تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کونړ کې د پاکستان بریدونه: ' لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او د ۳۰ محصلینو په ګډون ۷۸ نور ژوبل دي'
د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان د بریدونو له کبله د ولسي وګړو د مرګژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
د وروستیو رپوټونو له مخې د دوشنبې ورځې د پاکستان په ډرون او جېټ حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل دي. له دې مخکې د دریو کسانو د وژل کېدو او پنځوسو نورو ژوبل کېدو پخلی شوی و.
ویل کېږي په ټپیانو کې د کونړ پوهنتون یو شمېر محصلین او لږ تر لږه یو ښوونکی هم دی.
د معلوماتو ترمخه په دغو بریدونو کې د کونړ مرکز اسداباد، سرکاڼو او مروره ولسوالۍ په نښه شوي دي.
څو سرچینو بي بي سي ته تایید کړي چې دا بریدونه پاکستاني جېټ او بې پیلوټه الوتکو کړي دي.
په دغو بریدونو کې د کونړ پوهنتون ودانۍ هم په نښه شوې ده.
کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون یوه محصل بي بي سي ته وویل " د معمول په شان ماسپښین مهال شاوخوا دوه نیمې بجې په خپل درس بوخت و او استاد راته درس راکاوه چې یو ناڅاپه د درنې چاودنې غږ واوریدل شو."
اکرام الله چې د پېښې عیني شاهد دی وايي " له چاودنې وروسته سختې دوړې،لوګي او د باروتو بوی و او یو بل مو نه شو لیدلی."
دی وايي په پېښه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ودانۍ ته زیان رسیدلی او ډېره برخه یې ویجاړه شوې.
له پېښې وروسته مرکز اسداباد کې د امبولانسونو ګڼ غږونه اوریدل شوي او ځينې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا د مرګژوبلې لومړنۍ شمېرې دي او عیني شاهدانو بي بی سي ته ویلي ' ښايي د مرګژوبلې شمېر لوړ وي.'
حامد کرزی: په پوهنتونو او ښونځیو بریدونو سره پاکستان غواړي افغانستان کې د تعلیم ریښې وچې کړي
افغانستان کې د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان وروستیو بریدونو د غندنې تر څنګ لیکلي " پر سید جمال الدین افغان پوهنتون توغندیز برید بزدلانه، بې رحمه او د ټولو نړیوالو او اسلامي اصولو خلاف عمل بولي."
د لوړو زدکړو وزارت ویلي په دغې برید کې شاوخوړا ۳۰ تنه محصلین او استادان ټپیان شوي او پوهنتون ته پراخ زیان رسدیلی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د تیریو د غندنې تر څنګ په ملګرو ملتونو غږ کړی چې د افغانستان په خاورې او خلکو د پاکستان نظامي حملې په جدیت وڅیړي، غندنه یې وکړي او په ټکو یې مخه دې یې ونیسي.
په ټولنیزو رسنیو یوه بیان کې حامد کرزي لیکلي "زه دا بریدونه په کلکو ټکو غندم او دا د پاکستان د هغې پالیسۍ برخه بولم چې غواړي په افغانستان کې د تعلیم او ترقۍ ریښه وچه کړي."
پاکستان پر پوهنتون د برید رپوټونه رد کړي
د دوشنبې ورځې بریدونه له څو اونیو نسبي ارامتیا او نااعلان شوې اوربند وروسته په افغانستان کې د ننه د پاکستاني جېټ او ډرون الوتکو لومړني بریدونه دي. د پاکستان د تېرو ډېرو نورو هوايي بریدونو په څیر د دوشنبې ورځې د بریدونو ډیری قربانیان هم ولسي وګړي یاد شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت پر کونړ پوهنتون د پاکستان د بریدو رپوټونو ته په غبرګون ویلي " موږ کونړ کې پوهنتون نه دی په نښه کړی."
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ټينګار کړی چې ځواکونه یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کره عملیات کوي.
پاکستان له دې مخکې هم افغانستان کې د هوايي بریدونو موخې د دوی ضد وسله وال او یا افغانستان کې د طالبانو حکومت د وسلو اړوند بنسټونه بللي او په ولسي وګړو بریدونه یې رد کړي دي خو د ملګرو ملتونو رپوټ ښيې چې د پاکستان په بریدونو کې ډیری قربانیان ولسي وګړي دي.
ملګرو ملتونو همدا تېره اونۍ هم د هغه خبر بیا پخلی وکړ چې پاکستان د روژې په میاشت کې کابل کې د روږدو په یوه روغتون برید کې لسګونه ناروغان وژلي وو.
په ختیځ کونړ د پاکستان له دغو تازه بریدونو سره هممهاله د طالبانوحکومت ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورند پر کرښه لږ تر لږه درې ځایه د جګړو او ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.