تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانيا پاچا چارلز د امریکا کانګرېس ته وینا وکړه
د بریتانيا پاچا چارلز امریکا ته د خپل څلور ورځني سفر په دويمه ورځ کانګرېس ته تاريخي وینا وکړه. نوموړی د بریتانيا دویم واکمن دی چې د امریکا کانګرېس ته وینا کوي.
د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس او د استازو جرګې مشر مايک جانسن له څو نورو سناتورانو سره یو ځای د بریتانيا پاچا تر تالار پورې بدرګه کړ.
د بریتانيا پاچا په خپله وینا کې د امریکا او بریتانيا تر منځ اړیکو او ګډو ټکو ته اشاره وکړه، او د دواړو هېوادونو تر منځ يووالی یې چې د کلونو په اوږدو کې جوړ شوی په "ريښتينې توګه بې ساری" وباله.
ښاغلي چارلز وويل، بریتانيا او امریکا په ځانګړې توګه د امنیتي مسايلو په برخه کې د همکاريو فرصتونه لري او زياته یې کړه، بریتانيا په دې پوهېږي چې راتلونکي ګواښونه د دفاعي جوړښت بدلون ته اړتيا او په وینا یې له همدې کبله هېواد یې په دې برخه کې خپله بوديجه زياتوي.
نوموړي یادونه وکړه چې بریتانيا د سپټمبر ۱۱مې بریدونو وروسته د امریکا تر څنګ ولاړه وه او ویې ویل چې سبا به نيويارک ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغو بریدونو د قربانيانو یاد تازه کړي.
هغه امریکايانو ته په خطاب کې وويل، "موږ هغه وخت ستاسو تر څنګ ولاړ وو او اوس هم د هغې ورځې د درناوي لپاره چې هېڅکله بايده هېره نه شي، ستاسو سره ولاړ يوو".
کانګرېس ته د بریتانيا د پاچا چارلز د وینا ځینې مهم ټکي:
- پاچا د امریکا او بریتانیا ترمنځ ګډ تاریخ ته اشاره وکړه او دا یې داسې اړیکه وبلله چې څو پېړیو ته رسېږي.
- هغه وویل، له تاریخ هاخوا، دواړه هېوادونه ګډ ډیموکراتیک ارزښتونه لري چې د دوی د حکومتونو بنسټ جوړوي. د هغه دا خبره چې اجرایي واک باید د څارنې میکانیزمونو او د واک د توازن تر کنټرول لاندې وي، د ډیموکراتانو له ځانګړي هرکلي سره مخ شوه.
- پاچا همدارنګه خبرداری ورکړ چې د بریتانیا او امریکا ځانګړې اړیکه "یوازې پر تېرو لاسته راوړنو تکيه نه شي کولی"، په ځانګړي ډول په داسې نړۍ کې چې له کړکېچونو ډکه او په چټک بدلون کې ده.
- هغه د لندن او واشنګټن ترمنځ د دفاعي همکاریو د زیاتولو غوښتنه وکړه او په اروپا کې د "ریښتینې عادلانه او تلپاتې سولې" لپاره د اوکرایین د ملاتړ پر ګډې ملګرتیا یې ټینګار وکړ.
- پاچا د خپلې تاریخي وینا په پای کې د یووالي او د نړیوال چاپېریال ساتنې په اړه هم پیغام ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته تللي دي.
د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د بریتانيا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ.
دا سفر د سپينې ماڼۍ د خبريالانو په مېلمستيا کې د ډزو له پېښې وروسته ترسره کېږي چې له کبله یې د امنيتي تدبیرونو په اړه ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي.
د بریتانيا بکېنګهم ماڼۍ اعلان کړی چې د بریتانيا د پاچا د سفر عمومي پروګرام کې نژدې هېڅ بدلون نه دی راغلی او ښاغلي ټرمپ هم ويلي وو چې "پاچا به په بشپړه توګه خوندي وي".
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او بریتانيا اړيکې د ایران د جګړې له کبله یو څه خرابې شوې ښکاري. ښاغلي ټرمپ تېره اوونۍ بي بي سي ته ويلي وو چې دا سفر کولی شي د اړيکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.