د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ نیمه‌پایلوبو ته لار ومونده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

انګلنډ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په منځلوبو کې ناروې ته ۲-۱ ماته ورکړه او نیمه پایلو ته یې لار ومونده.‌

د انګلنډ لپاره دواړه ګولونه جود بلېنګم ووهل. هغه تېره سیالۍ کې هم دوه ګولونه کړي وو.

دغه سیالي د امریکا متحدو ایالتونو په میامي لوبغالي کې کېده.

د لوبې لومړی ګول په ۳۶مه دقیقه کې ناروې وکړ. دغه هېواد لپاره اندریاس شیلډروپ ګول ووهه.

خو د لومړۍ نیمايي تر پای ته رسېدو لږ مخکې اضافي وخت کې بېلنګم د انتوني ګوردن پر پاس ګول وکړ او سیالي یې ۱-۱ مساوي کړه.

دا چې لوبه تر وروستیو همداسې برابره وه، نو اضافي وخت ته ولاړه.

د اضافي وخت پیل (۹۳مه دقېقه) کې بلېنګم بل ګول هم وواهه.

له دې سره تر دې دمه په روان نړیوال جام کې د بلېنګم د ګولونو شمېر ۶ ته لوړ شو.

انګلنډ لپاره په سږني نړیوال جام کې تر دې دمه له ټولو ۱۳ ګولونو ۱۲ یوازې جود بلېنګم او کپتان هرې کېن وهلي دي.

دا د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې څلورم ځل دی، چې انګلنډ نیمه پایلوبو ته لار مومي. خو ناروې تر دې مخکې منځلوبو ته هم نه وه وتلې.

انګلنډ په ۱۹۶۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام هم ګټلې و.

د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډله نیمه پایلو کې چې راتلونکې چارشنبه (د جولای ۱۵مه) کېږي، د ارجنټاین او سویس د سیالۍ له ګټونکي سره مخامخېږي.

د ارجنټاین او سویس لوبه لږ وروسته د کېنزاس لوبغالي کې پیلېږي.

تر دې مخکې فرانسې د مراکش او اسپانیا د بلجیم په ماتولو سره منځلوبو ته لار ایستلې وه.