BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د رپوټونو پر بنسټ افغانستان کې لږ تر لږه څلور خبریالان دا مهال زنداني دي.

    د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ: افغانستان کې د بندي خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه شوې

    په افغانستان کې خبریالانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې بندي خبریالان خوشې کړي. دا غوښتنه د رسنیو د ازادۍ د نړۍوال ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې. کې شوې ده . خو د طالبانو حکومت وايي "ډېري نیول شوي خبریالان د خپل مسلکي فعالیت له امله نه دي نیول شوي".

  • Iran

    ژوندۍ پاڼه, سپاه پاسداران: ټرمپ باید د "ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې" ترمنځ یو انتخاب وکړي

    د سپاه پاسداران د اطلاعاتو څانګه وايي "امریکا لپاره د پرېکړې فضا محدوده" شوې او دا چې ډونلډ ټرمپ باید د ایران پر وړاندې د "ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې" ترمنځ یو انتخاب وکړي. تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل، لیکلي وو، ایران "د هغه څه په اړه چې د بشريت او نړۍ پر ضد یې کړي کافي بيه نه ده پرې کړې."

  • A white rectangular Starlink device rests inside a brown cardboard box. The hands of a person wearing thin blue plastic gloves and dark clothing are touching it at the edges, as if lifting it out of the box.

    څنګه د انټرنېټ بندیز ماتولو لپاره د سټارلېنک ټېکنالوژي په پټه ایران ته قاچاقېږي؟

    د بشري حقونو یوه سازمان د تېرې جنورۍ په میاشت کې اټکل کړی و چې په ایران کې د سټارلېنک بکسو شمېر ښايي پنځوس زرو ته رسېږي او داسې ښکاري چې له هغې وروسته به یې دا شمېر لا زیات شوی وي. تېر کال، د ایران حکومت داسې قانون تصویب کړ چې د سټارلېنک وسایلو کارول، پېرودل او پلورل تر دوو کلونو پورې د بند سزا لري.

  • د بدخشان-تخار لویه لار

    د بدخشان- تخار لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې ده

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي د بدخشان-تخار لویه لاره د پراخو سیلابونو له امله تړل شوې ده. ددې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي سره خبرو کې ویلي چې د لارې پرانېستلو هڅې روانې دي.

  • امریکايي سرتیری ټانک چلوي

    د جرمني دفاع وزیر: د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه د 'اټکل وړ' وه

    د جرمني دفاع وزیر بوریس پېسټورېس ویلي د امریکا متحدو ایالتونو دا پرېکړه چې د دوی له هېواده ۵ زره سرتېري باسي، "د اټکل وړ" وه. هغه د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس سره خبرو کې ټینګار کړی چې "په اروپا کې، او په ځانګړي ډول جرمني کې د امریکایي سرتېرو حضور زموږ په ګټه دی او د امریکا په ګټه دی." هممهاله ناټو ویلي چې له واشنګټنه په دې تړاو لا ډېر وضاحت غواړي.

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي