'افغانستان د هغو لسو هېواد نوملړ کې دی چې لوی شمېر وګړي یې له لوږې سره مخ دي'

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خوړو د کمښت او کړکېچ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې شبکې په خپل تازه راپور کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې شمېرلی چې د خوړو له سخت ناورین سره مخ دي.

دا راپور چې د ۲۰۲۶ کال لپاره خپور شوی، ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې سخته لوږه دوه برابره شوې ده.

دغه شبکه وايي، د نړۍ له لوږې سره مخ وګړو لویه برخه په لسو هېوادونو افغانستان، سودان، جنوبي سودان او یمن کې اوسېږي او له سختې لوږې سره مخ دوه پر درېیمه برخه خلک په همدې هېوادونو کې له کړاو سره پايي.

شبکه همدارنګه وايي چې جبري بې‌ځایه کېدل لا هم په نړۍ کې د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو یو مهم لامل دی.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۸۵ میلیونو ډېر کسان په هغو هېوادونو کې چې د خوړو د ناامنۍ له کړکېچ سره مخ دي، اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. په دې کې په کور دننه بې‌ځایه شوي خلک او له لویه سره کډوال تر نورو ډېر له لوږې سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له دوه اعشاریه اته میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، چې ډېر یې نه سپما لري، نه د کار هیله او نه سملاسي خواړه لري.

دې بهیر پر ټولنه دروند فشار راوړی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام راپور ښيي چې ډېر دغه راستانه شوي کسان په بې وزلو ولایتونو کې مېشتېږي؛ هغه سیمې چې لا له وړاندې د کار، استوګنځي، اوبو او لومړنیو چوپړونو له کمښت سره مخ وې او د دې نوې څپې د جذب وړتیا نه لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي هم خبرداری ورکوي چې له پاکستان او ایرانه د کډوالو پراخه ستنېدنه، اقلیمي بدلونونه او پر کور دننه بې‌ځایه کېدلو، بې‌وزلي او لوږه لا پراخه کړې ده.

د افغانستان شمال کې د دې ادارې یو چارواکي عبدالرزاق ایوبي ویلي، "هېواد کې لوږه د اقتصادي ستونزو، جبري ستنېدنې، جګړو او طبیعي پېښو له امله په چټکۍ زیاته شوې ده."

هغه زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د هېواد نږدې یوه پر درېیمه برخه وګړي، یعنې شاوخوا ۱۷ میلیونه کسان، له سختې لوږې سره مخ دي؛ دا هغه شمېر دی چې د تېرو کلونو په پرتله په څرګند ډول زیات شوی دی.

دغه شبکه خبرداری ورکوي که چېرې تګلارې بدلې نه شي، نړۍ ښايي د خوړو د کمي له یوه دوامداره ناورین سره مخ شي، داسې ناوریني وضعیت چې ښايي اوږده موده خلک وځپي.

په راپور کې راغلي چې په ټوله کې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۶۶ میلیونه کسان په ۴۷ هېوادونو یا سیمو کې د خوراک له شدیدې ناامنۍ له لوړې کچې سره مخ وو، چې دا د ارزول شوې ټولنې نږدې ۲۳ سلنه جوړوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرېش دغه راپور ته په غبرګون کې وايي "دا یو داسې غږ دی چې د نړۍ مشران باید ورته سیاسي هوډ غښتلی کړي، د ژغورونکو مرستو د چټک زیاتوالي لپاره پانګونه وکړي او هغو شخړو ته د پای ټکی کېږدي چې دومره زیات رنځ یې رامنځته کړی دی."

راپور خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به هم په ډېرو سیمو کې د سختې غذایي ناامنۍ کچه کړکېچنه پاتې شي.

د شخړو دوام، اقلیمي بدلونونه او د نړیوال اقتصاد بې‌ثباتي ښايي وضعیت په ډېرو هېوادونو کې همداسې وساتي یا لا پسې خراب کړي.

د دې راپور له مهمو اندېښنو یوه هم د خوړو د کړکېچ پر وړاندې د مبارزې لپاره د مالي سرچینو شدید کمښت دی.

د بشري مرستو او پراختیايي بودیجې کچه د خوړو او تغذیې د بحرانونو د ځواب لپاره هغه حد ته راټیټه شوې چې نږدې یوه لسیزه مخکې لیدل کېده، او دې چارې د دولتونو او مرستندویه بنسټونو د اغېزمن غبرګون وړتیا محدوده کړې ده.