BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • مولانا ادریس

    پښتونخوا کې دیني عالم مولانا محمد ادریس یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی، دی څوک و؟

    د خيبر پښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې د سې‌شنبې په ورځ یو مشهور دیني عالم شیخ‌الحدیث مولانا محمد ادریس په 'هدفي برید' کې ووژل شو. د پولیسو په وینا، ناپېژاندو وسله‌والو د چارسدې ولسوالۍ د اتمانزو په سیمه کې د مولانا ادریس پر موټر برید وکړ چې له امله یې د هغه دوه ساتونکي هم ټپیان شول.

  • جرګه

    د کونړ، باجوړ او مومندو قومي مشرانو د سولې تړون وکړ

    د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو د کونړ ولایت او باجوړ او مومندو ضلعو یا ولسوالیو قومي مشرانو د سولې او امن ګډ ولسي تړون کړی او د دواړو خواوو له حکومتونو غوښتنه شوې چې خپل ځواکونه مخکنیو ځایونو ته په شا کړي. په دې تړون کې راغلي چې دواړو غاړو حکومتونه د خپلو سیمو د امنیت ساتلو مسؤولیت پر خپله غاړه لري او که جګړه کیږي نو ولسي خلک دې نه په نښه کوي.

  • قالیباف

    ژوندۍ پاڼه, قالیباف: ‌امریکا د جګړې دوام نه شي زغملی، موږ لا پیل هم نه دی کړی

    د ایران د پارلمان مشر امریکا تورنه کړه چې اوربند یې مات کړی، په هرمز تنګي کې یې کښتۍ چلونه او د انرژۍ لېږد له خطر سره مخ کړی دی. محمدباقر قالیباف همداراز وویل امریکا هغه وضعیت نه شي زغملی چې خپله یې رامنځته کړی او زیاته یې کړه چې "شر به یې کم شي" حال دا چې "موږ لا تراوسه پیل هم نه دی کړی."

  • ملل متحد

    د هرمز تنګي تړل کېدو له امله افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لګښت "دری برابره" زیات شوی

    د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ويلي چې د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړيوال بازار کې د تېلو بيو لوړېدو له کبله افغاستان ته د مرستندويه خوراکي توکيو د لېږد لګښت دری برابره زيات شوی دی. د یادې ادارې مشر د بریتانيا ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې تعذيوي بېکېسټونه اوس د هرمز تنګي پر ځای له اوو هېوادونو تېرېږي او د دوبۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

  • د پاکستان پوځ

    په جنوبي وزيرستان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ ټپيان دي

    د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي. د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر طاهر شاه وزیر په وینا، چاودنه اعظم ورسک بازار ته نژدې شوې چې په وینا یې ګڼو ملکي وګړو ته پکې زیان رسېدلی دی.

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي