BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت ټولګټو وزارت: د تورغونډۍ سپین بولدک او هرات-حیرتان د اورګاډي پټلیو د ډیزاین چارې روانې دي
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني وايي د تورغونډۍ - هرات - کندهار او سپین بولدک ترمنځ د ۸۷۸ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې د بشپړېدو په حال کې دي او عملي کارونه به یې هم ژر پیل شي. هغه زیاته کړې چې پر دې سربېره د ازبکستان لخوا د حیرتان او هرات ترمنځ د ۶۵۷ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي.
روبیو: تهران کې د روانو خبرو د پایلو اورېدو ته منتظر یو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې واشنګټن په تهران کې د روان خبرو اترو د پایلو اورېدو ته منتظر دی. مارکو روبیو چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون لپاره سویډن ته تللی، زیاته کړې: "یو څه پرمختګ شوی دی" او "نه غواړم مبالغه وکړم، خو په وضعیت کې یو څه بدلون راغلی دی، چې دا ښه ده." دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د امریکا او ایران تر منځ د سولې هڅو په لړ کې ایران ته تللی، دوو ورځو کې دویم ځل د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.
بلوچستان کې د مالدارۍ وزارت له فارمه تر ۴۰۰ ډېر د قرهقل وري تښتول شوي
د بلوچستان د پښين سیمې ځايي چارواکي وايي چې هلته د مالدارۍ وزارت اړوند له یوه دولتي فارمه ۴۰۰ نه ډېر وري تښتول شوي دي. په وینا یې، ځينو وسلهوالو لومړی د (مسلخ فارم) په نوم د څارویو د یوه پالنځي دوه کارکوونکي یرغمل کړي او وروسته یې وري ترې "نامعلوم ځای" ته بیولي دي. دغه فارم داسې وري یا د مېږو بچي اخیستي وو او هلته یې ساتل چې له څرمنې یې قرهقل خولۍ جوړېږي.
د حج د اساسي مناسکو لارښود
حج د اسلام له پنځو بناوو یوه مهمه بنا ده، چې پر هر مسلمان- چې مالي او فزیکي توان ولري- په ژوند کې یو ځل فرض دی. په دې انځوریز رپوټ کې د حج مهم مناسک په اسانه ډول تشرېح شوي دي.
یوه ورځ کې د نیپال ایورسټ غره څوکې ته ۲۷۴ غرختونکي ختلي او ریکارډ یې مات کړ
د چهارشنبې په ورځ د نیپال له لارې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې، مونټ ایورسټ ته د ختلو نوی ریکارډ جوړ شو؛ ۲۷۴ کسان وتوانېدل چې څوکې ته وخېژي. دا کار وروسته له هغې ترسره شو چې د پسرلي موسم پیل د کنګل یوې سترې ټوټې له امله ځنډېدلی و، ځکه هغې د ختلو لاره تړلې وه.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي او ارزښت باید ورنه کړل شي.
احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ
د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.
د چين او روسيې ترمنځ څه شریک دي؟
په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر په بېجينګ کې د تیاننمن څلورلاره کې ګرځېدل، داسې ښکارېده چې دوی د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د غړو پېوند به د انسان عمر اوږد کړي.
"د تایوان یونلیک" د بوکرز جایزې ګټونکی ناول
سږ کال د کتاب نړیواله بوکر جایزه "د تایوان یونلیک" ناول ته ورکړل شوه چې تایوانۍ لیکوالې یانګ شوانګ زي لیکلی دی. دا ناول په چینایي (ماندرین) ژبه لیکل شوی او د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوی دی. د بوکرز جایزې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د ماندرین ژبې ژباړل شوی اثر پکې ګټونکی اعلانېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































