لندن کې پر یوه وخت سیالو لاریونونو کې لسګونو زرو خلکو ګډون کړی

At least 100 people are seen in a picture from a portion of the Nakba Anniversary march in London - about a dozen Palestinian flags can be seen in the background, as well as placards in the foreground that say things like 'Free Palestine' and 'Unity over division'

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فلسطین پر ملاتړ د لاریون یوه څنډه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بریتانیا پلازمېنه لندن کې د شنبې پر ورځ لسګونه زره لاریون کونکي د دوه سیالو او جلا لاریونونو لپاره راټول شوي دي.

د شنبې ورځې یو لاریون د "یونایټ دې کېنګډم" لاریون دی چې د افراطي ښي لاسي څېرې ټامي رابېنسن له خوا تنظیم شوی دی، بله د فلسطینیانو په پلوه مظاهره ده چې د لندن بله څنډه کې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون کړی درلود.

حکومت ویلي د دغو دوه جلا پیغامونو لېږدونکو امنیت په موخه له ۴۰۰۰ څخه ډېر پولیس لندن کې ځای پر ځای شوي دي. زرګونه پولیسو د دواړو لاریونونو تر منځ یو تش په نوم "خالي زون" اداره کاوه تر څو دوی دواړه له مخامخېدو وژغوري.

د دغو لاریونوالو د ښه امنیت په موخه له ډرونونو، چورلکو د پولیسو له اسونو او سپیو څخه هم کار اخېستل شوی، د لندن ځای ځای زغروال موټر، انځور اخېستونکې کمرې هم ځای پر ځاي شوي دي. د پلازمینې د میټروپولیټن پولیسو دا د وروستیو کلونو له تر ټولو مهمو او پېچلو امنیتي عملیاتو څخه بللې دي.

دا مظاهرې چې په ښکاره د یوه بل ضد نظر لري داسې مهال کېږي چې په همدې ورځ د لندن په مرکز وېمبلي فوټبال لوبغالي ته د ایف‌اې جام د پای لوبې لېدو ته هم لسګونه زره مینه وال ور مات وو.

دا لوبغالی د ۹۰ زره نندارچیانو د کېناستو ځای لري.

Dozens of people are seen at the Unite the Kingdom march in central London. Many England and Union Jack flags can be seen in the foreground and background. Some of the men and women in the crowds can be seen wearing Union Jack flags around their shoulders

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د افراطي ښي اړخه د لاریون یوه برخه

د "یونایټ دې کېنګډم" په نوم لاریون کې ډېری کسان د بریتانیا (یونین جیک) له بیرغونو سره ښکارېدل، دوی د بریتانیا د اوسني لومړي وزیر خلاف شعارونه هم بدرګه کول او ویل یې "موږ سټارمر نه غواړو" . دوی د بریتانیا اصلي اوسیدونکو ( سپین پوستو ) ته د پاملرنې پر ډېرولو هم ټنیګار کاوه او تور پورې کوي چې په انګلستان کې نن ورځ سپین پوستي خلک، په ځانګړي ډول د کارګرې طبقې سپین پوستي، له تبعیض سره مخ دي.

دا خوځښت د کډوالو او مسلمانانو خلاف دریځ باندې مشهور دی او د بریتانیا حکومت ځینو بهرنیو وګړو ته لندن ته د تګ اجازه هم نه ده ورکړې چې غوښتل یې دې لاریون کې ګډون وکړي.

د بریتانیا حکومت د جمعې پر ورځ وویل چې "د ښي اړخ تحریک کوونکي" ۱۱ بهرنيان هېواد ته نه دي پرېښودل شوي، دوی غوښتل د "یونایټ د کېنګډم" په غونډه کې برخه واخلي. په دغو ۱۱ کسانو کې، چې بریتانیا ته له ننوتلو منع شوي، د امریکا مېشته او د اسلام ضد څېره والنتینا ګومېز هم شامله ده، چې تېر سپټمبر کې یې د "یونایټ د کېنګډم" په لومړي لاریون کې برخه اخیستې وه.

Tommy Robinson, who has short brown hair and wears a collared beige jacket with a black t-shirt, is seen speaking into a microphone at the Unite the Kingdom rally

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، افراطي ښي اړخی مشر ټامي رابېنسن د شنبې پر ماسپښین لاریونوالو ته وینا وکړه

بلخوا د فلسطینیانو په پلوه لاریون کې هم چې د نکبه ورځې په مناسبت ترسره کېده ډېر لوی شمېر خلکو ګډون کړی وو. دا ورځ هر کال د مې پر ۱۶مه د هغو فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو او ورسره د خواخوږۍ په یاد نمانځل کېږي چې د ۱۹۴۸ کلونو په جګړه کې، د اسرائیل د جوړېدو پر مهال رامنځته شوه.

د دغې جګړې پر مهال زرګونه فلسطېنیان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او یا په زور وشړل شول.

About a dozen people are seen in this picture of a portion of the Nakba Anniversary march. A man, wearing a Palestinian flag, can be seen holding a small baby as he walks alongside several other men and women

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فلسطینیانو پر ملاتړ مظاهره کې ګڼ شمېر بریتانویانو هم ګډون درلود

دغو لاریونوالو ښي اړخو سخت دریځو خلاف او د فلسطینیانو په ملاتړ شعارونه ورکول او د فلسطین- بریتانیا بیرغونو تر څنګ یې داسې لوحې لېږدولې چې پرې لېکل شوې و " تبعیض ته نه ووایئ"، " موږ خپلواک فلسطین غواړو".

لندن کې د مېټ پولیسو مرستیال کمشنر جېمز هارمن ویلي وو چې دا امنیتي عملیات به شاوخوا ۴.۵ میلیونه پاونډه ( نږدې شپږ میلیونه ډالره) لګښت ولري.