ایټالیا کې اته کسان په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې ژوبل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د ایټالیا په شمالي ښار مودینا کې یو کس خپل موټر په خلکو ورخېژولی چې له امله یې اته کسان ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي د څلورو ټپونه مرګوني دي. دوی کې یوه مېرمن هم ده چې په دې پېښه کې یې دواړه پښې پرې شوې دي.
چلوونکی چې چړه ورسره وه، یوه دوکان سره د موټر له درېدو وروسته، راکښته شو او هغه تن ژوبل کړ چې د ده د کنترولو هڅه یې کوله.
چارواکو ویلي ۳۱ کلن تورن په خټه د مراکش دی خو د ایټالیا تابعیت هم لري.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني دا یو "جدي پېښه" بللې او قبرس ته یې خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی.

د عکس سرچینه، EPA
د مودینا والي فبریزیا ټرولو یو خبر کانفرانس ته وویل "تورن الخدري په ۲۰۲۲ کال کې روانې درملنې ته معرفي شوی و، خو تر هغې راوروسته چا نه و لیدلی".
یو عیني شاهد وویل "موټر یې ولید چې په سلو کې روان و، خلک یې هوا کې یوې او بلې خوا ته وغورځول".
د مودینا ښاروال مسېومو مازیتي "داسې ښکاري چې موټر چلوونکي قصدا په خلکو موټر ورخېژولی دی".
پېښه کې پنځه مېرمنې او درې نارینه ژوبل شوې دي.
چلوونکی د پېښې له ځایه د تېښتې هڅه کوله خو خلکو یې مخه ونیوله.
ښاروال وویل تورن له میلان سره نږدې په بارګامو ولایت کې زېږېدلی او په مودینا کې اوسېد.
د ایټالیا خبري رسنۍ وايي دا سړی "له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی، بې روزګاره و او هېڅ جرمي مخینه نلري".





















