تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپینې ماڼۍ دخبریالانو پر مېلمستیا بریدګر څوک دی او څنګه هلته ورسېد؟
د شنبې په ماښام د سپینې ماڼۍ لخوا د خبریالانو ټولنې ته ترتیب شوې کلنۍ مېلمستيا، چې ډونلډ ټرمپ، د هغه د میرمنې، د امریکا مرستیال ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو په ګډون ترسره کېده، په تالار کې د ډزو له امله ګډوډه شوه.
د غونډې په پیل کې لومړی د ډزو غږونو له اورېدو سره ځانګړي ځواکونه هغه تالار ته ننوتل چې دغه غونډه په کې ترسره کېده او وروسته ولسمشر او نور چارواکي د امنيتي کسانو له خوا وايستل شول.
په ډزو کې مرګژوبله نه ده شوې او له پېښې وروسته ډونلډ ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې اعلان وکړ چې مشکوک بریدګر نیول شوی، د ده له اعلان په تعقیب د امریکا نورو امنیتي ادارو هم د بریدګر د نیولو پخلی وکړ.
د یوې پوښتنې په ځواب کې ډونلډ ټرمپ وویل چې له غونډې مخکې یې امنیتي ټیم د کوم ګواښ وړاندوینه نه وه کړې او نه هم داسې معلومات ور رسېدلي و.
د نیول شوې تن په اړه نوموړي وویل " دی ډېر خطرناک ښکاریده."
ولسمشر ټرمپ د پېښې د څرنګوالي په اړه هم خپله جزیات ورکړل او په ټکو یې " بریدګر له شاوخوا ۵۰ مترۍ ډزې وکړې چې وروسته سملاسي امنیتي کسان لاس په کار شول."
ټرمپ همداراز وویل چې فکر کوي بریدګر یوازې و او پرته له دې چې اضافه وضاحت ورکړي وې ویل " دا لیوني خلک دي چې باید ځان ترې خلاص کړو."
د مشکوک بریدګر په اړه تر اوسه څومره پوهېږو؟
د سپینې ماڼۍ په خبري غونډه کې له ګډون څو شېبې مخکې ډونلډ ټرمپ د پټو کمرو له خوا ثبت شوې ځينې انځورونه په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشیال خپاره کړل، چې پکې یو کس د هوټل تالار نه د تېښتې په حالت کې ښکاري.
په انځورونو کې ښکاري چې بریدګر د یوه امنیتي کس تر څنګ ډزې کوي او تېریږي، په همدې وخت کې ښکاري چې امنیتي کس خپله وسله راوباسي او هغه پسې کېږي.
ټرمپ د دې پېښې دوه نور داسې انځورونه هم خپاره کړې چې په یوه کې یاد شکمن بریدګر په داسې حال کې لاس تړلی او پړمخې څمول شوی ښکاري چې بدن یې نیم لوڅ شوی دی.
امریکایۍ رسنیو خبر ورکړی،چې نیول شوی تنکول توماس الېن نومېږي.
د رپوټونو له مخې هغه ۳۱ کلن او د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس په سویل ختیځ کې د تورانس سیمې اوسېدونکی دی.
د بيبيسي امریکایی شریک سيبياېس نیوز وايي، الېن د کلیفورنیا د ټېکنالوژۍ له اېنسټېټیوټه تر فراغت وروسته په تورانس کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.
د واشنګټن د پولیسو مشر جیفري سي کارول ویلي چې یاد کس په همدې هوټل کې چېرې چې دا کلنۍ غونډه رابلل شوې وه د میلمه په توګه اوسېده، او اوس یې د پلټنې په موخه کوټه بنده شوې ده.
چارواکو دا هم ویلي چې د یاد بریدګر اصلي استوګنځي ته هم قانون پلي کوونکې ادارې رسېدلې او پلټنې روانې دي.
د واشنګټن ښاروال ویلي چې ' نیول شوی مشکوک کس اوس د پولیسو تر څار لاندې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.'
د برید موخه
کله چې خبریالانو په واشنګټن کې د پولیسو له مشر جیفري کیرول څخه وپوښتل چې د بریدګر او یادې حملې موخه څه وه نو په ځواب کې یې ښاغلي کیرول وویل ' تر اوسه دا نه ده روښانه چې دې کس دا برید ولې وکړ؟'
خو هغه وویل مشکوک بریدګر له دې مخکې د پولیسو تر څار لاندې نه و او نه یې هم په اړه د داسې برید فکر کېده.
د بيبيسي امریکایي شریک سيبياېس نیوز رپوټ ورکړی چې سپينه ماڼۍ کې د ډزو په شک نیول شوي کس چارواکو ته ویلي چې د هغه موخه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت چارواکي په نښه کول و.
سيبياېس د دوو سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی زیاته کړې، د تېرې شپې د پېښې پر مهال له پېنځو تر اتو پورې ډزې شوې دي.
د ځايي پولیسو مشر ویلي ' له مشکوک کس سره څو وسلې وې چې یوه وړوکي توپانچه، یو وړوکی لاسي ټوپک او څو چاقوګان وو.'
د جیفري کیرول له قوله ' وسله وال تورن په ډزو نه دی لګیدلی او داسې فکر کېږي چې دی ګوښی او یوازینی بریدګر و.'
نوموړي همداراز دا هم ویلي چې د ډزو غږونه په امنیتي ناکامۍ دلالت نه کوي او دا د دې ښکارندويي هم نه کوي چې بشپړ امنیتي ترتیبات نه و نیول شوي. ده زیاته کړه امنیتي کسانو خپل کار په ښه طریقه ترسره کړ.