BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغانستان کې بزګران: د غنمو پر فصلونو د ملخانو اپت اندېښمن کړي یوو
د وچکالۍ او نورو طبیعي ستونزو ترڅنګ دا مهال د کفشک او ملخانو اپت په افغانستان کې د کرهني او کروندګرو لپاره یوه بله ستونزه ګرځېدلې. په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت مني چې په ځینو ولایتونو کې پر فصلونو او په ځانګړې توګه پر غنمو د کفشک نامه حشرې ترڅنګ ملخانو هم حملې کړي دي.
امریکا په افغانستان کې د خپل لادرکه شوي وګړي د موندلو لپاره شپږ میليونه ډالره جايزه ټاکلې
د امریکا د بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو په رسمي اعلاميه کې د هغه امریکایی وګړي چې په افغانستان کې کلونه وړاندې لادرکه شوی د داسې معلوماتو ورکولو په تړاو چې د هغه موندلو او بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي د شپږ ميليونه امریکايي ډالرو انعام ټاکلی دی. د رسنيو د راپورونو له مخې دغه امریکایی وګړی چې پاول اېډوین اوربي جونير نومېږي یو خپلواک لیکوال دی او ۱۲ کاله وړاندې په افغانستان کې لادرکه شوی دی.
حماس ومنله چې د اسرائیل هوایي برید کې یې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی
د حماس چارواکو بي بي سي ته تایید کړې ده چې د دې ډلې د پوځي څانګې مشر عزالدین الحداد د جمعې پر ورځ غزه کې د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی. تر دې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز په یوې شرېکې وینا کې ویلي وو چې "الحداد وژل شوی. دی د سلګونو ملکي اسرائیلیانو او پوځیانو د وژنې، تښتونې او ژوبلولو مسوول و."
لندن کې پر یوه وخت سیالو لاریونونو کې لسګونو زرو خلکو ګډون کړی
د شنبې ورځې یو لاریون د "یونایټ دې کېنګډم" لاریون دی چې د افراطي ښي اړخه څېرې ټامي رابېنسن له خوا تنظیم شوی دی، بله د فلسطینیانو په پلوه مظاهره ده چې د لندن بله څنډه کې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون کړی . حکومت ویلي د دغو دوه جلا پیغامونو لېږدونکو امنیت په موخه له ۴۰۰۰ څخه ډېر پولیس افسران لندن کې ځای پر ځای شوي دي.
تود هر کلی، دفاعي تړون او درنه پانګونه: عرب اماراتو ته د نرېندرا مودي سفر ولې مهم دی؟
د هند او متحده عرب اماراتو تر منځ د دفاعي همکاریو په داسې قانوني چوکاټ هوکړه شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له یوه بل سره نوې دفاعي ټېکنالوژي او استخباراتي معلومات شریکوي او د ترهګرۍ خلاف همکاريو باندې به خپل تمرکز لا ډېروي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده
ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.
لندن کې پر کمعمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟
"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.
له ارګه تر زندانه؛ د حفیظ الله امین د مېرمنې کیسه
موږ لومړني خبریالان و چې په جلا وطنۍ کې د آغلې امین کتلو او ورسره خبرو لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې، د هغې کورته ورغلو. په یوهّ عادي او ساده اپارتمان کې یې له خپلو اولادونو سره د مساپرۍ ژوند تېراوهّ. ما د پتمنې امین هغه انځورونه ډېر کتلي و چې د ولسمشر امین ترڅنګ په غونډو کې را څرګندېده. د هغې څېره تر هغې چې ما اټکل کړې وه ډېره بدله شوې وه. هغه برم او پرتم نه و او زما پر وړاندې یوه غم ځپلې سپین سره مور ناسته وه چې د افغانستان له سیاست سره یې مخامخ تړاو نه درلود خو یو له اصلي قربانیو وه.
د نېټفلیکس نوې پروژه؛ شهزاده هري او مېګن افغانستان کې د ماموریت په اړه فلم جوړوي
"نېټفلیکس" ویلي، د بریتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګن میرکل افغانستان کې د بریتانوي پوځي ماموریت په اړه د یوه مشهور یاداښتلیک د فلمي بڼې پر جوړولو کار کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































