BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ د ایران په اړه ويلي چې "یا به هوکړې ته ورسېږو او یا به هغوی په بشپړه توګه له منځه يوړل شي"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چين ته له تګ وړاندې ويلي چې له ایران سره د جګړې د پایته رسولو لپاره د دغه هېواد مرستې ته اړتيا نه لري. ښاغلي ټرمپ دا هم ويلي چې د دې اوونۍ په غونډه کې به د چين له ولسمشر شي جين پېنګ سره مفصلې خبرې وکړي. چين د ایران یو مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی او له دغه هېواده د تېلو د صادراتو لویه برخه پېري. بيجېنګ هم د ایران ستر ملاتړی دی.
د تېلو نړیوالې بې ثباتۍ ترکیه کې پر ګرځندوی څه اغېز کړی؟
په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د انرژۍ رسولو بهیر کې ګډوډۍ، د الوتکو د تېلو د احتمالي بحران په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي. دا اندېښنې د هوايي چلند او ګرځندوی پر چارو هم سیوری غوړوي.
د خوړو نړیوال پروګرام: پنځه میلیونه افغان میندې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د بې کارۍ، کمزوري اقتصاد او سیمه کې وضعیت له امله لوږه په پراخېدو ده. د ډبلیو ایف پي په دې خبرداري کې راغلي چې له دې حالت له امله مېرمنې او ماشومان تر ټولو ډېر زیانمنیږي. افغانستان کې د ډبلیو ایف پي مشرویلي " سیمه کې کړکیچونو له امله په خوا ځواکۍ د اخته د افغان مېرمنو او ماشومانو لپاره ځانګړي خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي".
اسلاماباد پاکستان ته د ایراني پوځي الوتکو لېږدولو خبرونه رد کړل
په امریکا کې د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي اېس د دوو امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې پاکستان په "پټه توګه ایرانيو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي". له سي بي اېس سره د خبرو پر مهال د امنيتي مسايلو په اړه باخبره امریکايي چارواکو ويلي، ښايي ایران خپلې ځينې پوځي الوتکې په پاکستان کې د دې لپاره ځای پر ځای کړې وي چې د پراخېدونکې جګړې او د امریکا له هوايي بریدونو یې خوندي کړي.
کابل کې د ۴۰ زره نندارچیانو لرونکی کرېکټ لوبغالی جوړېږي
د افغانستان کرېکټ بورډ وايی د یوه لوبغالي، د لوبغاړو د دمه ځای او تمرین ځایونو په دې کمپلکس به شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالرلګښت راځي. دا کمپلکس د کابل ښار په ختیځ کې د الوخېلو په سیمه کې جوړیږي. د چارواکو په وینا به په سلوګونو افغانانو ته د کار موقع برابره شي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟
"اتحاد المجاهدین پاکستان" هغه ډله ده چې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتحخېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټربم او وسلهوال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول. خو دا ډله څوک ده او کله رامنځته شوې؟
د طالبانو حکومت لخوا د "امارتي" اعلان شويو ښارګوټو برخلیک به څه وي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د قضایای دولت چې اوس د قضایای امارت په نوم یادیږي، مشر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په خپله لومړۍ ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل د اماراتي یا دولتي اعلان شویو ځمکو په اړه کمېسیون د محکمې د حکم پر پلي کولو مکلف دی. خو زیاتوي د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې پرېکړه نه کیږي چې یوه لوري ته "بشپړ زیان" واوړي.
د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز
د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.
په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه
د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































