BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د هند لوی درسیتز لخوا له جغرافیې د پاکستان د ورکولو ګواښ؛ پاکستان وايي دا ډول پای به دوه اړخیز وی
د هند د لوی درستیز دا ګواښ چې پاکستان به د نړۍ له نقشې ورک کړي، د اسلام اباد له جدي غبرګون سره مخامخ شوی دی. د شنبې پر ورځ د هند د پوځ له لوی درستیز ویلي "که پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ جاري وساتي او د هند په خلاف له کړنو لاس وانخلي، نو دا پرېکړه باید وکړي چې ایا د تاریخ او جغرافیې برخه پاتې کېدل غواړي که نه." د پاکستان پوځ ویلي، یوه خپلواک او د اټومي ځواک درلودونکي ګاونډي ته له نقشې د ورکولو ګواښ "د فکري وړتیا د نه درلودو، لیونتوب او جنګي جنون" ښودنه کوي.
ګواښونه او پراخ پوځي چمتوالی، ایا د امریکا او ایران جګړه بیا پیلېږي؟
د امریکا او اسرائیلو له لوري په ایران د برید لپاره د پراخو تیاریو له رپوټونو سره هممهاله د امریکا خلاف د ایراني چارواکو له پرلپسې ویناوو داسې اندیښنې پیدا شوې چې ښايي ډېر ژر پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه بیا پیل شي. په همدې نامعلوم حالت کې د شنبې پر ورځ تهران ته د پاکستان د کورنیوچارو وزیر محسن نقوي نا اعلان شوې سفر هم د ډېرو پام وراړولی دی.
افغانستان کې بزګران: د غنمو پر فصلونو د ملخانو اپت اندېښمن کړي یوو
د وچکالۍ او نورو طبیعي ستونزو ترڅنګ دا مهال د کفشک او ملخانو اپت په افغانستان کې د کرهني او کروندګرو لپاره یوه بله ستونزه ګرځېدلې. په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت مني چې په ځینو ولایتونو کې پر فصلونو او په ځانګړې توګه پر غنمو د کفشک نامه حشرې ترڅنګ ملخانو هم حملې کړي دي.
ایټالیا کې اته کسان په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې ژوبل شوي
د ایټالیا په شمالي ښار مودینا کې یو کس خپل موټر په خلکو ورخېژولی چې له امله یې اته کسان ژوبل شوي دي. چارواکي وايي د څلورو ټپونه مرګوني دي. دوی کې یوه مېرمن هم ده چې په دې پېښه کې یې دواړه پښې پرې شوې دي. چلوونکی چې چړه ورسره وه، یوه دوکان سره د موټر له درېدو وروسته، راکښته شو او هغه تن ژوبل کړ چې د ده د کنترولو هڅه یې کوله.
په کانګو کې د ایبولا نوې څپه: ډبلیواېچاو نړیوال بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچاو) په د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ نوې څپه د نړیوالې اندېښنې وړ عامې روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی دی. دې ادارې که څه هم ویلي، د کانګو د ختیځ په ایتوري ولایت کې د دې ناروغۍ خپرېدا چې شاوخوا ۲۴۶ شکمنې پېښې او ۸۰ مړینې یې ثبت شوې، لا هغه معیار نه پوره کوي چې بېړنۍ وبا وبلل شي، خو هممهاله یې دا خبرداری هم ورکړی چې د اېبولا اوسنۍ څپه ښايي تر هغه څه چې رپوټ یې ورکول کېږي ډېره پراخه وي او په ځايي او سیمهيیزه کچه د پراخېدو جدي خطر ولري. د
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده
ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.
لندن کې پر کمعمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟
"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.
له ارګه تر زندانه؛ د حفیظ الله امین د مېرمنې کیسه
موږ لومړني خبریالان و چې په جلا وطنۍ کې د آغلې امین کتلو او ورسره خبرو لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې، د هغې کورته ورغلو. په یوهّ عادي او ساده اپارتمان کې یې له خپلو اولادونو سره د مساپرۍ ژوند تېراوهّ. ما د پتمنې امین هغه انځورونه ډېر کتلي و چې د ولسمشر امین ترڅنګ په غونډو کې را څرګندېده. د هغې څېره تر هغې چې ما اټکل کړې وه ډېره بدله شوې وه. هغه برم او پرتم نه و او زما پر وړاندې یوه غم ځپلې سپین سره مور ناسته وه چې د افغانستان له سیاست سره یې مخامخ تړاو نه درلود خو یو له اصلي قربانیو وه.
د نېټفلیکس نوې پروژه؛ شهزاده هري او مېګن افغانستان کې د ماموریت په اړه فلم جوړوي
"نېټفلیکس" ویلي، د بریتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګن میرکل افغانستان کې د بریتانوي پوځي ماموریت په اړه د یوه مشهور یاداښتلیک د فلمي بڼې پر جوړولو کار کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































