تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له اوپېک د متحده عرب اماراتو وتل ولې مهم دي؟
- Author, فيصل اسلام
- دنده, د اقتصاد برخې اېډېټر
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د متحده عرب اماراتو له خوا له اوپېک یا د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان څخه ناڅاپي وتل مهمه موضوع ده. اماراتيان ان تر دې مخکې چې په ۱۹۷۱ کې يو خپلواک هېواد شي، د دې سازمان غړي وو.
د اوپېک ډېری غړي د خليج د نفتو صادرونکي هېوادونه دي او په تېرو لسيزو کې یې د توليد د کمولو يا زياتولو او د غړو د ونډو ټاکلو له لارې د خامو تېلو بيې کنټرول کړې دي. دې سازمان په ۱۹۷۰ کلونو کې د نفتو په کړکېچ کې چې وروسته یې د نړۍ د انرژۍ پاليسۍ بدلې کړې، مهم رول درلود.
په داسې حال کې چې د اوپېک توليد تر ډېره د سعودي تر کنټرول لاندې دی، متحده عرب امارات په دويمه درجه د توليد وړتيا لري. په بل عبارت دې هېواد له سعودي وروسته تر ټولو زيان توان درلود چې خپل توليد په چټکۍ سره لوړ کړي، يو داسې هېواد چې کولی یې شول د توليد په زياتولو بيې را ټيټې کړي.
په حقيقت کې همدا موضوع وه چې متحده عرب امارات یې دې ته وهڅول چې په اوږدمهاله توګه خپل دريځ بيا وارزوي. په ساده ډول اماراتو غوښتل په هغه څه یې چې پانګونه کړې وه، ګټه ترې پورته کړي.
د اوپېک د دې هېواد ورځنی توليد له دريو تر ۳.۵ میليونه بېرلو پورې محدود کړی و. له همدې امله د اوپېک د غړيتوب لګښتونه د له لاسه ورکړل شويو عوايدو له پلوه په نابرابره توګه پر متحده عرب اماراتو پرېوتل.
خو د متحده عرب اماراتو له خوا د دې ګام د پورته کولو وخت داسې ښکاري چې د ایران د جګړې له پايلو سره تړاو لري. د خليج کړکېچ وضعيت د اماراتو او ایران تر منځ اړیکې اغېزمنې کړې دي او ښايي له سعودي عرب سره له پخوا ترينګلو اړيکو هم اغېز وکړي.
د اوپېک لپاره په داسې مهال کې چې د دې سازمان د اوږدمهاله يووالي په اړه مهمې پوښتنې راپورته شوې، دا يو د پاموړ ګوزار دی.
موضوع یوازې دا نه ده چې متحده عرب امارت غواړي د سمندر او يا پايپ لاين له لارې تېل بازار ته ورسوي، بلکې ښايي دا وي چې غواړي خپل توليد تر پنځو ميليونو بېرلو پورې ورسوي. سعودي ښايي په غبرګون کې د نفتو د بيې جګړه پيل کړي، داسې جګړه چې د اماراتو اقتصاد یې ښايي وزغمي خو د اوپېک نور بېوزله غړي به یې ښايي د زغملو توان ونه لري.
ډېری بدلونونه به د سعودي په غبرګون پورې تړلي وي.
د متحده عرب اماراتو لوړ پوړي چارواکي د ابوظبي د نفتو له سيمو د نويو نلليکو د جوړولو خبره کوي. داسې نللیکې چې د هرمز تنګي له تېرېدو پرته نفت د فجيره بندر ته ولېږدوي.
اوسمهال يو پايپ لاين په پراخه کچه کارول کېږي خو د توليد د زياتوالي د پوره کولو لپاره لا زياتې وړتيا ته ضرورت دی.
په اوسنيو شرايطو کې چې د هرمز تنګي تړل شوی دا موضوع د نفتو په بازارونو کې اصلي پېښه نه ګڼل کېږي چې د تېلو، ګازو، پلاستيک او خوراکي توکو پر بيو اغېز وکړي.
اوپېک د ۱۹۷۰ کلونو پرتله اوس د نفتو نړيوال بازار کې لږ ارزښت لري، هغه مهال یې د نړۍ نفتو کې ۸۵ سلنه ونډه لرله خو اوس دا کچه شاوخوا ۵۰ سلنې ته راټيټه شوې ده. همدارنګه نفت نور د ۱۹۷۰ کلونو په څېر د نړيوال اقتصاد لپاره حياتي نه دي. اوپېک لا هم اغېز لري خو د انحصار ځواک نه لري، په بل عبارت، نشي کولی نړۍ يرغمل وساتي.
زما په یاد دي چې د سعودي د نفتو پخواني وزير او د اوپېک مخکښې څېرې شيخ يماني راته وويل، "د ډېرو دوره ځکه پايته ونه رسېده چې تيږې خلاصې شوې، د نفتو دوره به هم په دې دليل پايته ونه رسېږي چې نړۍ کې نفت خلاص شي". دې خبره کې هغې نړۍ ته اشاره شوې چې هايدروکاربنونه په تدریجي ډول د انرژۍ په نورو سرچينو سره بدلېږي.
د اماراتو له ګامه یوه انګېرنه دا کېدی شي چې پر نفتو د نړۍ تمرکز کم شوی. نورې نښې هم ليدل کېږي، لکه په برېښنايي برخو کې د چين پانګونې د نفتو د بيو لوړېدو له کبله اقتصادي زيان کم کړی دی.
د ځينو اټکلونو له مخې د چين د موټرو، لاريو او اورګاډو برېښنايي کېدل، د نړۍ په دويم ستر اقتصاد کې د نفتو تقاضا هره ورځ شاوخوا يو ميليون بېرله راکمه کړې ده. کله چې دا بهير په ټوله نړۍ کې چټک شي، نړيواله تقاضا ښايي د ثبات پړاو ته ورسېږي.
په دې ليدلوري کې دا خبره منطقي ده چې د تقاضا له کمېدو مخکې په چټکۍ تر ډېرې کچې پد نفتو له زېرو عايد ترلاسه شي. امارات د پاموړ مالي وړتيا او تر يوه برید متنوع اقتصاد لري چې په هغو کې مالي خدمتونه او د ګرځندوی سکتورونه هم شامل دي.
له اوپېک څخه د اماراتو وتل کولی شي اغېز رامنځته کړي. دا کولی شي پر سعودي د پاموړ فشار وارد کړي.
کله چې د نفتو بېړۍ له هرمز تنګي پرته تېرې شي او يا که امارات د نويو نلليکو جوړولو هڅې دوه برابره کړي د دې هېواد نفت به تر هر بل وخت زيات د اوپېک له محدوديتونو پرته بازار ته داخل شي.
دا کار به پر اوسنۍ کلابندۍ ډېر اغېز ونه کړي خو له هغې وروسته ښايي هرڅه بدل کړي.