامي دولت یا داعش سره تړاو لري.
په تېرو ۵۰ کلونو کې د افریقا په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.
په کانګو دېموکراتیک جمهوریت کې یې تر ټولو مرګونې څپه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ وه، چې نږدې ۲۳۰۰ کسان پکې مړه شول.
تېر کال په مرکزي کاسای ولایت کې د یوې خپرېدنې له امله ۴۵ کسان مړه شوي وو.